خپلو موخو ته داسې ورسیږئ!

 

کله چې موخه ټاکۍ يو عامل چې تر ډېره ترې خلک ناخبره پاتې کېږي؛ د هغې موخې تعقيبول او څېړل دي. تاسې يوه موخه ټاکئ او د هغه لپاره هڅه کوئ؛ مګر څو مياشتې وروسته ګورئ چې پرمختګ مو ډېر سست او يا تر دې چې ودرېدلی دی.

هره موخه بايد په خپل وخت کې پوره شي؛ که څه هم ډېره موثره نه وي.

په دې ليکنه کې مونږ د موخو د پوره کېدو او تعقيبولو ۶ اړينې نقطې درپېژنو:

۱- خپلې موخې په مؤثر ډول وڅارئ:
يو ښکاره دليل چې خلک خپلو موخو ته نه شي رسېدلی؛ دا دی چې هغوی د موخو د څارلو او څېړلو وړتيا نه لري. تاسې ممکن يو ښه هدف وټاکئ او ورته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ؛ مګر هر ځل له بې نظمۍ او بې پلان توب سره مخ او د کارونو واګې مو له لاسه وځي. په همدې ترتيب که ستاسې همېشنۍ څېړنه او تمرکز تاسې خپلې موخې ته ونه رسوي؛ ممکن نور هيڅکله خپلو غوښتنو او موخو ته د رسېدلو چانس ونه لرئ.

۲- موخو ته په رسېدو کې د نظم او اصولو اغېزې:
خپلو موخو او هر ډول کاري غوښتنو ته د رسېدو لپاره نظم او اصول اړين دي. بايد منظم واوسئ او په ځان د پلان تطبيق او مهالوېش جوړول لازمي وګرځوئ.

۳- د موخو منظمه څېړنه:
تاسې بايد خپلې موخې په منظم ډول وڅارئ، په منظم ډول موخې او د خپل پرمختګ اندازه له ذره بين لاندې ونيسئ. ښه ده چې هره ورځ دا کار تر سره کړئ.
له راوېښېدو وروسته د لومړني کار په توګه او يا مخکې له ويده کېدو د لومړني کار په توګه دا وکړئ. کولای شئ خپلې موخې د يو کاغذ پر مخ وليکئ او هرځل د خپل پرمختګ اندازه او د هغه مطابقت له خپل مهالوېش سره وسنجوئ. په دې ډول تاسې خپل ذهن ته ورزده کوئ چې هر ځل له خپلو موخو لېرې شوئ؛ تاسې ته د خطر زنګ ووهي او ومو هڅوي چې بېرته د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار پيل کړئ.

۴- د يوې لويې موخې وېشل په کوچنيو موخو:
هر څومره چې يوې هيلې ته ستاسې د ورتګ لاره روښانه او مشخصه وي؛ تاسې کولای شئ د هغې د پوره کيدو زياته تمه ولرئ. د دې پر ځای چې د ځان لپاره يو لوی هدف ولرئ چې نه پوهېږئ ټول پوره کېدلی شي يا نه؛ هغه په کوچنيو موخو ووېشئ او د عملي کېدو په تمه يې شئ.

۵- د موخې يو د اندازه کېدو وړ لوری:
ستاسې موخې بايد مشخصې او د بررسۍ او اندازه کېدو وړ وي. مثلاً که غواړئ يو مشخص وزن پيدا کړئ؛ کولی شئ په ښه آرام سره شمېرې وسنجوئ او د خپل پرمختګ اندازه واخلئ.
که غواړئ يو کتاب بشپړ کړئ؛ د هرې ورځې لپاره يې يو شمېر ورقې وټاکئ. که غواړئ يو اندازه پیسې سپما کړئ؛ معلومه کړئ چې د هر ځل لپاره څومره پیسې په نظر کې لرئ.
په بل عبارت تل خپل پرمختګ د عددنو او ارقامو په نسبت اندازه کړئ.

۶- د نه اندازه کېدونکو موخو لپاره ټاکلی وخت:
ځينې موخې داسې هم شته چې د پورته موخو په خلاف د اندازه کېدو وړ نه وي او د اعدادو او ارقام په شکل يې نه شئ معلومولی. تاسې د دې موخو اړوند نه پوهېږئ چې د مثال په ډول د يوې مياشتې له تېرېدو وروسته مو څو واحده پرمختګ کړی دی.

مثلاً: ممکن وغواړئ چې آرام ذهن ولرئ. د ذهن د آرامتيا د اندازه کولو لپاره هيڅ واحد نه شته.

د همدې لپاره کولای شئ، د وخت هغه اندازه په نظر کې ونيسئ چې د دې لپاره يې ځانګړې کوئ.

د مثال په ډول وټاکئ چې په اونۍ کې ۶ ساعته د خپل ذهن په آرامولو کار وکړئ او ۴ ساعته يې د مراقبې لپاره وقف کړئ.

وروستۍ خبره:
اړينه نه ده چې څه ډول موخه لرئ او څومره لويه ده؛ مهمه دا ده چې تل ستاسې د موخو څېړنه او څارنه له لوی ارزښته برخمنه ده. د خپلو موخو په څارلو کولای شئ د پرمختګ په صورت کې ځان ته ډالۍ ورکړئ او په هغه صورت کې چې د خپل مهالوېشه شاته پاتې شوئ؛ ځان ورټئ او هڅه وکړئ چې ځان ورسوئ.

دا کار ممکن په لومړيو کې يو څه سخت وي؛ مګر وروسته له دې کولای شئ دا په يو عادت بدل کړئ او په ځان کې د دې کار په بنسټي کولو سره تل له مخکې زيات بريالي شئ.

لیکنه: احــمــدالله خـــالــد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب