دجنازی دلمانځه حکم :

دجنازی لمونځ فرض کفایی دی .
که ديوه کلې  ځنی کسان جنازی ته ورشی نو دپاتې کسانو غاړه به هم خلاصه وي.
اوکه دکلی څخه يو هم ورنشي نو ټول به ګهنکار شي.
دجنازی دلمانځه شرطونه :
دجنازی دلمانځه دوه قسمه شرطونه دي يو هغه دی چه په لمونځ کونکی پوری اړه لري اودوهم هغه دي چه په مړی پوری اړه لري.
۱- دلمانځ کونکی لپاره هغه ټول شرطونه موجود کيدل پکار دی کوم چه دعام و لمونځو نو لپاره ضروری وي ،مګر په دؤ شيانو کې فرق دی .

لومړی که د جنازی د لمانځه د تلو ويره وي  نو تيمم به وهی حال داچې د عامو لمونځونو لپاره پداسې حالت کې تيمم نشته ، دوهم په نورو لمونځو کې رکوع او سجده وي  د جنازی په لمونځ کې رکوع او سجده نشته .
۲- کوم شرطونه چه دمړی سره تعلق لری هغه دادی  : ۱-  مړی به مسلمان وي  ۲- دمړی پاکوالی (غسل )  ۳- د کفن پاکوالی ۴- دمړی د ستر پټوالی  ۵- د مړی د جنازی موجوديت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب