دبرېښنا دتوليد وساېل څنګه اختراع شول؟

نن ورځ په ټوله نړۍ کښې ډېر ماشېنونه ، اور ګاډی او ډېر څه په برېښنا چلول کېږي . لدې سره سره په کور او دفترونو او دژوند په هره شعبه کې برېښنا ته اړتيا ده. نو اړېنه برېښې چې معلومه کړو چې بريښنا کله او څه ډول اختراع شو؟

دالکتريک کلمه له يونانی کلمې الکترون څخه اخېستل شوی ده . يونانيان له ميلاد نه۶۰۰ کاله وړاندی چې که کهربا په يوه ټوټه مالش ومږلی شي .

نو دکاغذ کوچنۍ کوچنۍ ټوټې ځانته جذبوي . ( الکزاندر رولتا) لومړنی شخص و ، چې برقي بټرۍ يې جوړه کړه او له هغې څخه يې برقي جريان په لاس راوړ . د برقي بټرۍ له اختراع نه څه موده وروسته خلک دې پايلې ته ورسېدل چې حرارت ، نور ، کيمياوي عمليې او مقناطيسي اغيزې کولای شي له برقي جريان څخه په لاس راوړو . دولتا برقي بټرۍ له يوې نلکې نه په يوه مسي صفحه چې دسلفورک اسيد په يو رقيق محلول کې ايښودل شوې وه ، تشکيل شوی و . دهغو سيمونو له اتصال څخه چې دغه نلکه او صفحه يې سره وصل کړي وو، برقي جريان ورڅخه ايجادېده . له دې نه وروسته بيا پرمختللې بټرۍ جوړې کړای شوې ، خو دبرقي جريان په برخه کې انقلابي کار په کال ۱۸۳۱ ميلادي کې (ميشل فارادي) ترسره کړ. نوموړي دا وښوده ، چې که ديو مسي سيم پېچ شا اومخې ته مقناطيس حرکت وکړي ، نو په دغو سيمونو کښې برقي جريان پېدا کېږي . دغې عمليې ته الکترومقناطيسي التقا وايي .

برقي جنريترونه دهمدغې عمليې نه په استفادې سره جوړ شوي دي . لومړنی کامياب جنراتور په کال۱۸۶۷ ميلادي کې په آلمان کې بشپړ شو او له هغې وروسته برقي موټورونه او ټرانسفور موټرونه جوړ شول . دنولسمې پېړۍ په وروستيو کې دنړۍ په ځينو برخو کې کار خانو دبرېښنا دتوليد کار پيل کړ . په کال ۱۸۵۸ ميلادي کې په امريکا کې داوبو له توربينونو څخه بريښنا توليدېدله. تردې وروسته داوبو او حرارتي برېښنا دتوليد لاستونونه (دستګاوې) رامنځ ته شوې . په شلمه پېړۍ کې دهستوي انرژۍ له پراختيا نه وروسته د برېښنا دتوليد ډېرې فابرېکې تاسيس شوې . اوس مهال پوهانو پراخې څېړنې پيل کړي او هڅه کوي داسې نوې طريقې ايجاد کړي ، چې له امله يې هستوي او دلمر انرژي په برېښنا واړوي او په دې ترتيب دنړۍ دبرېښنا ستونزه هواره کړي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب