داسلام پيغمبرپه څنگه وخت کي راغی؟

کله چې الله پاک داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم دانسانانودلارښوونې لپاره دُنياته  راولېږی،په دغه وخت کي  دزمکي  اوسېدونکي ددين اوعقيدې په اعتبارسره دوه ډلې وو.
۱:اهل کتاب(هغه څوک چې اسماني کتاب ته يې نسبت کي دی.)
۲:زنادقه(هغه کافران چي اسماني  کتاب ته يې نسبت نه کي دی.)
په دغودووډلوکي   اهل کتاب  ترخپلي مخالفي  ډلي غوره وو.
خواهل کتاب په خپل منځ کي بېرته په دوو ډلووېشل کي دل:
۱:مغضوب عليهم(هغه څوک چې دالله پاک له لوري ورباندې غضب شوی  وو)
۲:ضالين(هغه څوک چې دالله پاک له حقې لارې بې لارې شوي وو)
دالله په غضب اخته ډله يهوديان وو،چې په دوی کي  دغه عادتونه ډېرپه پوره پيمانه سره موجودوو:
۱:دروغ ويل.
۲:تُهمتونه،بهتانونه اوپه ناسمه توگه تورونه په بې گناه کسانولگول.
۳:دوکي ،چمونه اودناروا کارونود حلالولپاره حيلې اوبهانې جوړول.
۴:دپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام داسې ناحقه وژل چې دوی هم پوهېدل چې داوژنه موږناحقه کوو.
۵ :حرام خوړل، په ځانگړې توگه رشوتونه اوسودونه کول.
۶:بغض اوعنادپه ډېره لوړه کچه موجودوو.
۷:همدارازحسداوکينه هم  ډېره زياته وه.تقريبًااکثره بد عادتونه په دوی کي  موجود وو،دالله پاک له رحمت اومهربانۍ څخه ډېرلرې اودالله قهراوغضب ته ډېرنږدې  بلکي ورباندي اخته شوي وو.
همدارازکوډگري په دوی کي  وه،داسې بې کاره خلک ووچې له خيراوفایدې څخه ډېرلرې اوخالي وو.
سره ددې چي په حقيقت به پوه شول،خوليکن بيابه يې دضداوعنادله کبله حق نه منلو،داځکه چې په دوی کي  دننه خباثت موجودوو،تکبراولويي پکي  ډېره زياته وه او دا به یې ویل  چې موږخوپوه خلک يو،موږڅنگه دبل چاخبره ومنو! ځکه ددې خودامطلب دی چي موږنه پوهېږو،بل څوک موږ ته ښوونه کوي  نوځکه دحق منلوته نه تيارېدل.
په اهل کتابوکي  دوهمه ډله  ضالين اوبې لاري وو،دوی په تثليث عقيده لرله،دصليب عبادت يې کاوو،الله پاک ته يې ښکنځل کول،داسې ښکنځل چې ددوی په څېربل چانه وي کړي.
دوی دالله پاک له توحيدڅخه منکروو،دوی دالله پاک په هکله له حق څخه اوښتي وو،دايې نه ويل چې الله پاک داسې ‌ذات دی چې هيڅ ډول شريک اوساری نه لري،بې نيازه اوبې پروا دی،نه له ده څخه څوک پيداشوي اونه دی له چاڅخه زېږدلی دی،دی له هرډول عيبونواونقصاناتوڅخه پاک اودکمال په ټولوصفتونوسره متصف دی.
بلکي  برعکس يې داسې ويل :چي الله پاک د دریووخدايانوله جملې څخه  يودی،بي بي مريم عليهاالسلام دده مېرمن ده،(العياذبالله)مسيح يې زوی دی اوالله پاک له خپلې څوکۍ څخه راکوزشو،دخپلي مېرمنې په نس کي  ننوت اوبيادنياته راغی تردې چې ووژل شواوپه زمکه کي  ښخ کړل شو، ترمرگ درې ورځې وروسته بياراژوندی شواواسمان ته پورته شو.
ددوی دين دادی چې دصليب عبادت کوي اوله هغوانځورونوڅخه چې په سرواوزېړورنگونوسره دکليساووپه ديوالونوکي  جوړشوي وي،دُعاگانې اودخپلوستونزوهواری غواړي.
ددوی دين دشرابوڅښل،دخنزير(سرکوزي)دغوښې خوړل،دختنې نه کول، اوکول يې حرام گڼلاودډېروحرامواومرداروشيانوحلال گڼل دي .
دوی حلال هغه بولي کوم چي ددوی پاپ ورته حلال کړي اوکوم چي هغه حرام کړي هغه حرام بولي،دين يې هغه دی کوم ته چې پاپ دين ووايي،هغه دوی ته گناوې وربخښي اوهغه يې لهاوره  ژغوري.
داخودهغه چاحالات وو چې اسماني کتاب ورسره وواوپه هغه زمانه کي  بزرگان دوی وو اوځانونه يې دجنت يوازيني مستحقين گڼل.له دوی څخه پرته هغه ډلې چې اسماني کتاب ته يې نسبت نه کي ده،لکه مجوسيان اونور….
ددوی حال تراهل کتابوډېرخراب وو،تردې چې په دوی کي  دموراوخورسره نکاح کول رواج وو.
ځينوداوراورڼاعبادت کولو،ځينودنورومخلوقاتو.
په دوی کي شرک،دپيغمبرانودروغجن بلل،له اسماني شريعتڅخه په بشپړه توگه انکاراوسرغړاوی،له قيامته اوله دوهم ځلي ژوندانه څخه انکارکول اوداسې نورډېرزيات ناوړه کارونه اوناروا خويونه موجودوو.
نوپه داسي حالاتوکي الله رب العالمين پرخپلوبندگانوباندې لوی احسان وکړچې خپل اخرنی اوسپېڅلی پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې دُنياته راولېږلو،دُنيايې دده په مبارک راتگ سره منوره اوروښانه کړه اوټول غلط کارونه،ناروادودونه اوباطلې عقيدې يې ردکړلې اوپرځای يې يوداسې دين دُنياته دالله پاک له لوري راوړ ، چې ترقيامته پورې دټول انسانيت لپاره دنېکمرغۍ اوبري ضامن اوپه هره معنی پوره اوکامل دين دی.
درسول الله صلی الله عليه وسلم دُنياته راتگ دانساني تاريخ يوه ډېره په زړه پورې اوډېره لويه واقعه وه، چې تردې بله لويه دخوشحالۍ اومبارکه واقعه ، دزمکي  پرمخ باندې نه ده پېښه شوې.
الله جل جلاله په قرآن کريم کي  فرمايلي دي:لقد من الله على المؤمنين إذ بعث فيهم رسولا من أنفسهم يتلو عليهم آياته ويزكيهم ويعلمهم الكتاب والحكمة ويعلمكم ما لم تكونوا تعلمون *(سوره آل عمران:۱۶۴)
(يقيناًپرمومنانو الله پاک احسان کړی، کله چې يې په دوی کي  خپله له دوی څخه يوداسې رسول راولېږلو چې دوی ته دالله تعالی اياتونه بيانوي اودویله بدوکارو(ناوړواخلاقو اوغلطوعقيدوڅخه) پاکوي،اودوی ته کتاب(قرآن کريم)اوپوهه(حديث)ورښيي،اويقينادوی له دې مخکي  په ښکاره بې لارۍ کي  وو.!!)
يعني درسول الله صلی الله عليه وسلم دنُياته په رالېږلوسره الله پاک پرمومنانوباندې لوی احسان وکړ، ځکه چې دده په ذريعه يې مومنان له تاريکيوڅخه راوايستل اودهدايت اورُشدلاريې ورته واضحه کړه.نوبايدچي ددې نعمت شکراداکړواوقدريې وکړو.
ددې نعمت شکراوقدرپه دې توگه اداءکي ږي چې خپل ژونددالله پاک دپيغمبرصلی الله عليه وسلم په تابعدارۍ کي  تېرکړواوخپل شکلونه،جامه،ناسته ولاړه اوخپل ټول حرکات اوسکنات دنبوي ارشاداتوموافق وگرزوو.
اوهمدادده صلی الله عليه وسلم دراتگ مقصددی چې انسانان بايدپه ده پسې دژوندپه تېرولوکي  اقتداء وکړي.څوتلپاتې نېکمرغي اوبرياليتوب يې په برخه شي.
بايدموږ داسي وکړوچې ټول عمردنبي عليه السلام مبارکوطريقوته پاملرنه وکړو،دانه چې يوازې  دربيعُ الاول په مياشت کي  ددوولسم په ورځ يې يادکړواونور وخت موورته پام نه وي ځکه دنبي عليه السلام لارښوونې دژوندانه دهراړخ اوهروخت سره تعلق لري اوپه هروخت کي  بايدمسلمان ورته پاملرنه وکړي همدادبري لارده که موداسي وکړل نوانشاءالله تلپاتې نېکمرغي اوخوشحالي به موپه برخه شي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب