خپل ماغزه څنګه فعال وساتئ؟!

یو څیز په مو په ذهن کې دی، ومونه لیکه، خو څو شېبې وروسته مو هیریږي.

له کوره زنګ درته راځي، چې د شپې لپاره ډوډۍ راوړئ. تاسې د دفتر په کارونو کې دومره بوختېږئ، چې ډوډۍ مو هېره ده او کور ته تش لاس ځئ. له یو چا سره مو ژمنه کړې، خو د ژمنې له وخته نیم ساعت اوښتی او تاسې لا هم په دفتر او کور کې یئ. ناڅاپه در یادیږي، یوې بلې خوا منډې وهئ، زنګ وهئ، خو مقابل کس تللی وي. دا او دې ته ورته نورې پېښې ټولې ستاسې د مغزو له مدیریته سرچینه اخلي. څومره مو، چې ماغزه ستړي وي، هومره یې مدیریت کمزوری کیږي.
ستاسې مغز ټوله ورځ کار کوي، یوه شېبه هم بېکاره نه دى، ارام ته وخت نه لري. د ټولو اطلاعاتو او پېښو مدیریت ورته ستونزمن دی. څومره، چې ستاسې بدن په ورزش روزل کیږي، هومره مو ماغزه هم تمرین ته اړتیا لري.

که د ورځې د خپلو اړوند چارو یو لېست خپلې حافظې ته وسپارئ، له ذهن سره مو د هغو د یادپاتې کېدو په چاره کې مرسته کوي. دا کار په څو دقیقو کې کولای شئ. هره ورځ دا کار وکړئ او د ورځې ټولې مهمې مسئلې خپلې حافظې ته وسپارئ. له ځان سره یو ذهني مرور وکړئ، چې لېست مو په حافظه کې ژوندی دی او که نه؟

هره چاره نظم او ترتیب غواړي. په هرماشین کې، چې ګډوډ شیان اچوئ، نظم او ترتیب په کې نه وي، محصول یې هم مخلوط او ګډ او وډ وي. ماغزه هم له دغسې مشکل سره مخ کېدای شي. له لسو کسانو سره ژمنې کوئ، په کور کې مو خلک منتظر کړي، چې ډوډۍ ور وړئ. کارکوونکي مو ناستې ته منتظر دي. د ارزونې ناسته هم لرئ، په فیسبوک او ټویټر کې هم لګیا یئ او فکر مو مغشوش دی. په دغسې شرایطو کې ستاسې ماغزه هم مدیریت نه شي کولای، خو که دا هرڅه واردمخه تنظیم کړئ او د یوه پلان له مخې یې ترسره کړئ، ماغزه مو هم پرې بریالي کېدای شي.

د کابل په صدارت څلور لار کې چاودنه کیږي، په وزیر اکبرخان کې ځانمرګی نیول کیږي، په عیدګاه جومات کې ډزې تبادله کیږي او په څو نورو سیمو کې نور ترهګریز بریدونه کیږي، د کورنیو چارو وزارت سملاسي دا ټول نه شي کنټرولولای، خو که واردمخه کشف او پلان ولري، د بحران کنټرول ورته اسانه دی. ستاسې مغز هم له داسې یوه حالت سره مخ کیږي. فکر مو سیاسي وضعیت خراب کړی، په کور کې مو لفظي شخړه کړې او فکر مو جوړ نه دی، څو نورې داسې فکري او ذهني اندېښنې در باندې مسلطې دي. په مغزو کې مو یو بحراني حالت دی. که کنټرول یې نه کړئ، فکري اندېښنې او مخالفتونه مو په فزیکي شخړو او جګړو اوړي.

ستاسې مغز باید د کورنیو چارو وزارت د پلان، کنټرول او قوماندې د مرکز په څېر وي.
د انسان د مغزو سلولونه له ستورو ډېر دي. کېدای شي له سل میلیاردو ډېر وي. دا ټول په خپلو کې کار کوي او د انسان فکر، احساس، چلند او نور اعمال تنظیموي. د مغزو هره برخه یو ځانګړی چلند کنټرولوي. د مغزو کوزنۍ برخه تاوتریخوالی، تشریفات او دې ته ورته نورې چارې کنټرولوي. د منع خشونت او تشریفاتو د رییس په توګه دنده اجرا کوي. منځنۍ برخه یې عواطف، جنسي غریزه او دا وړ نورې چارې او قشر یې پلان او ابتکار کوي. ماغزه که مرکزي قومانداني وګڼئ، د مغزو قشر یې قوماندان دی، چې همغږي راولي.

تاسې باید د دې قوماندانۍ او قوماندان د پلان برخه په کار واچوئ او فعالیتونه یې منظم کړئ. که دغه مرکز او قومانداني خپل فعالیت د ورځني پلان او قوي مدیریت له مخې پیلوي، ستاسې ټول فعالیتونه به واردمخه کنټرول شوي وي. د ټولو چارو ترمنځ به مو همغږي وي او هېڅ کار به نه درنه خرابیږي. بیا به مو څه له یاده هم نه وځي او نه به مو د فکر او اعصابو ګډوډي فزیکي غبرګون ته اړ باسي.

نن سبا د فکر او ذهن ډېرې چارې نوې ټکنالوژي پرمخ وړي. ضرب، تقسیم، کسر او … ستاسې د حساب ماشین کوي. اوس خو په موبایلونو کې هر ډول سهولت راغلی. کمپیوټر ډېر هغه څه کوي، چې پخوا به انساني مغز کاوه. خو که غواړئ، چې له ټکنالوژۍ سره مل ستاسې ذهن او فکر هم شډل پاتې نه شي، په کار یې واچوئ. کار ترې واخلئ او ټنبل او تیارخور یې مه روږدی کوئ. څومره، چې تاسې له خپل فکر، ذهن او خپلو مغزو کار اخلئ هومره مو حواس فعال پاتې کیږي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب