داود خان څوک و؟ څنګه واک ته ورسېد؟

داود خان څوک و؟

سردارمحمدداودخان د سردارمحمد عزيز زوى، دسردار يحيى خان لمسى او د پاچا محمدظاهرشاه دتره زوى او اوښى دى، چې په کال ١٩٠٩م کې په کابل کې زيږېدلى دى. نوموړى لاځوان ؤ چې پلار يې د برلين (آلمان) د سفارت د ماموريت په وخت کې د يو محصل لخوا ووژل شو. سردار داودخان په کال ١٩٣٣م کې د پاچامحمد ظاهرشاه له خور ميرمن زينب سره واده وکړ. اووه بچيان يې درلودل چې څلور يې لوڼې او درې يې زامن ؤ. داودخان د ښواخلاقو او ټينګ عزم څښتن ؤ، چې بچيان يې هم دپلار په شان دنيکو اخلاقو څخه برخمن وو. سردار داودخان د افغانستان سره ډېره مينه دلوده، تل به يې جريدې، ورځپاڼې او مجلې لوستلې تر څو د ورځنيو پېښو څخه خبر شي، ډېر وخت يې په اداري او سياسي موضوعاتو کې تېراوه. سردار محمد داوود خان د ودې او پرمختګ پلوی و او هڅه یې کوله چې، افغانستان په سیمه کې د یوه پیاوړي هېواد په توګه مطرح شي. هغه ښه سیاست پوه او ملي شخصیت و او هلې ځلې یې کولې چې؛ د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په رښتیا هم ملي او پیاوړي وي.

داود خان څنګه واک ته ورسېده؟

د ١٣٤٣ل کال داساسي قانون ۲۴ مادې د موادو په اساس د پاچا د کورنۍ هر غړی د صدارت څوکۍ ته له رسېدو بې برخې شو. د دیموکراسۍ د لسیزې په لس کلنۍ دوره کې اجرائیه قوه د پنځو صدراعظمانو (ډاکتر محمد یوسف، محمد هاشم میوندوال، نور احمد اعتمادي، ډاکتر عبدالظاهر او محمد موسی شفیق) له خوا په خپل وار سره اداره او رهبري شوه. د ډاکتر محمد یوسف د صدارت دوهمه دوره په ۱۹۶۵م کال کې تر ټولو لنډه دوره وه، چې څلور ورځې یې دوام وکړ. سردار محمد داودخان په دې وپوهيده، چې د ټاکنو له لارې يې واک ته رسېدل ناشوني شول، د اړتيا او واک ته رسېدو لپاره يې په پوځ کې يوې ډلې له ځان سره ملګرې کړ او د ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په ۲۶ مه په دوو بجو د سردار محمد داؤد خان له لورې کودتا پېل شوه، او په پنځه ساعتونو کې یې د سلطنت کمپله ورټوله کړه. د سهار په اوو بجو د سردار محمد داؤد په وینا سره په هیواد کې سلطنتي نظام ړنګ او پر ځای يې جمهوري نظام اعلان شو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب