دحافظ او رحمان بابا په کتاب کې دفال کتل؟

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

كه مهرباني وكئ به همدي ايميل باندي د لاندي سوال جواب راواستوئ منندوي به مو يم.

سوال:- د فال كتل لكه د حافظ، رحمان بابا او امثالهم د اسلام له نظره خه حكم لري؟

مننه،

عبدالله وردك

ځواب:

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وبعد:

قدرمنه! دفال کتل یا فالبین، کوډګر، او نورو هغو کسانو ته تلل چې دارنګه کارونه کوي او غیب وايي حرام کار دي، او سحر او جادو کول دا دمسلمانانو کار نه بلکې دشیطان دپیروانو کار دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (من أتى عرافاً فسأله عن شيء لم تقبل له صلاة أربعين يوماً) ، رواه مسلم في صحيحه.

ژباړه: څوک چې یو فال بین (غیب ویونکي) ته ورشه او له هغه د یو څه (غیبو) پوښتنه وکړي، تر څلویښتو ورځو به یې لمونځ قبول نه شي.

او بل ځای فرمايي: (من أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد) ، رواه أبو داود

ژباړه: که یوڅوک یو کوډګر یا فالبین ته ورشي او دهغه خبره ومني (تصدیق يې کړي چې هغه ریښتیا وايي) هغه پر هغه څه کافر شو چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی (قرآن کریم، اسلام).

په لومړي حدیث کې راغلي چې که څوک له فالبین او غیب ویونکی نه یوازې پوښتنه وکړي ۴۰ ورځې لمونځونه يې الله نه قبلوي، او په دويم حدیث کې دې چې که پوښتنه وکړي او بیا هغه ومني (چې ریښتیا وايي) نو دا دکفر معنا ورکوي.

که څوک په ناپوهۍ کې دې کسانو ته ورځي هغه ګنهکار دي او باید الله ته توبه وباسي او که څوک خپله فالبین او یا کوډګر (جادوګر) وي نو دا کس دکفر او دشیطان دپیروۍ کار کوي، باید نصیحت ورته وشي او الله جل جلاله ته توبه وباسي.

عراف (فالبین)، کاهن (غیب ویونکی او فالبین)، منجم (څوک چې دستورو په واسطه حال وايي)، دا ټول دواغجن او دالله ددین دښمنان دي او مسلمان باید له دې کسانو ځان وساتي او هغه کسان چې نن سبا په ځینې رسنیو کې دمیاشتو په حساب خلکو ته دهغوی ورځنۍ چارې وايي (په کوم ورځ پیدا او ستا میاشت جوزا، سرطان او یا…) دا ټول دالله جل جلاله ددین دښمنان او دروغ ویونکي دي.

نو فال کتل، که هغه په هره وسیله وي (دحافظ کتاب، دعبد الرحمن بابا کتاب او یا په بله وسیله) حرام کار دي او له الله جل جلاله پرته بل هیڅوک هم پر غیبو نه پوهیږي، حتی پیغمران. خو پیغمران دوحي تابع دي، کله چې الله جل جلاله اراده کړې هغوی ته یې وحي لیږلې او هغوی هغه دالله بنده ګانو ته رسولې، ولې اوس چې وحي قطع ده نو هرڅوک هم چې د غیبو عوا کوي هغه دشیطان بنده او لاروی دي او مسلمان باید داسې ټینګ ایمان ولري چې که ددې درواغجنو څه خبرې ریښتیا هم شي نو باید ویې نه مني، ځکه چې مونږ ته الله جل جلاله خپل کامل دين رالیږلی دی او په دې کې دداسې دجالانو خبرو ته ځای نه شته.

نن سبا په افغانستان کې په ځانګړې توګه دکابل ښار په هرګوټ کې همدا فالبینان، تعویذګر ناست دي، یو به يې سک او هندو وي، بل به یې شعیه وي اوبل به يې تش په نامه سني او دا ټول درواغجن دي او څنګه به په یوچا کې چې یوه زره دایمان هم وي داسې کسانو ته ورشي چې هغه کار هم سک کوی او هم تش په نامه مسلمان.

الله جل جلاله فرمایي: [قل لا يعلم من في السموات والأرض الغيب إلا الله] الآية، ژباړه: ووایه (اې رسوله) په ځمکه او آسمانونو کې هیڅوک هم پر غیبو نه پوهیږي، مګر یوازې الله جل جلاله.

نو دا فال کتل، کوډي، او داهرڅه حرام کار دی او که څوک ترینه توبه ونه باسي نو له اسلام نه هم خارجیږي.

والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب