دتصادف انتظار، ناكامه راتلونكي

ځواني دانساني ژوند هغه حساسه ، خوځنده اوهڅانده مرحله ده چي له اميدونواوښكلوارزوګانوڅخه ډكه ده ، ځواني دنشاط اوطراوت دوره ده .
دژوندپه دغه ناارامه اوخوږه مرحله كي د هرځوان لپاره دژوندانه راتلونكي دوران دخوندورو خوبونو او خوږو خيالونو غوندي تجسم مومي .
ځوان په ذهن كي اوچتي ارزوګاني اوښكلي نقشي انځوروي اوخپل راتلونكي ژوندبسياګوري .
ډيري ځوانان له ډيرواروزوګانواوهيلوسره سره ژوندپه يوازيتوب تيروي اودژوندترپايه پوري يوي كوچني هيلي ته هم رسيداي نسي .
خويوكم شميرځوانان بياداسي وي چي له تمي خلاف هغوسترو هيلواوموخوته رسيږي چي وړاندي يي تصورهم تري نسواي كيداي او ټول خواږه اورنګين خوبونه يي باندني وجودپيداكوي .
په دي كي شك نسته چي دځينوځوانانوناكامي اودځينونوروهغوبرياليتوب بي لامله نه دي اوكه سترګي پسي وغړوو د دواړو په ژوندكي يي علت موندلاي سو.

په باوري توګه هغه بريالي ځوان چي دبرياليتوبونو معراج ته رسيدلي دژوندانه غولي ته له هغي لاري ننوتي چي دده برياليتوب اوكاميابي يي تضمين كړي .
اوهغه ځوان بياچي ماتي يي خوړلي دهغه له هغوتيروتنواوښوييدنوله امله دي چي ناسمي لاري ته يي ورټيل وهلي دي .
ترډيره پوري دلويوسړيودبرياليتوب رازدهغوي په اندورني وړتياوواوفكري فبوغ كي نغښتي ، دبرياليتوب دغه ډول مانيز لاملونه په خپل اختياراوهڅه نسي ترلاسه كيداي بلكي دادلوي څښتن ډالۍ وي چي دځينوځانګړوانسانانويي ورپه برخه كړي وي .
دغه ډول خارق العاده اوغيراختياري زكاوت اوظرافت  دډيروانسانانونه په برخه كيږي بلكي دالوي څښتن يوشميرخاصواودګوته په شمارانسانانوپه فطرت پوري خاص كړي وي .
خودبرياليتوب يوشميرنورلاملونه هم سته چي په اختيارباندي ترلاسه كيداي سي .
دغه ډول اختياري لاملونه هرځوان كولاي سي په اساني سره په كارواچوي اورڅخه په ګټه اخستلوځان د بريا تر معراجه  پورته كړي .

دغه ډول لاملونه كه څوك دنړي په كچه دنبوغ تركچي نه لوړوي نوله شك پرته دونه كولاي سي چي له چاڅخه يوممتازشخص جوړكړي .
له دغه ډول لاروچاروڅخه ګټه اخستنه كولاي سي څوك په ټولنه كي سرلوړي كړي ، داغيزخاوندځيني جوړكړي او د پام وړ فرديي وګرځوي .
ديوه انسان پرمختګونه ډيرمهال دهغه دروزني ، كار، زيارهڅي اوفعاليت پرسرټول وي ، خوډيرمهال ځوانان له دغه ډول اختياري لاملونوڅخه محروم وي اودپرمختګ دغه لاره يي وركه كړي وي .
ټول  انسانان دخپل ژوندلپاره دنقشي په تيارولوكي ازاداومختاردي ، هرډول كه وغواړي كولاي سي خپل برخليك وټاكي خوځيني ځوانان وي چي دوهم اوخيال قوه يي ورباندي غښتلي وي ، خپله دغه ازادي له ځانه سلبوي اودوجدان په تيرايستلوځان مكلف اوبي واكه ګڼي .

مولوي محمد بلخي (رح) دغه ډول ځوانانوته دهغه اختيارداډول تثبيتوي :
اين كه ګوئي اين كنم يا آن كنم
اين دليل اختياراست اي صنم
دختيځ نابغه اولوي عالم علامه عبدالحى حبيبي وايي زمادبرياليتوب راز ، زماله مطالعي سره په مينه كي دي ، زه چي كومه ورځ مطالعه ونه كړم نوداسي يم لكه چي ژوندمي پريئښي وي .

دلوي استادپه اړه روايت دي چي هغه دعمرپه وروستيوكي دمرګ پربسترپروت وو اوكله چي دپوهنتون محصلين دهغه پوښتني ته ورځي ګوري چي دسيني له پاسه يي كتاب ايښي اوپه مطالعه بوخت دي .
زماياددي ، دبي بي سي راډيوپښتوڅانګي له علامه رشادباباڅخه دهغه دژوندپه اړه مركه كوله ، ورڅخه يي وپوښتل چي دليك لوست دي ډګرته يي راتګ  چي اوس پكښي دبرياليتوب ترمعراجه رسيدلي تصادفي وو اوكه اختياري ؟
علامه باباورته وويل نه زماپلارپه مادونه سبقان ويلي ووچي كله زه په ښه اوبدپوهيدم نومي ځان ورڅخه نسواي ايستلاي اوبيامي په خپل اختياردغه خواپه مخه پسي واخستل .
د دنيا نظام ټول دعلت اومعلول دقانون پربنسټ ولاړدي اوهيڅ يوه پيښه له علت اووجهي څخه خالي نه ده .
دباران اوواورو اوريدل ، دپاڼورژيدل ، دسندونوډكيدل اوتشيدل ، دلاسونواوبدن دكرښوتوپير، دملتونواوقومونوپرمختګ اوشاتګ ، خوشبختي اوبدبختي اوهرڅه چي په دنياكي پښيدونكي دي يوعلت اولامل لري چي كله موږ ته روښانه اوكله راڅخه پټ وي .

ځيني ځوانان توهم پرستي په مخه كړي وي ، د بخت په نوم ناواقعي شي يي په مغزكي ځاي نيولي وي اوداختيار، هڅي اوتلاښ څخه يي پاته كړي وي .
دوي يوازي په دي هيله لاس ترزني ناستي وي چي ګوندي بخت به يي راسته سي ، داسمانه به ورباندي دپيسوباران وسي ، دازمويني په ورځ  به يي ايله بيله ذهن خلاص سي اوټول سوالونه به ځواب كړي ، سلابلابه ورته لوي كارپيداسي اولوي سړي به سي او….

دغه ډول ځوانان يوازي په يوه غيرواقعي اوخيالي دنياكي ژوندتيروي اوهيڅ وخت هم دبرياليتوب ترمنزله نه رسيږي .
بخت يوناموجوداوبي واقعيته وهم دي چي دنړي دعمومي وجودله فلسفي سره دتطبيق وړنه دي .
پردغه بي واقعيته مفهوم باندي تكيه كول پريوموهوم  اوله حقيقت څخه پرليري لامل باندي داعتمادكولومانالري چي ناپوهه اوروسته پاته انسانان خپل نيك بختي اوبدبختي ( ښه راتلونكي اوبدراتلونكي ) په دغه رازخرافاتي لامل پوري تړي  .
بخت ، چانس اووارى په حقيقت كي هغه وهمي عنوانونه دي چي دهغوكسانوله مغزونه راوزي كوم چي دپيښولاملونه نسي دركولاي ، يوازي دخپل وجدان دخوشالولواوقانع كولولپاره پريولړنامرئي اوخرافاتي لاملونوباندي تكيه كوي .
زماپه اندكه موږ چيري دبخت په نوم مانيزلامل ومنوهم نوبايدووايوچي كار، زېار، كوښښ اوتلاښ ، هڅه اوفعاليت دي چي دبخت بنسټ جوړوي .

بخت ډيرمهال ټمبل ، بيكاره اوساړه انسانان كاروي چي ماتي يي خوړلي وي اوغواړي ځان اوملګري په دغه ډول درواغجن لامل تيرباسي .
دلوبوپه كومه سيالۍ كي چي كوم ځوان پاته راسي نودخپل وجدان دتيرايستلواوملګرودناسم قناعت لپاره وايي ? ولابخت مي كارونه كړ، دمقابل لوري مي چانس برابرسو، هغه بختوردي ، زمابخت خراب دي ….)
ځيني ځوانان خولاداهم وايي چي حريف يي تعويذكړي ، هغه هروخت دتعويذپه زوربريالي كيږي او….
دغه ډول ځوانان نه بريالي كيږي ، هغوي سيالي نسي كولاي ، هغوي سړيږي اودوهمياتودسيندطوفان يي له ځان سره وړي اودوهم په سمندركي لاهوكيږي .

دغه كټګورۍ ځوانان ددي پرځاي چي دخپلي ماتي حقيقي اوواقعي لامل ولټوي اوهڅه وكړي دزيارلاره خپله كړي دوهمي لاملونوغاړي ته لاس اچوي ، سره له دي چي دغه ډول لاملونه له علمي روش اودژوندله فلسفي سره سمون نه خوري ، دى غواړي له دي لاري له خپلي غاړي دماتي مسئوليت واړوي .
په اسلامي فلسفه كي هم وهم فرستي اوخرافات ځاي نلري ،اسلام له دي سره سره چي پرماديت زياته اتكانلري بلكي مانيزاړخ يي غوښن دي خوپه دي مانا نه چي ګواكي خرافاتواوتوهماتوته پكښي ځاي سته .
قرآن په خوراروښانه توګه وايي چي سمه پايله يوازي اويوازي له هخي اوزيارڅخه په لاس راځي اووهم فرستي پكښي ځاي نلري :

(وان ليس للانسان الاماسعي )
اوانسان ته بل شي په لاس نه ورځي يوازي هغه چي تلاښ اوهڅه يي كړي وي .
دصحيح بخاري روايت دي چي كله داسلام دسترلارښودحضرت محمد (ص) زوي ابراهم وفات سونولمرنرنځي ونيو، ځينوخلګوويل چي لمرهم دابراهيم په مړينه خواشيني دي اوګواكي ورپسي تورسوي ، پيغمبر(ص) چي كله دغه ډول افسانوي خبري واوريدي نويي وفرمائل : ( اي خلګو! لمراوسپوږمۍ دچادمرګ اوژوندله امله ترنزه نه نيسي بلكي دلمراوسپوږمۍ ترنځي نيول يوازي دڅښتن (ج) دقدرت نښي دي اوبايدزمادزوي په مړينه پوري ونه تړل سي )
ډيرى ساده زړي ځوانان وايي موږ دخپل برخليك تابع يو، زموږ برخليك دبل چاپه لاس كي دي او….
خوحقيقت دادي چي كه  موږخپل برخليك دبرياليتوب له وهمي لاملونوسره وتړونوارومروخپل ځانونه دناكامي كندي ته غورځوو.

موږكه خداي پالونكي يو،ياماده پالونكي ، په دي ګروهه يوچي ددنيانظام اوسازمان ديوه سترفكراوچاپيرعقل په واسطه اداره كيږي اوياكه ووايوچي تصادف ددغه نقش اونګاربيشميره اټمونه ددنياپه غولي كي په وجودراوړي ، خونسوكولاي له دي حقيقت نه انكاروكړوچي له هغه لومړي ورځي څخه لا چي يوځوان شراب خوړلوته لاس اچوي دخپل ژوندبدبرخليك اوناوړي پايلي ته مخه كوي ،ځكه  دغه ځوان به څه موده وروسته يادايني د پاړسوب له امله په يوه روغتون كي بستركيږي  ، يابه يي زړه سكته پيداكوي اويابه دمغزي شريانونودايله كيدوله امله ژوندله لاسه وركوي .
له دي څخه انكارنسي كيداي چي بيكاره ، خماربازاوبي پرواځوان پخپله خپل ځان په بدسرنوشت اخته كوي اوخپله دي دخپل برخليك ټاكونكي دي نه بل څوك .

هغه زياركښ زدكونكي چي شپه ورځ يي پرځان يوه كړي وي اوپه خوراعلاقه اومينه باندي درسونه لولي اومطالعي ته يي ملاتړلي وي له همهغه شيبي څخه چي خپل بښه دښونځي په وره كي ږ.دي خپل برخليك جوړوي اوښه راتلونكي ټاكي .
لنډه داچي زموږ دنن كار، زيار، هڅه اوتلاښ ، كړني اورفتاردژوندانه دسبا نۍ رنګيني دنيا جوړونكي دي .
دنړي پيښي دزنځيردكړيوغوندي يوبل سره تړلي دي ، چي كه يي چيري يوه له منځه بيله سي نودوجودټول نظام شكيږي .
له دغوكړيوڅخه يي هره يوه دوروستي هغي لپاره علت دي اوپه دي توګه ددنياټولي پيښي دعلتونواومعلولونوڅخه جوړه يوه منظمه لړي تشكيلوي .

ددنياټول نظام مادي دي ، پرواقعيت اوحقيقت ولاړي دي اوټول لاملونه يي حقيقي اوواقعي دي ، كوم كسان چي پرواقعيت يي تكيه كړي وي، دژوندواقعي لاره يي په مخه اخيستي وي اودبرياليتوب پرحقيقت ولاړولاملونويي اتكاكړي وي دخپل ژوندسم برخليك ټاكي اوكوم كسان چي وهم فرست وي ، خرافاتي اووهمي لاملونويي په مغزكي ځاي نيولي وي برخيلك يي خراب اودژوندپه ازموينه كي ناكامه پاته وي .

ليكوال : احمد(فرزان )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب