خپلې ښځې سره د حيض په حالت کې د نږديوالي حکم؟

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
وروسته تر سلامه يوه پوښتنه لرم په لاندي توګه
که ميړه د خپلي ښځي سره چه د حيض په حال کي داسي نږديوالي وکوي چه حايل (پرتوګ، ټوټه او داسي نور) موجود وی دخپل ذکر دخپل ښځي فرج سره په تماس کړي تر دي چه انزال  شي دغه حالت جواز لري او که نه؟
په درناوي
محمدی
ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :
دحیض په حالت کې له خپلې ښځې سره کور والی کول حرام دې، یعنې داچې دخول وشي ، ولې که یوازې لمس او او لوبې وی نو په دې کې هیڅ باک نه شته او دا کار جائز دی ولو که دواړه بربنډ هم وي او انزال هم شي .
قال صلى الله عليه وسلم حال الحيض “اصنعوا كلّ شيء إلا النكاح” أخرجه مسلم في الحيض رقم: (301)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حیض په اړه فرمایلي : هر څه کولای شئ مګر یو نکاح نه شئ کولای (یعنې ذکر په فرج کې نه شئ داخلولی). دا حدیث امام مسلم روایت کړی .
له عائشة رضي الله عنها نه روایت دی چې : ( كان صلى الله عليه وسلم يأمرني فأتزر فيباشرني وأنا حائض ).
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ماته امر کولو چې یوه ټوټه پر ځان و پیچم او بیا به يې لما سره مباشرت کولو په داسې حال کې چې زه به حائضه وم.
ولې که یوڅوک پر ځان کنټرول نه لري او ویریږي چې دخول ترینه ونه شي نو باید ځان له دې کار نه هم وساتي .
والله أعلم

سرچینه: اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب