د ثقل قوه او مدارونو خوځښت او ځمکې قطرونه | قرآن علمي اعجاز

د ثقل قوه اوخوځښتونه په مدارونو کې

قسم دی په بیا راګرځیدونکو ستورو چې په ګرځیدو راشی اوپه خپل منزل کې پټ شی. (التکوير ۱۵-۱۶)
دخنس کلمه یعنی انقباض اوبیا راګرځیدل او له ډاره کړوپیدل چې جمع یی یو ټاکلی تګلوری دی ( ننوتل خپلې ځالې ته اویا خوځښت دیوکورپه لور اوپه هغه کې پټیدل) . دالجوار کلمه جاریه جمع ده اومانایی دیوه خوځنده اوبهیدونکی څیز ده. ددې کلمو دمانا ګانو په پام کې نیولو سره داسې اټکل کیږی چې پورتنی آیتونه دثقل دمرکز اوپه خپل مدار دحرکت  لور ته اشاره کوی. دغه کلمې دابیانوی چې په مدار کې خوځښت دثقل له مرکز نه منشأ اخلی . دخنس کمله خپل مرکز اوهم دلمر لوری ته دجذبیدو ښکارندویی کوی. (والله اعلم) دثقل قوه چې په نړۍ کې شته دنیوتن له خوا په ۱۷ او۱۸ پیړی کې محاسبه شو. دالجوار کلمه په مدارونو کې دحرکت لورته اشاره ده چې له مرکز نه  دفرار دقوې اومرکز ته دجذب دقوې (دثقل قوه) دعمل په پایله کې منځته راځی.  ددې درې کلمو کارونه په پورتنیو آیتونو کې  ددې یادونه کوی چې سلګونه کاله مخکې په قران کې دهغی پراهمیت باندی ټینګار شوی دی.

د ځمکې قطرونه اوخلأ

اى پیریانو اوانسانانو که کولای شی دځمکې اوآسمانونو  په قطرونوو کې  لاره وکړی بیا ورننوځی. (الرحمن ۳۳).
په دغه آیت کی روښانه شوې چې ځمکه اوآسمانونه قطرونه لری . اوددغې موضوع شرح چې ځمکه اوآسمانونه دقطرونو درلودونکی دی یوه معجزه بلل کیږی.
که یو جسم بشپړ کروی وی کولای شوی یواځې یو قطر ولری . یو جسم هغه وخت څو قطرونه درلودلای شی چې کره نامنظمه وی. چې دا دځمکې پر بیضوی والی یو دلیل ګڼل کیدای شی. برسیره پردې د انشتین دنسبیت دفرضیې مطابق نړۍ تل د ودې په حال کې ده. مانا داچې خلأ پراخیږی اودکهکشانونو ترمنځ واټن ډیریږی.پس دځمکې اوآسمانونو قطرونه هم ثابت نه دی چې یو قطر  ورته وکارول شی ، بیا نو په قرآن عظیم الشأن کې داقطار دکلمې کارونه په خپله یو حکمت دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب