خپلو ښځو سره کتابي مینه کول څنګه وي؟

زموږ ټولنه:

زمونږ افغاني ټولنه کې دا خبره زیاته کیږي چې فلانی نر دی، فلانی نر نه دی، فلانی د ښځې غلام دی، فلانی د ښځې تابعدار دی، او فلانی داسې او هاسې… ددوی په وړاندې «نر» هغه کس بلل کیږي چې خپله کورودانه حق ناحقه وهي، ټکوي، رټي، سپکې سپورې وته وایي، پلار کره یې نه پریږدي، ډاکتر ته یې نه بیایي، ښایسته جامې ورته نه راوړي، او ښه خوراک نه ورکوي، او له وس زیات کار پرې بوج کوي، خو هر هغه کس چې خپلې ښځې سره نرم چلیږي د ښځې غلام بلل کیږي.

پوښتنه دا ده چې آيا داسې کړه وړه اسلام کې هم شته او که اسلام کې ښځو سره نرمي، ناحقه نه وهل نه ټکول، خوږې خبرې ورته کول، د خسرګنۍ پاملرنه، د ښځې د روغتیا پاملرنه، د وس مطابق ښایسته جامې، اسباب او خوراک ورته راوړل، د وس مطابق د کور کار کې ورسره مرسته کول، او دمه ورکول سنت دي؟

دا هغه مسائل دي چې د افغانانو کورونو کې د ۸۰ سلنه ستونزو سرچینه بللی شي، له همدې څخه د میړه او ښځې اختلاف پیل شي، کرار کرار ښځه خپل دا انتقام نورو مسائلو کې له میړه اخلي، مثلا له خسر، خواښې، لیورونو، اندرورګانو، او لنډه دا چې د میړه له اړوند خپلوانو سره بد سلوک پیل کړي، قدم په قدم حالات دې ته ورسیږي چې سړی په جنګ جدل او کور کې بدګزرانۍ باندې مشهور شي او د هر مجلس موضوع وګرځيږي.

نو څه په کار دي؟

دا چې مونږ مسلمانان یو، او الله پاک مونږ ته د هرې ستونزې حل کولو لپاره مکمل دین را نصیب کړی دی، د ژوندانه د هرې برخې ښایسته کولو طریقه په کې شته، نو پکار دی چې ددې ستونزې حل هم په کې ولټوو. د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم عامو انسانانو غوندې کور کهول لره، او ښه خوږ ژوند یې تیر کړي دی، نو راځۍ وګورو چې خپلې کورنۍ سره څرنګه چلیدلی دی او همغسې وکوو؛

مینه ناک او مهربان

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو بیبیانو سره زیات مهربان چلند کوه، یو وارې مسلمانان له یوې غزا بیرته را ستنیدل، لاره کې رسول علیه السلام نور لښکر ته وویل چې تاسې مخکې درځۍ زه لږ شاته کیږم، بیا یې په تنهایۍ او پرده کې خپلې بیبي حضرت عائشه رضی الله عنها سره د منډو/ځغاستې مسابقه ترسره کړله.

your ads

بل وار، حضرت عائشه رضی الله عنها قیصه کوي چې (د حبشې یوه ډله خلک مسجد ته ننوتل، لوبې یې کولې، نو رسول علیه السلام راته وفرمایل:«آیا ته خوښوې چې ور وګورې؟» ما ویل: هو، نو په دروازه کې ودریده، او زه راغلم خپله زنه مې د هغه په اوږه کیښودله او خپل مخ مې د هغه اننګي ته برابر کړ، – په دې منځ کې عائشه رضی الله عنه فرمایي چې – هغوی به دغه ورځ ویل: أبا القاسم طيبا، نو رسول الله علیه وسلم وفرمایل(بس دې ده) نو ما(عائشې) وویل چې: اې د الله رسوله تادي مه کوه، نو راته ودریده، بیا یې وویل: «بس دې ده؟) ما وویل: « اې د الله رسوله تادي مه کوه، زما دا نه خوښیږي چې هغوی ته وګورم خو دا مې خوښ کړل چې ښځې خبرې شي چې زه څومره – په خپل میړه رسول الله – ګرانه یم او څومره راته نزدې دی».[۱]

وګورۍ! چې څرنګه رسول علیه السلام خپلې بیبي ته وخت ورکوي چې په اوږه یې زنه کیږدي، او مخ یې د رسول الله اننګو ته برابر وي… یواځې دا هم نه، بلکې عایشه رضی الله عنها وایي چې زما هغه خلکو ته کتل مطلب نه دی، بلکې دا چې ښځې خبرې شي چې زه څومره خپل میړه(رسول الله) باندې ګرانه یم… آیا مونږ تاسو د خپلې ښځې دې سوچ ته پاملرنه کړې چې څرنګه به نورو ښځو کې یادیږي؟! ښځې په دې ډیرې زیاتې خوشالیږي چې نورو ښځو ته دا مالومه شي چې په میړه ګرانه ده.

اوس به نو یو زیات شمیر خلک ووایي چې مونږ تمامه ورځ کارونه لرو، دې ته وخت نه لرو چې ښځه هم خوشحاله کړو، خو دې ته به یې پام نه وي چې هیڅکله له رسول علیه السلام نه زیات مصروفیت نه شي لرلی، نه له رسول علیه السلام نه زیات دیندار کیدلی شي، د ټولو جهادي، دعوتي، اداري، او تعلیمي مسئولیتونو باوجود به رسول علیه السلام خپلو بیبیانو ته مینه ورکوله.

ځینې خلک به ځانونه بزرګان وګڼي او وایي به چې خپلې بیبي سره مینه کول مو له مانځه اوداسه باسي، خو په دې به نه وي خبر چې رسول علیه السلام کوروالا سره لوبې کول عبث نه دي بللې، بلکې په کې یې اجر بللی دی. حدیث شریف کې راغلي چې« د الله له ذکر پرته هرشی لغو او لهو دی، خو دا څلور کارونه (لغو) نه دي: د دوه کسانو ترمنځ سوله کول، خپل اس روزل، کورودانې سره لوبې کول، او چاته لامبو زده کول.[۲]

ښځې او خسرانې سره په اعلان مینه کول

زمونږ زیات شمیر خلک له دې انکار کوي چې خپله ښځه یا خسرانه یې خوښیږي، بلکې کوشش کوي داسې خلکو ته وښیي چې د خپلې ښځې او خسرانې قیصه کې هم نه دی، شتون او نه شتون یې ورته برابر دي، لا بعضې ناپوهان خو کوښښ کوي خسر سره سم جنګ ووهي ترڅو پلارګنۍ ووایي چې زمونږ ځوی پردی شوی نه دی.

خو د الله رسول علیه السلام بیا داسې نه کول، رسول علیه السلام خپلو بیبیانو او آن خپلو خویښانو سره هم مینه کوله، حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه فرمایي چې له رسول علیه السلام نه یې وپوښتل:«څوک درباندې ډیر ګران دي؟» نو ویې فرمایل:«عائشة»، نو ما ویل- چې او – سړیو کې څوک؟ ویې فرمایل:« پلار یې».[۳]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] روت السيدة عائشة رضي الله عنها {دخل مجموعة من أهل االحبشة المسجد يلعبون، فقال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم (يا حميراء(۱) أتحبين أن تنظري إليهم؟) فقلت: نعم، فقام بالباب ، وجئته فوضعت ذقني على عاتقه، فأسندت وجهي إلى خده، قالت: ومن قولهم يومئذ : أبا القاسم طيبا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم (حسبك) فقلت: يا رسول الله لا تعجل ، فقام لي ، ثم قال : حسبك (فقلت : لا تعجل يا رسول الله، قالت : ومالي حب النظر إليهم ولكني أحببت أن يبلغ النساء مقامه لي، ومكاني منه) رواه النسائي وصححه الحافظ وتابعه الألباني في آداب الزفاف وأصله في الصحيحين.

[۲] عن عطاء بن أبي رباح قال: رأيت جابر بن عبد الله وجابر بن عمير الأنصاريين يرميان فمل أحدهما فجلس فقال الآخر سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ( كل شيء ليس من ذكر الله فهو لغو ولهو إلا أربعة خصال مشي بين الغرضين وتأديبه فرسه وملاعبته أهله وتعليم السباحة)

[۳] عن عمرو بن العاص أنه سأل النبي (صلى الله عليه وسلم ) :”أي الناس أحب إليك. قال: عائشة، فقلت من الرجال؟ قال: أبوها”. (رواه البخاري).

لیکوال: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب