خپل کوچنيان څه ډول د ميډيا له فساد څخه وژغورو؟

څه ډول کولای شو خپل کوچنيان د رسنيو او ميډيا له جګړې څخه خوندي وساتو؟ که تلويزون و نه ګورو يا انټرنيټ و نه کاروو، نه شو کولای تازه معلومات تر لاسه کړو، او که بهرني چينلونه ګورو يا انټرنيټ کاروو، حتماً له بېکاره تصويرونو سره مخ کيږو. په دې اړه لارښوونې څه دي؟

کوچنيان د الله له لوري ډالۍ ده، ځکه نو بايد ميندې او پلرونه تر خپل وروستي وسه هڅه وکړي چې خپل اولادونه له اسلامي اخلاقو او لارښوونو سره سم را لوی کړي. دا پر ميندو او پلرونو د خپلو اولادونو حق دی چې هغوی ته د سمې لارې ښوولو او له هر ډول بديو څخه د ژغورلو له لارې له اسلامي ښوونو سره سم لوی کړي. ميندې او پلرونه بايد هڅه وکړي چې خپل ماشومان خوندي وساتي او د اسلام پر لاره تللو کې ور سره مرسته وکړي.

ياايها الذین امنوا قوا انفسکم و اهلیکم ناراً وقودها الناس و الحجارة علیها ملائکة غلاظ شداد لا یعصون الله ما امرهم و یفعلون ما یؤمرون. التحریم-۶
ای مؤمنانو خپل کور او کهول (د الله په اطاعت کولو سره) له هغه اور څخه وژغورئ چې خس يې خلک او تيږې دي. په دغه اور سخت زړې او زورورې پرښتنې ګومارل شوي چې د الله له امر څخه سرغړونه نه کوي او څه چې (د الله له لوري) ور ته ويل شوي تر سره کوي يې.

په دې اساس، دا د ميندو او پلرونو فريضه ده چې خپلو کوچنيانو ته ښه او بد ور وپېژني، او هغوی ته د معلوماتي بدلونونو د نويو وسايلو د کارونې روا لارې وروښايي.

په دې اړه وتلی اسلامي عالم شيخ عبدالمجيد صبح وايي:
مونږ بايد د خپلو کوچنيانو په طبيعت کې د رسنيو د بدو اغېزو په اړه يو شعوري مقاومت توليد کړو، نه دا چې له ميډيا سره يې اړيکې چورلټې پرې کړو. يا په بل عبارت، په خپلو کوچنيانو کې بايد د دې وړتيا پيدا کړو چې په شعوري توګه د زړه له تله ښه او بد سره توپير کړي، او په دې توګه يې په ناروا کارونو کې له ښکېل کېدو څخه مخه ونيول شي. دا طريقه د هغې خلاف ده چې ماشوم د بهرنيو فشارونو(د مور او پلار له خوا همېشنی بنديز) له کبله په غير ارادي ډول له بدو کارونو څخه ځان ساتي. په لومړۍ طريقه کې مو کوچنيان زده کوي چې حرام څه شی دي، او په دې توګه هغه د دې وړتيا تر لاسه کوي چې په خپله خوښه د رسنيو له بدو پيغامونو څخه ځان وساتي.

your ads

تر کومه بريده چې د مطلق بنديز خبره ده، نو هغه زمونږ او ستاسي په چاپيريال کې ناشونې ده. هيڅوک نه شي کولای خپل کوچنی يا غټ چې په ارادي او شعوري توګه د ښو او بدو توپير نه شي کولای، رسنيو ته له لاسرسي څخه بند کړي، ځکه چې رسنۍ هر وخت، او د نړۍ په هر ګوټ کې خپرې دي. (د فشار لاندې) له رسنيو څخه د کوچنيانو بندول په هغوی کې په دې اړه نوره لېوالتيا او تمايل پيدا کوي.

دې پېښې ته ځير شئ. يو سړی رسول الله صل الله علیه و سلم  ته راغی او له ښځو څخه د اغېزمنېدو په اړه يې ترې پوښتنه وکړه. رسول الله صلی الله علیه و سلم ور ته وفرمايل: (د نامحرمې ښځې د لېدو په صورت کې دې) سترګې بل لور ته واړوه.

د دې حکم له پاره دوو شيانو ته اړتيا ده:
الف: له خلکو سره ګډوالي او اختلاط ته لېوالتيا
ب: هغه څه چې د سترګو د اړولو لامل ګرځي، هغه داخلي شعوري مقاومت دی.
په همدې توګه ګورو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  خپل اصحاب په عبادت کې د احسان پر اصولو روزلي وو. په دې اړه يې فرمايلي: په داسې ډول د الله جل جلاله عبادت کول لکه چې الله ګورې، که ته يې نه شې ليدلای، الله خو دې ګوري. (البخاري)

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

سرچينه: اسلام انلاين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب