دا خواړه د حساسیت مخنیوی کوي

الرجی یا حساسیت یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه ده چې انسان له ډیر زیاتو خنډونو سره مخ کوي. دغه ناروغي د بدن دفاعی سیسټم کمزورتیا له امله رامنځ ته کیږي چې درملنې لپاره يي اړین دی چې انسان پوه شي له کوم څیز سره الرجي لري.

د خاورې، گرد، ځینې خواړه، گلان، ربړ او یا هم له ځینو درملو سره الرجی لرل ډیره زیاته عامه ده چې دغه ناروغي د انسان په پوزه، ستونی، غوږونه او پوټکي باندي اثر کوي.

ځینې داسې خواړه شته چې د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره انسان له دې ناروغی څخه ژغوري چې دلته به مو له ځینو سره اشنا کړو:

۱- مڼه: د ورځې یوه مڼه دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او الرجي مخه نیسي. مڼه د کویرسیتین (quercetin) په نوم یوه ماده لري چې په ځانگړی ډول د الرجی څخه مخنیوي کوي؛

۲- هوگه: الرجي څخه مخنیوی لپاره باید هوګه خپل خواړه یوه اړینه برخه وگرځوئ. هوګه په بدن کې د مختلفو انزایمونو د تولید څخه مخنیوی کولو سره انسان له الرجي څخه ژغوري؛
د هوګې اینټي بایوټیک، انیټې اکسیډنټ او پړسوب ضد خواص به مو د الرجي په موسم کې له ډاکټره وژغوري.

your ads

۳- لیمو: لیمو یو له هغه میوو څخه ده چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. لیمو د ویټامین سي او اینټی اکسیډنټ غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د القلي اندازه نورماله ساتي.

۴- شین چای: له الرجی څخه کړیدونکي باید شین چای خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوي چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. هر ورځ باید دوه گیلاسه شین چای باید وڅښل شي او د لا زیاتو گټو لپاره خپل چاي کې شات او لیمو زیاته کړئ.

۵- زنجفیل: د اینټي اکسیډینټ او پړسوب ضد خواص لرونکي مادو غوره منبع ده او الرجي څخه مخنیوی کوي. د ورځي دوه گیلاسه زنجفیل لرونکی چای څښل به د الرجي سربیره له نورو ډیرو ناروغیو به مو هم وژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب