دالله جل جلاله دنامه څېړنه

د الله جل جلاله د نامه څېړنه:
الله، معبودبحق، اصله (أله) دخلت علیه (أل) ثم حذفت همزته وادغم اللامان.
الله ومعبوبرحق ته ویل کیږی، دالله نوم په اصل کی (أله)ؤ، چې وروسته (أل) پرداخل شو یعنی (أل أله) شو، دوه لامان سره یوځای شول، چې ددوی دادغام له کبله همزه ولاړه او(الله) ورڅخه جوړشو.
اللهم: کلمة تستعمل فی النداء مثل، یاالله
د(اللهم) کلمه دنداء لپاره استعمالیږی، چې کله موږوالله ته خپل اوازکوو لکه (یاالله).
اوس داجوته شوه چې د(الله) نوم دالله جل جلاله لپاره اسم ذات دی، اودمعبودبرحق په معناسره دی، چې دالفظ دهیچالپاره نشی استعمالیدلای، بیله معبوده برحق الله جل جلاله څخه، داچې په قران کریم کی الله جل جلاله ۹۹ نومونه لری دالله څخه ماسوانور ټول ئې صفات دی، لکه الرحمن، الرحیم، الملک ، القدوس، السلام، المهیمن، العزیز، الجبار، المتکبر اوداسی نور….
دالله جل جلاله نوم په قرآنکریم کی (۲۶۹۷) ځله راغلی دی، اود(اللهم) ۵ ځلی راغلی دی.
داچې الله جل جلاله یواځی د(الله) نوم پرخلکو، پاڼو، میوو، ډبرواونورڅیزونوکی ښکاره کوی یوه وجه ئی داده چې دادمعبودبرحق اسم ذات دی اودانوم یواځی اویواځی په یوه رب پوری ځانګړی دی اوبس. په نړۍ کی ډیرانسانان شته دی چې دشیطان، دمار، دموږکانو، دبیزوګانو، ستورو، لمر، اوبوتاتوعبادت کوی وهغوته دوی الله نه وایی بلکې یوځانګړی نوم ورته لری، چې دوی به ورته دیوه شی متصرف، واکمن، دجنت پلار، دبخت څښتن اونورنومونه ورته لری، داچې له دوی سره مشابهت رانشی نوځکه رب العزت خپل اسم ذات (الله) ښکاره کوی.

د الله جل جلاله د نامه د ذکر ګټې:

۱: هرورځ په یوزر(۱۰۰۰) ویلوسره دویونکی یقین بشپړجوړیږی.
۲: دجمعې په ورځ ترلمانځه دمخه چی سړی پاک وی اوپه خلوت کی وی اودالله ذکروکړی که هرڅومره ستونځمن مقصدئې وی الله جل جلاله به ئې ورته اسانه کړی.
۳:دهرلمانځه وروسته دالله جل جلاله دنامه ویونکی دکشف خاوندکیږی.
۴:که چیری دالله جل جل له نوم (۶۶) ځلی ولیکل شی اوبیاپه اوبوکی ونستیږل شی اویوه ناروغه ته ورکول شی نوالله جل جلاله به شفاء کامله ورپه برخه کړی.
۵: که یوڅوک دالله جل جلاله سره مینه لری دالله دنامه ذکرکوی اودذکرپه پای کی (هوالله الرحیم) ووایی نودهغه ایمان به دشیطان له منګولواوشره به په امن کی وی.
۶: که چیری یوڅوک (۱۰۰۰) ځله (یاالله هو) ووایی نوالله جل جلاله به ئې دایمان نورزیات کړی.
۷:کوم څوک چی دجمعې په ورځ دمازیګردلمانځه څخه ورسته مخ پرقبله کښینی ترماښامه پوری (یاالله یارحمن) ووایی بیاچی له الله جل جلاله څخه هرمشروع شی وغواړی الله جل جلاله ئې ورکوی.
بله وجه داده چې (الله) په عربي ژبه کی ورته وایی اودعربې ژبې فضیلت پرنوروټولو ژبوباندی په اسلام کی ښکاره ده، اوهغه داچې:

عربي ژبه د قرآن ژبه ده

دځمکې پرمخ عربي ژبه یواځنۍ ژبه ده چې پرنحوي اوصرفي اوصولواوبنسټونو باندی جوړه ده، داژبه دومره فصیحه اوپراخه ژبه ده که چېری موږپه پښتوکی وآس ته یونوم لرونوپه عربي ژبه کی ترسلوزیات نومونه لری، که چیری وزمری ته موږیونوم (زمری) لرونوپه عربي کی تر۳۰۰ زیات نومونه لری، وبل لورته دعربي ژبې هرتوری وځانته ریښه اوبنسټ لری، دبیلګې په ډول سره قلم رااخلو:
– (قَلَمَ) دپریکولوپه معنادی لکه په عربی کی چې وایی، قلم الشئ، دیوشی پریکول
– (قَلَّمَ) لږلږپریکول
-(اَلقَلَمُ) دلیکلوقلم، ترڅوچې وتراشل شی اوجوړشی، اوکه جوړنشی نوورته (قصبة اویراعة) ورته وایی.
– (قَلَمٌ) داهغه قلم دی چی جوړشی اولیکلوته چمتوشی.
اوکه موږ و بین المللی ژبې انګلیسي ته راشونوهغه تر۱۲ زیاتو ژبو څخه جوړه شوی یوه ژبه ده، چې زیات هغه توری چې ریښه لری ویونانی ژبې اویا و نورو ژبو ته ځی، همداوجه ده چې انګلیسی ژبه په لیکلو اولوستلوکی ستونځې لری اوګرامرئې هم دستونځوسره مخامخ دی، وبل لورته که موږدعربي ژبې وګرامر(پښویه، صرف اونحو) ته راشونوعربي ژبه کی یوقانون موجوددی دبېلګې په ډول (کل فاعل مرفوع)یعنی هرفاعل به رفع لری، داپه ټوله عربي ژبه کی شتون لری برعکس داسی نه ده لکه دانګلیسی ژبې ګرامرچې په ټوټو دی اویوه لوی بنسټ نلری، داځکه چې دلته په انګلیسي ژبه کې چې دهرې ژبې توری استعمالیږی دهغې ژبې داصولواوګرامر مطابق په انګلیسي ژبه کې هم استعمالیږی؛ چې دا احقر راتلونکی کتاب (په انګلیسي ژبه کې تلفظ )درسره وګوری چې ډیرژربه چاپ شی انشآء الله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب