خپلواکي څه ته وايي؟

خپلواکي (ازادي)څه ته وایي؟

خپلواکي : هغه حالت ته وايي په کوم کې چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري.
خپلواكي يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې ترسره کولو ته وايي او یا په بل عبارت په خپله اراده د یوه کار تر سره کولو ته خپلواکي وايي.
خپلواکي کلمه له دو کلمو څخه اخیستل شويده یو خپل او بل واک دي یو عالم وایي ” یو فرد تر هغه خپلواک دي چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نور خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي”. خپلواکي یوه تعریف شوي کلیمه ده، دولت د خلکو د استازي په توګه د دوي د خپلواکي ساتنې دنده په غاړه لري.
خپلواکي (ازادي) انسان ته خدای ” ج ” وکړی حق دی هر انسان ازاد پیدا شوی یو انسان تر هغه پورې ازاد دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي. (ژباړه : عزت الله عمران لمړیتوب ویب پاڼه)
یو ساده تعریف
خپلواکي دهغو پریکړو د عملي کولو امکان دی ، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده ترسره کوي .
که یو فرد هره پریکړه عملي کړای شي اوهیڅ بل فرد، جوړښت یا سازمان یې کړنې ، وینا او فکر محدود نه شي کړای ، دې ته مطلقه خپلو اکي وايي .
خو انسان ټولنیز موجود دی ، او نه شي کړای مطلقه خپلواکي ولري ، ځکه مطلقه ازادي د ( بل) یا ټولنې دخپلواکۍ پولې ورماتوي ، ځکه نو دافرادو اوټولنو دازادۍ حدود دقوانینو په وسیله ټاکل کیږي ، نو
نو …
فردي ازادي ګانې هغه دي ، چې قوانین يې دبشري حقونو دنړیوالې اعلامیې پر بنسټ ټاکي :
دبیان ، اقتصادي فعالیت ، مذهب ، مېشتیدا، سیاست …. ازادۍ

سیاسي استقلال

دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده .
دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي .
د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی ، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده .
اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی . استثمار – استعمار ( ښکیلاک ) زبیښاک ( نوی ښکیلاک ، نوی زبېښاک ) . (استاذ عبدالغفور لیوال تاند ویپاڼه)
څرنګه چی د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ثابته کړې ده چې هیڅکله دپردیو سلطه نه مني، او دسر په بیه خپلواکي ترلاسه کوي او هم یی ساتنه کوی اوددغی ستری داعیه لپاره ّرډول قربانیوته خاضر دی. په نړۍ کې افغانان په خپلواکۍ ، میړانې او شجاعت مشهوردي، او تل یې پردیو دښمنانواو اجنبیانو ته په سرښیندنو په ناچیزه او محدوده امکاناتوحتی په تشولاسونو ، خو په افغانی جذبه او غیرت سره ماته ورکړې او د پردیو غلامي او واکمنی یی نده منلی. او دوی په تاریخ کی ثابته کړی چی ازادی پسنده او خپلواکه قوم دی. نېلسن منډېلا يوه ډېره درنه خبره کړې، “موږ نه بې ډوډۍ خپلواکي غواړو او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ.” افغانان هم نه تش په نوم خپلواکی اونه هم بی واک خپلواکی غواړی افغانستان او افغانان یو مستقل هیواد او خپلواک اوامن دوست خلک دی او دوی به تل دا په وینو اوککریو ګټلی ازادی او خپلواکی ساتی پدی خاطر چی ازادی او خپل واکی هغه وخت ارزښت لری چی دفاع او ساتنه یی وشی. همدا راز تر خپلواکی ګټلو د خپلواکی ساتنه مهمه ده پدی خاطر چی سیاست پوهان او ټولنپوهان دی پایلی ته رسیدلی چی تر څو یوه ټولنه په مکمل ډول اقتصادي ازادی ونه لری ، دسیاسی ازادی څښتنان کیدلای نشی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب