د حضرت عيسی (ع) سره څوک مينه لري؟مسلمانان که عيسايان؟

د حضرت عيسی عليه السلام نوم په قرآن عظيم الشان کې ۲۵ پنځويشت واره ذکر شوی اوپه لاندينيو سورتونوکي يې قصه راغلې ده :
۱:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورة المائدة
۴:سورة مريم
۵:سورة الزخرف
۶:سورة الحديد
۷:سورة الصف

او د ده دمبارکي مور حضرت مريم عليهاالسلام نوم په قرآن عظيم الشان کي ۳۴څلوردېرش واره ‌ذکرشوی دی اوقصه يې په لاندينيوسورتونوکي راغلې ده :
۱:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورةمريم
۴:سورة التحريم

ددوی دواړو د نومونو په قرآن کريم کي دومره زيات تکرارېدل دموجودو نصرانيانو(عيسويانو)هغه درواغ اوبې بنسټه ادعاءپه کلکه ردوي چي وايي:اسلام دحضرت عيسی عليه السلام اودده دمورسره دُښمني اوکينه لري .
په داسي حال کي چي تاسوولوستل چي په قرآن کريم کي ددغودواړومبارکواشخاصويادونه دومره زياته شوې ده.
پټه دي نه وي چي په قرآن کريم کي يوسورت دسورة مريم په نوم سره هم شتون لري،چي مخکي يې هم نوم يادشوی دی .
عيسايت ته ځان منسوبونکي کسان منل دابولي چي له ځانه ددروغوخبري حضرت عيسی اومريمي عليهماالسلام ته منسوبي شي.
خوحقيقت دادی چي داکارمنل نه بلکي څرگندعداوت اودښمني ده اوداهم يوحقيقت دی چي په اصل کي دوی دحضرت عيسی اودهغه دمور(علیهماالسلام)دښمنان دي اورښتيني منونکي يې په دې وخت کي يوازي اويوازي مسلمانان دي نه بل څوک .
عيسايانوخودحضرت عيسی عليه السلام سره محبت زيات کړی دی خوديوچاسره دمحبت کولولپاره دوه ضروري اواساسي غوښتني شته،چي هغه دمحبت ددعوې درښتينوالي څرگندونه هم کوي.

عيسايانو د محبت هغه اساسي غوښتني عملي نه کړای شولې!
۱:اطاعت اوخبره منل.
۲:دمحبوب ددُښمنانوسره دُښمني اوله هغوی څخه نفرت کول.
عيسايانوپرځای ددې چي دحضرت عيسی مسيح عليه الصلاة والسلام خبره يې منلې وای اودهغه په هکله يې هغسي عقيده لرلي وای څنگه چي هغه ورته ويلي وو،دوی راولاړشول هغه ته يې دده دتعليماتواولارښوونوبرخلاف خدای،دخدای زوی اودخدايوددرواشخاصوله جملې څخه يووويل.
چي داکاردحضرت عيسی عليه السلام سره څرگنده دُښمني اودهغه سره دمحبت سره په څرگنده په ټکرکي کاردی.
ددوهمي خبري په هکله يې رويه داده چي دحضرت عيسی عليه السلام سختو دُښمنانو يهوديانوسره( چي هغه ته يې ډېرتکليفونه ورکړي وواوددوی په عقيده هغه يې وژلی هم دی)يې دجهاداودُښمنۍ کولوپرځای دوستي اومحبت شروع کړ.
اودمسلمانانوسره يې(چي دحضرت عيسی عليه السلام سره محبت اومينه لري،پرهغه ځان قربانوي او ورسره به ملگري هم وي)دُښمني شروع کړه.
داددوی داسي کاردی چي په دُنياکي يې بېلگه نشته.

او دادی نن داسرائيلو په کلکه دفاع کوي اودهغوی دظالم اونارواحکومت حمايت کوي اودمظلومومسلمانوفلسطينيانوپه خلاف ورسره په څرگنده ولاړدي.
نوکه عيسايان رښتيادخپل پيغمبرسره مينه لري،نوڅنگه بيادخپل پيغمبرددُښمنانومرسته کوي؟
داواضح دليل دی چي دوی په حقيقت کي دحضرت عيسی عليه السلام دوستان نه بلکي دُښمنان دي اويوازيني دوستان اومنونکي يې مسلمانان دي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

your ads

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

 

Read more: http://benawa.com/fullstory.php?id=56919#ixzz5lL3sgrHr

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب