داسلامي خوځښت ځانګړتياوې

له کله نه چې په اسلامي نړۍ کې ويښتابه راوزيږيده ، او مسلمانان له خپل درانده خوبه راويښ شول، له هماغه پيله  نړيوالو اسلامي خوځښتونو وخت تر بله د مسلمانو ټولنو رهبري او لارښوونه په غاړه درلوده، او د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې يې د مسلمانانو پام  د خپلو مسـؤوليتونو په لور راا ړولى دى، په دې لړ کې اسلامي حرکت هم په خپل مسير کې د انحراف يا د ولسونو له  بې باورې  څخه د ځان ژغورلو لپاره يو لړ ځانګړنې خپلې کړي دي، چې له يوې  خوا د کار استمراريت وساتي او له  بله پلوه  مسلمان ولس د يو سالم بدلون په لور رهبري کړي . دا دى مونږ دلته  دغه ځانګړتياوو ته په لنډه توګه اشاره کوو، تر څو د دې لارې   لاروي هم په پوره بصيرت  او د پوهې  پر اساس خپل قدمونو د خپل هدف په لور پورته کړي.

لومړى:
دحکومتونو، د موجوده  سياسي ليډرانو اولوړپوړوچارواکو له تسلط څخه ليري والى:
که څه هم دا يوه طبعي خبره ده چې د اسلامي حرکت افراد، د حکومت کولو استعداد لرونکي او سياست پوهان دي خو لدې سره  د يوه اسلامي خوځښت په توګه بايد له موجوده نظامونو او سياست والو څخه ليري وي ،ترڅو  له اسلامي حرکت څخه  څوک بده ګټه پورته نکړي اوتجارت خانه  ترې جوړه نشي او بله دا چې دتجرد،صدق او اخلاص صفت پکې په خپل ځاى خوندي  پاتې شي.

دوهمه:
په کاراوپه عمل کې له تدريج څخه کاراخستل:
دا ځکه چې په ننني پيرکې  د اسلام لپاره کار کول، کوم اسان کار ندى ، خورا اوږده موده  کار غواړي، موخې او اهداف يې ډيرلوړ اوستردي، لدي کبله په دغه اوږد مزل کې تدريج په نظرکې نيول  اوهرپېر او  مرحلې ته خپل  حق پوره ورکول او بيا ګام په ګام خپل کار ارزول  خورا ضروري کار دى او له دې پرته  اسلامي خوځښت  خپلو  مطلوبو موخو او اهدافو  ته نشي رسيداى،امام حسن البناء(رحمه الله تعالى) وايي : اسلامي دعوت درې پړاوونه لري:
١: د تعريف مرحله: هغه دا چې اسلامي فکراونظريه په ټولنه کې خپره شي تر څو خلک اسلام او د اسلامي نظام  بيلابيلې برخې  په ښه توګه وپېژني.
٢: دتکوين مرحله: او هغه دا چې صالح افراد راچاڼ کړل شي، ترڅو دجهاد اومبارزې بار پورته کړي او يو له بل سره منظم شي، افراد بايد د دعوتي نظام په دې مرحله کې له روحي پلوه  سوچه لکه صوفيان وي اود عمل په  ډګرکې  بايد ديوه خالصه اوسوچه   عسکري نظام،  د عسکرو په  څېر  وي.
په دې   مرحله کې له اسلامي خوځښت  سره يواځې هغه څوک يوځاى کېداى شي چې اوږد  جهاد اومبارزې ته په حقيقي توګه چمتو وي ، د داسې شخص تر ټولو لومړنۍ نښه ، په پوره توګه سمع او طاعت کول دي.
٣:  د تنفيذ مرحله: د دعوت او بلنې دا پړاو سر تر پايه  دالله تعالى په لارکې جهاد،مبارزه ،هراړخيزه سرښندنه ،قرباني اومتواصل او پرله پسې کار او عمل ته اړتيا لري ،ترڅوخپل ټاکلي هدف ته ورسيږي،دا پړاو د امتحان او ازميښت پړاو دى، چې  دغه کار ته  پرته له صادقو او ريښتينو اشخاصو څخه بل څوک نشي ټينګيدلاى، په دې مرحله کې هم پرته له کامل اطاعت څخه هدف ته رسيدل  او لاسته راوړنې امکان نلري .

دريمه:
عملي کارته پرنظرياتوباندې ترجيح او وړاندې والى ورکول:
دا ځکه  چې  په  بنسټيزه  توګه  په  اسلام کې دې لورې ته زياته پاملرنه شوېده،او بل دا چې د ريا او ځان ښودنې بوى پکې کميږي.  په همدې توګه هغه غټې غټې خبرې چې ترشايې عمل نوي نورخلک لاپه نفرت اوکرکه کې اچوي.

څلورمه:
اوږدمهالى سياست غوره کول:
دا ځکه چې مسئوليت ډيردروند دى او پايلې او عواقب يې هم ډير درانده دي،مزل ډيراوږد دى  اوعمل کول هم څه اسان کارندى ، دالله په لارکې جهاد،مبارزه اوسرښندنه کوم اسان کارندى،هغه څوک چې په دې لارکې قدم پورته کوي بايد خپل نفس يې  په پوره توګه تيارکړى وى اوځان يې هرراز تکليفونو اوقربانيوته چمتوکړى وى، په دې اړه الله تعالى داسې فرمايلي دي:
أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ   وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ)
نوله همدې امله بايد دعوت په بصيرتمندانه توګه ترسره شي ، له پخلي مخکې  بايد له ونې څخه ميوه راونه شکول شي، په دې مطلب هلته سړى پوهيږي چې داخبره درک کړي چې اسلامي حرکت د يوې سترې موخې اوهدف لپاره وسيله ده،که چيرې دا هدف د دوى په لاس متحقق شو نو د الله تعالى حمد اوثنا دې بيان کړي اوکه چيرې د ده په لاس په دنياکې پرې څه نتيجه مرتبه نشوه نونه دې په شک اوشبهه کې اخته کيږي اونه دې ناهيلى کيږي ځکه چې ده خپل مسئوليت ادا کړ اوخپل فرض يې ترسره کړ. نصرت خو د الله تعالى په اختيارکې دى
وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (الإنسان30)

پنځمه:
له غيرشرعې وسائلوڅخه کارنه اخستل:
يوه اصطلاح ده چې: ( الغاية لاتبررالوسيلة)  پاک هدف هيڅکله وسيله نشي پاکولى، له همدې کبله له هرډول وسيلې څخه کاراخستل اوهدف ته پرې رسيدل د غيراسلامي تنطيمونو او ډلو کارکيداى شي، خو اسلامي حرکت دغه تګلاره نشي خپلولى، ځکه چې دلته خو په همدې وسايلو اجر او بدله ورکول کيږي ، نو هغه بايد شرعي او پاکې وي.


ماخذ:
ماذا يعني انتمايي للاسلام د استاذ فتحي يکن ليکنه.

امين الله ازروه وال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب