داسلام نه مخکې د جاهليت دوران څو نمونې

ټولنيز حالت :

دحضرت بی بی عايشی (رضی الله عنها) نه روايت دی : دجاهيلت په دوران کی نکاح په څلور ډوله وه .

لومړی ډول نکاح :

داډول نکاح د اوسنی نکاح په شان وه چه یوه سړی به دبل کس لور یا خور….او غوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یی تړل کيده .

دوهم ډول نکاح :

هغه داسی وه چه کله به د کوم سړی ښځه له حيض څخه پاکه شوه نو ميړه به یی ورته ويل لاړه شه له فلانی سړی سره يوځای شه (زنا ورسره وکړه)اوخپل ميړه به تر هغه نه ورسره یو ځای کيده ترڅو به یی له هغه بل سړی حمل نه ؤ څرګند شوی چه دا نکاح د استبضاع په نوم هم ياديدله يا صرف د اولاد پیدا کيدو لپاره تر سره کيده .

دريم ډول نکاح :

داسی وه چه له یوی ښځی سره به تر لسو کم کسان یوځای کيدل او کله به چه ښځه حامله شوه او بیا به یی اولاد پيدا شو نو ورسته به یی ټول کسان را وغښتل ، هيچا سرغړاوی نه شوای کولای ښځی به ورته ويل پوهيږی چه څه م ووکړل دا دی زما اولاد پيدا شو ، نو دا ستا زوی دی ای فلانيه ، له هماغه کسانو به یی د کوم نوم واخيست ،دا ماشوم به نور د هغه سړی شو .

څلورم ډول نکاح :

دا ډول نکاح داسی وه چه ذيات شمير خلک به له يوی فاحشی ښځی سره يوځای کيدل هغه داسی فاحشی وی چه دکورونو په دروازه به یی جنډی درولی وی تر څوخلک پوه شی چه دا د فاحشی کور دی او بی تشويشه ورشی ،خو کله به یی چه اولاد پیدا شو نوبيا به یی څيره پيږندونکی راوست او هغه به د خپلی تجربی له مخی دا ماشوم یوه کس ته منسوبوه.

داسی هم پښيدل چه خلکو به د توری او نيزی په زور پردی ښځی د ځان کولی .
دجاهليت په دوران کی د ښځو لپاره کومه شميره نه وه، هر چا حق درلود بی حسا به ښځی ولری . همدارنګه زنا او شراب دومره زيات وه چه د هری طبقی خلک ورباندی مبتلا وؤ.
د اسلام د ستر لارښود حضرت محمدص په رسالت سره دغه ټول ډولونه له منځه ولاړل پر ځای يی یوازی اسلامی نکاح مينځ ته راغله .
چه اوس مهال هم په کفری نړی کی که څه هم د بشر او ښځی حقوقو ناری یی ډیری  دودی دی دغه ډول وحشت دوام لری .

دلوڼو ژوندی خښول :

داسی پلرونه هم وو چه خپلی لوڼی به یی دشرم يا فقر له امله  ژوندی تر خاورو لاندی
کولی ، خودهلکانو وژل خو ځکه کم وو چه هغوی به تل په جګړه کی بند وو .ددوښمن دمقابلی لپاره یی ځامنو ته ذيات ضرورت درلود .
حضرت عمر فاروق يوه ورځ د صحابوو په مجلس کی لومړی سخت وژړل بیا یی ورسته وخندل .ملګرو یی ورڅخه پوښتنه وکړه ستا د ژړا او خندا وجه څه وه ده مبارک ورته وویل لومړی خو می ځکه وژړل چه دجاهليت په دوران کی می يوه لور وه کله می چه ژوندی خښوله په ږیره کی می د قبر خاوری لويدلی وی ماشومی لور می په په وړوکيو لاسونو  هغه په ډيره مينه سره زما له ږیری پا کولی .اوما هغه په ډیره بی رحمی سره تر خاورو لاندی کړه .اوس چه کله را ياد شی نو وژاړم . او ومی خندل ځکه چه د جاهليت په دوران که به چه کله په سفر روان شوو دخرما څخه جوړ شوی خدای (بت) به هم راسره وو د هغه به مو عبادت کولو ،خوکله به چه وږی شوو نو بیا به مو خپل خدای وخوړ .نو هغه حالت چه راياد شی وخاندم چه څومره جا هليت وو .

اقتصادی حالت :

دعربو اقتصادی حالت اونظام د هغوی د ټولنيز نظام تر کلکی اغيزی لاندی ؤ ،ددوی د ژوندنيو اړتياوو د پوره کولو تر ټولو ستره وسيله تجارت ؤ. او دا خو ښکاره ده چه د تجارت لپاره امن ضرور وی چه امن نه وی نو تجارت به څ نګه تر سره کيږی ،هغه وخت امن او امان خو بالکل نه وو ، ټول وخت به خپل منځی جګړی وی چه يوازی د حرام په مياشتو کی بندیدلی او په همدی میاشتو کی دعربو مشهور بازارونه لکه عکاظه ،ذی المجاز ،مجنته او نور پرانستل کيدل د عربو ټولی ښځی به په سنی اوبدلو او جوړولو بوختی وی ،خو څرنګه چه هر څه په جګړو کی په مصرف رسيدل نو ځکه خلک له لوږی ،فقر او بی وسی سره لاس او ګریوان وو.

اخلاق :

هيڅوک لدينه انکار نه شی کولای چی دجاهليت پیروان دډیرو سپکو اخلاقو ،خرابو عاداتو او رواجو درلودونکی وو، خو لدينه هم انکار نه شی کيدلی چه دوی لدی سره سره ځنی ښه صفات، عادات او رواجو درلودنکی وو. لکه سخاوت ، وفاداری ،ذلت او سپکاوی ته نه تسليميدل ،کلکه او پخه اراده ،حلم بردباری او سنجدګی ،اوداوسنی زمانی له چل اوفريب څخه پاکه ساده ګی د دوی له ښو صفتونو څخه وو .
او د پورته ښه اخلاق او صفات ددی سبب شول چه الله( ج)  دا عربان د رسالت د درانده پیټی د اوچتولو او بشری نړی د لاښوونی او مشرتابه لپاره انتخاب کړل .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب