داسلام نه مخکې د جاهليت دوران څو نمونې

ټولنيز حالت :

دحضرت بي بي عايشې (رضی الله عنها) نه روايت دئ : د جاهيلت په دوران کي نکاح په څلور ډوله وه .

لومړی ډول نکاح:

داډول نکاح د اوسنی نکاح په شان وه چي یوه سړی به دبل کس لور یا خور….او غوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یې تړل کېده .

دوهم ډول نکاح :

هغه داسي وه چي کله به د کوم سړي ښځه له حيض څخه پاکه سوه نو ميړه به یې ورته ويل ولاړه سه له فلاني سړي سره يوځای سه (زنا ورسره وکړه)اوخپل ميړه به تر هغه نه ورسره یو ځای کيده ترڅو به یې له هغه بل سړي حمل نه ؤ څرګند سوی چي دا نکاح د استبضاع په نوم هم ياديدله يا صرف د اولاد پیدا کيدو لپاره تر سره کيده .

دريم ډول نکاح:

داسی وه چه له یوی ښځی سره به تر لسو کم کسان یوځای کيدل او کله به چي ښځه حامله سوه او بیا به یې اولاد پيدا سو نو ورسته به یې ټول کسان را وغښتل ، هيچا سرغړاوی نه سوای کولای ښځي به ورته ويل پوهيږئ چي څه مووکړل دا دی زما اولاد پيدا سو ، نو دا ستا زوی دی ای فلانيه ، له هماغه کسانو به یې د کوم نوم واخيست ،دا ماشوم به نور د هغه سړی سو .

څلورم ډول نکاح:

دا ډول نکاح داسی وه چه ذيات شمير خلک به له يوی فاحشی ښځی سره يوځای کيدل هغه داسی فاحشی وی چه دکورونو په دروازه به یی جنډی درولی وی تر څوخلک پوه شی چه دا د فاحشی کور دی او بی تشويشه ورشی ،خو کله به یی چه اولاد پیدا شو نوبيا به یی څيره پيږندونکی راوست او هغه به د خپلی تجربی له مخی دا ماشوم یوه کس ته منسوبوه.

داسی هم پښيدل چه خلکو به د توری او نيزی په زور پردی ښځی د ځان کولی .
دجاهليت په دوران کی د ښځو لپاره کومه شميره نه وه، هر چا حق درلود بی حسا به ښځی ولری . همدارنګه زنا او شراب دومره زيات وه چه د هری طبقی خلک ورباندی مبتلا وؤ.

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمدص په رسالت سره دغه ټول ډولونه له منځه ولاړل پر ځای يی یوازی اسلامی نکاح مينځ ته راغله .
چه اوس مهال هم په کفری نړی کی که څه هم د بشر او ښځی حقوقو ناری یی ډیری دودی دی دغه ډول وحشت دوام لری .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب