دانټرنېټ له لارې د الله تعالى لورته بلل

د الله تعالى لورته د ديني پوهې په رڼا كې د خلكو را بلل تر ډېرو كارونو غوره كار دى، چې يو مسلمان ورور خپل وخت او ځان ور باندې مصروف وساتي، دا ځكه چې دا د پيغمبرانو او انبياوو عليهم السلام دنده ده.

الله تعالى فرمايي:

((ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتي هي أحسن إن ربك هو أعلم بمن ضل عن سبيله و هو أعلم بالمهتدين)) (۱۲۵) سورة النحل

راوبوله ستا د پروردګار لارې ته په پوهنه او هوښيارۍ او په ښه ښكلي نصيحت سره او له دوى سره په هغه طريقه مباحثه كوه چې ډېره ښه وي، الله تعالى په هغه چا ښه خبر چې هغوى د الله تعالى له لارې څخه بې لارې شوي وي او هغه په هغه چا ښه خبر دى چې په روغه لاره تلونكي وي.

(( عن سهل بن سعد رضي الله عنه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقول يوم خيبر والله ﻷن يهدي بك رجل واحد خير لك من حمر النعم)) (صحيح البخاري)

له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خيبر د فتحې په ورځ وفرمايل: زما د قسم په الله تعالى وي! كه الله تعالى ستا په ذريعه يو چا ته سمه لاره وښيي دا تا ته تر- هغو سرو اوښانو غوره دى- كوم چې په عربو كې يې مخكې هم ډېر زيات ارزښت او بيه درلودله او اوس يې هم لري.

د الهي او نبوي ارشاداتو له مخې په هر مسلمان باندې لازمه ده چې د الله تعالى لورته د رابلنې لپاره د انبياوو او مصلحينو اوريښتينو داعيانو كړنلاره تعقيب كړي، او انساني ټولنې ته د اسلام د مبين دين د نېكمرغۍ پيغام ورسوي. په بېلا-بېلو ډګرونو كې د ژوندانه له نوښت سره له خلكو سره د تماس نيولو په طرقو كې هم ډېر زيات بدلون راغلى دى، په تېرو وختونو كې به د داعيانو ګرزندويه ډلې د خلكو د ناستې ولاړې عمومي ځايونو، جوماتونو او بازارونو ته د دې لپاره ورتللې چې هغوى د الله تعالى لورته راوبولي، خود عصري تكنالوژي او نويو پرمختللو وسايلو له كبله د دعوت كار هم بېله بڼه غوره كړې ده، نن ورځ داعي ورور د راديو او تلوېزيون له لارې، د كتابونو د نشر سپارلو له لارې، د مجلو او ورځپاڼو او كيسټونو د خپرولو له لارې ميليونونو انسانانو ته د الله تعالى پيغام اوروي، د الله تعالى لور ته د دعوت لپاره په ورته بڼه دا نړيوال جال (Internet) هم د څو عمده وجوهاتو پر اساس تر ټولو غوره پرختللې وسيله ده.

۱- په بېساري توګه د دې حيرانوونكي تكنالوژي لور ته د خلكو زيات پام:

نن ورځ دا نړيوال جال د هر هغه چا لپاره يو مرجع ګرزېدلى دى چې غواړي د يوې ټاكلې موضوع په هكله څېړنه وكړي، دهر زده كونكي لپاره -كه هغه د مذهبي علومو وي او كه د دنيوي علومو وي- يو د پنا ځاى جوړ شوى دى، په تېرو وختونو كې د اسلام په هكله د بشپړو او صحيح مالوماتو را يو ځاى كول د نړۍ په ګڼو هيوادونو كې يو مشكل كار كڼل كېدى، خو نن ورځ وضعي بالكل تغير موندلى دى ، اسلام د خلكو كورونو، پوهنتونو او بلكې د هغوى مخصوصو اطاقونو ته ننوزي. يو (نېوزيلندي ) ځوان-چي اسلامي نوم يې- احمد دى وايي: چې درې كال كېږي چې د دې نړيوال جال له لارې مسلمان شوى او پلار اومور يې د هغه په مسلمان كېدلو تر اوسه لا نه دي خبر. يوه بله امريكايي پېغله-چې اسلامي نوم يې- جميله دى وايي: د دې جال له لارې مسلمانه شوې ده، دا پېغله د اونۍ په درشل كې د ورځې پر مهال د كار په ځاى كې د دې جال له پاڼوڅخه اسلامي كتابونه چاپوي او د اونۍ په پاى كې د رخصتۍ پرمهال د هغوى په كتنه ورځې او شپې روڼوي.يو مسلمان داعي ورور وايي: چې په هره اونۍ كې ګڼ شمير ليكونه د نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه ورته راځي چې په هغوى كې ځينې د لويديځ هيوادونو د اتباعو وي، چې د اسلام په هكله پوښتنې او ګروېږنې كوي.

۲- د دعوت لپاره د دې وسيلې كم لګښت:

كه يو انسان د د دوو وړكو كتابونو د چاپولو لپاره فكر وكړي، نو په زرونو مبلغ لګښت به يې اټكل كړي او كه هم دغه كتاب د دې جال له لارې خپور كړي نو هېڅ د يادولو وړ لګښت به يې نه وي. نن ورځ زياتره تړيوال شركتونه بې لګښته چوپړ وهي چې د الله تعالى لورته داعيان وروڼه له هم دې چوپړ څخه كار اخېستلى شي.

۳- له دې وسيلې څخه په ډېره اسانۍ سره كار اخېستل:

د دې جال له لارې د الله تعالى لور ته بلل يو دېر اسانه كار دى، چې نه كورسونه او نه شهادتنامو او ……ته اړتيا لري، ډېرو وروڼو په ډېر لږ وخت كې په دې جال يا خو ځانته پاڼې جوړي كړي، يا يې مركې كړي او يا يې ليكنې خپرې كړي دي، او د دې جال په هكله يې پوهنه دومره زياته شوې چې نور خلك يې له هغوى څخه زده كوي.
۴- نړيوال جال داعي ورور ته د علمي مالوماتو د وړاندې كولو فرصت وركوي:

دا جال په زياتره وختونو كې له خلكو سره د مستقيم تماس وسيله نه ده، دا جال داعي ورور ته وخت او مهلت وركوي، د مثال په توګه كه هغه وېده وي يا مسافر وي او يا په څه كار مشغول وي، نو هم خلك د داعي ورور له ليكنو او يا د هغه له هغو پاڼو څخه ګټه اخېستلاى شي چې په هغې كې داعې ورور خپل ديني مالومات ځاى كړي وي. دا هغه خطيب، امام او عالم ته ورته نه ده چې په مسجد كې خلكو ته دين بيانوي، ځكه چې د هغه د خوب، سفر او مصروفيت په وخت كې خلك له څخه استفاده نه شي كولاى، خو ارزښت يې په خپل ځاى شته دى او وي به. په هم دې شكل كه يو څوك در څخه مخامخ د يوې ديني مسئلې پوښتنه وكړي او تا ته د هغې جواب نه وي مالوم نو ضرور به ورته وايي چې ما ته نه ده مالومه، خو كه په دې جال يو څوك له تا څخه پوښتنه وكړي نو هغه تا ته د دې بشپړ مهلت او وخت دركوي چې د هغې مسئلې په هكله مالومات را يو ځاى كړي او يا له يو عالم څخه پوښتنه وكړې او بيا هغه پوښتونكي په جواب وركړې او داسې نور……..

۵- د دعوت په ډګر كې د دې نړيوال جال وچكالي او له هغه د استفادې اړتيا:

د زياتي خواشينۍ ځاى دى كه ووايم چې له دې جال څخه د استفادې په ډګر كې نړيوال له موږ څخه ډېر پرمخ تللي دي او نن سبا مسلمان داعيان وروڼه په هغوى باندې د استفادې د مېتودونو د زده كولو كچكول ګرځوي، او دا يو څرګند واقيعيت دى چې څوك سترګې نه شي پرې پوټولاى.

نوراځئ چې سر له نن څخه وروڼه چې له دې جال څخه ريښتونې ګټه اخېستلاى شي دا هوډ وكړو، چې نور موږ هر ليكونكى د خپل استعداد سره سم لومړۍ د خپلو پښتنو وروڼو لپاره هغه ليكنې پېرزوكړو چې-هم په دنيا او خرت كې هغوى ته يو د خوشحالۍ زيرۍ وركړي او هم مو اسماني رسالت او د دعوت مسؤليت چې د انبياوو كرام عليهم السلام دنده ده-سر ته رسولي وي. نن كه موږ مسلمانان په هر سرنوشت اخته يو، دا زموږ د پوهې طبقې د مسؤليت د نه احساس زېږنده ده، چې هغوى ته سپارلې شوې دنده يې كما حقه سرته نه ده رسولې. الله تعالى ته لاس په دعا يو! چې هغه زموږ تېروتنې راوبخښي او له موږ څخه د ستړي امت او ملت لپاه هغه كار واخلي چې هغه د -الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو تر څنګ-دا ځورېدلي او څپلي په پښو و دروي.(آميـن )

عبد النصير (مرستيال) كندهار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب