د حوض او څاه د اوبو بيان

د حـوض د اوبـو بيـان

يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ په مقابله څنډه كښى اودس اوپاكى رواده ځكه چه معلومه شوه چه دمردارۍ تاثيرومقابلى څنډى ته نه دى رسيدلى، داغه رنګه مرګ دهرهغه خزنده ياالوتونكى چه وينه نه لرى اوپه اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په مرداريږى لكه غوماشه ، مچ، مچۍ، لړم، چونګښه اوداسى نور، اوهم مرګ دهغه خزند ګانوچه په اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په فاسديږى لكه ماهى، مار، چونګښه، چونګاښ اوداسى نور.
استعمال شوى اوبه : هغه اوبه چه يوځل استعمال شويوى دوهم ځل دبى اودسۍ دليرى كولو د پاره ئې استعمال روانه دى مستعمل شوى اوبه هغه دى چه يوځل اودس په تازه شويوى ياغسل په شويوى كه څه هم دغه اودس ياغسل ثوابى وی .

د حيوان د پـوستـكي بيـان

هرهغه پوست كه دحلال حيوان وى لكه پسه، غويى، اوښ اوكه د مردارحيوان وى لكه ګيدړه، شغال، ليوه اوداسى نور، چه پوخ شى نوحلال شى اولمونځ پرروادى، ځكه انسانان له دغو پوستكو نه پوستين، پوستينچه، بوټونه، كمربندونه اونورډيرشيان جوړوى كه دغه حيوانات مړه شى نو ويښتان، هډوكى، ښكرونه، نوكان اوپلې ئې چه غوړنه وى پاك دى مګردانسان اوخنزيرپرپوست لمونځ روانه دى اودخنزير(سركوزى) هيڅ شى حلال ندى نواستفاده هم نه ورڅه كيږى .

د څـاه د اوبـو تـفـصيـل

كه په څاه كښى مردارى ولويږى نوضروردى چه ټوله اوبه له څانه راوكښل شى اوڅاه وچ شى چه حلال شى، كله چه نورى اوبه له چينونه وڅاته راشى نومعملومه خبره ده چه پاكى اوحلالى دى. كه په څاه كښى موږك ياچوغكه ياوړوكى سورسری چوغكه يا توردلى (كوچنى تورمرغه) ياكربوړى مړشى وروسته دمړه شى له راايستلونه به له شلو(٢٠) نه ترديرش (٣٠) سلوغوپورى اوبه له دغه څاه نه راكاږى، تفاوت په تعدادكښى دسلوغوپه ظرفيت د سلوغوتعلق لرى يعنى كه سلوغه لويه وى نوحكم دشلو(٢٠) سلوغودى كه سلوغه وړه وى نوحكم دديرش(٣٠) سلوغودى. همدارنګه تفاوت په تعدادكښى دسلوغوحكم دواجب اومستحب هم قبلوى يعنى شل(٢٠) سلوغى اوبه راكښل واجب اونورى لس (١٠) سلوغى اوبه راكښل ئې مستحب دى .
كه هريوله پورته ذكرشوى حيواناتوياالوتونكونه له څاه نه ژوندى راوايستل شى نوڅاه مردارنه دى بلكه حلال دى داوبوراايستلوته ضرورت هم نشته، ليكن كه موږك زخمى وونوپه وينوئې ټول څاه مرداريږى، دغه رنګه كه موږك دپيشوله ويرى نه په ځغاسته وو اوڅاته ولويدى نوواضح خبره ده چه موږك بولى كوى نوبيادڅاه اوبه ټوله مردارى شوى .
كه په څاه كښى كوتره مړه شوه ياچرګه مړه شوه ياپيشومړه شوه له څلويښت (۴٠) نه ترشپيته (۶٠) سلوغوپورى دى اوبه راوايستل شى، كه په څاه كښى سپى ياخنزير ولويدى وروسته له هغه نه چه له څاه نه مړياژوندى راوايستل شوټوله اوبه دى له څاه نه را وايستل شى، كه انسان په اوداسه وو په څاه كښى ولويدى او له څاه نه ژوندى راوايستل شونودڅاه اوبه پاكى دى مګركه بى اودسه وو نو څلو يښت سلوغى اوبه دى له څاه نه راوايستل شى، كه دغه انسان جنب وونوبيادى ټوله اوبه له څاه نه را و ايستل شى او څاه دى وچ شى، نورحيوانات لكه پسه، هوسۍ، شغال، ګيدړه اوداسى نوركه وڅاه ته ولويدل اوله څاه نه ژوندى راوايستل شوه نوحكمونه ئې په لاندى ډول دى :
١. كه ددغه حيوان پسخورده پاكه وه لكه دانسان نوڅاه پاك دى ٢. كه ددغه حيوان پسخورده مرداره وه لكه دشغال، ګيدړى او داسى نورنودڅاه اوبه مردارى دى ټوله اوبه دى راوايستل شى، كه پسخور ده دحيوان مكروه وه لكه دپيشونودڅاه اوبه هم مكروه دى مستحب ده چه لس سلوغى اوبه دى له څاه نه راوايستل شى، كه پسخورده دحيوان مشكوكه وه لكه دخره نودڅاه اوبه هم په شك كښى دى ټوله اوبه دى راوايستل شى اوڅـاه دى وچ شى .
له څاه نه داوبوراايستل دميانه سلوغى په شمارسره اعتبارلرى يعنى سلوغه به نه غټه وى اونه به وړه وى، كه دچټكوالى په خاطرغټه سلوغه استعمال شى نولومړى دى په ميانه سلواغه سره اندازه شى چه څومره ميانه سلوغى په يوه غټه سلوغه كښى ځائيږى، دمثال په توګه كه د دوو(٢) ميانه سلوغو اوبه په يوه غټه سلوغه كښى ځاى شى نودشل (٢٠) سلوغوپه عوض كښى دى په غټه سلوغه سره لس (١٠) سلوغې اوبـه راوايستل شى .
كه په څاه كښى مړحيوان پيداشو، حيوان دى له څاه نه راوايستل شى اوودى كتل شى كه دغه حيوان پړسيدلى ووياشوړيدلى وو نو ټوله اوبه دى له څاه نه راوايستل شى، دلته دلوى او واړه حيوان توپير نشته خوڅاه دى وچ شى، اوكه وڅاه ته ډيرى چينى (چشمى) ورخلاصى وی امكان دوچيدوئې نه در لودى اودڅاه وچيدل هم واجب وه نوهغه اندازه اوبه دى راوايستل شى چه دمرداريدوپه وخت كښى په څاه كښى موجوده وى چه تعين اواندازه ئې پر درى (٣) ډوله كيدلاى شى اول دڅاه اوبه دى په يوه لكړه سره اندازه كړى (ژوروالى داوبودى معلوم كړى) اودڅاه پسوراواوږدوالى دى هم معلوم كړى بيادى په دغه اندازه سره بل ځاى نژدى غار كړى له لومړى څاه نه دى اوبه راباسى پدغه غارشوى ځاى كښى دى اچوى كله چه دغه غارشوى ځاى ډك شونوڅاه پاك شو.
دوهم په يوه لكړه سره دى دڅاه اوبه اندازه كړى (ژوروالى داوبودى معلوم كړى) بيادى چابك لس (١٠) سلوغى اوبه له څاه نه راوكاږى په همهغه لكړه دى دڅاه اوبه اندازه كړى چه معلومه شى چه په لس (١٠) سلوغوسره دلكړى په اندزه څومره كموالى كيږى، لكړه دى دهرلسو(١٠) سلوغوپه اندازه نښانى كړى كله چه دآخرى نښانى لس سلوغى اوبه راوايستل شوى نوڅاه پاك شو، په بل عبارت سره وروسته دڅاه داوبوله اندازه كولونه په راايستلو سره داول لس (١٠) سلوغودلكړى په اندازه نيم ګز تفاوت دى نو د لكړى له اولى نښانى نه بيادلكړى ترڅوكى پورى پرهرنيم ګز يوه نښانه اوټولى شل (٢٠) نښانى وى نوتعداددسلوغودوه سوه ته رسيږى يعنى چه دوه سوه (٢٠٠) سلوغى اوبه را و ايستل شى د څاه زړى اوبه ټولى ختم شوى او څاه حلال شو. دريم موجودوالى دداسى دووكسانودى چه دنوى اوزړواوبوښه توپيركولاى شى اوبه دى په دوامداره توګه له څاه نه راايستل كيږى هركله چه دغو دووكسانو وويل چه زړى اوبـه خـلاصى شوى نـوڅـاه حــلال شو.
له محمدنه چه دحسن(رح) زوى دى روايت دى چه له څانه دى له دوه (٢٠٠) سلوغونه تردرى (٣٠٠) سلوغوپورى اوبه راوايستل شى نوڅاه حلال دى يعنى دوه سوه سلوغى واجب اونورى سل سلوغى مستحب دى، مګرعلماء (رح) وايى چه امام محمد(رح) فيصله پرغالبه څاهانودبغدادكړيده چه د بغداد په څاهانوكښى تردوه سوه سلوغى بالااوبه نه وې، پس په هغوڅاهانوكښى چه اوبه ئې تردرى سوه سلوغى ډيرى وى څوك دى دامام محمد(رح) پرقول فتوى نه وركوى، ولى مقاديرپه عقل نه معلوميږى، شك نشته چه دامام محمد(رح) قول وعواموته ډيره آسانى ده نولدى كبله په خزانة المفتين كښى ذكرشويدى چه فتوى پرقول دامام محمد (رح) ده، دغه رنګه بحررائق اوشرح الوقايه وايى چه په قول ددوو كسانوچه دنوى اوزړواوبوتوپيركولاى شى عمل وكړل شى، په هدايه كښى هم وايى چه دغه مذهب وفقه ته نژدى دى .

كـه پـه څـاه كښى مـړحـيـوان پـيـدا شـو

كه په څاه كښى مړموږك يامړه چركه ياداسى بل حيوان پيدا شو اوڅوك خبرنه ووچه كله دغه حيوان وڅاه ته لويدلى دى اودغه حيوان نه پړ سيدلى وواونه شوړيدلى وو، هغه كسانوچه ددغه څاه په اوبو ئې اودس ياغسل كړيوى په پاكواوبودى خپل اودس يا غسل نوى كړى اوديوى ورځى اويوى شپى لمونځونه دى بيرته را وګرځوى اوهرهغه شى چه ددغه څاه اوبه وررسيدلى وى بيرته په حلالواوبو ومينځى اوڅاه دى پاك كړى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى كه حيوان پړسيدلى ووياشوړيدلى وونووروسته له اودس ياغسل نوى كيدونه دى د درو(٣) ورځواودرو(٣) شپولمونځونه را وګرځوى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى كه دغه حيوان پړسيدلى ياشوړيدلى وى يانه وى ترڅوچه ثابته شوى نه وى چه كله دغه حيوان څاه ته لويدلى وودلمونځونوراګرځول نشته

د انسـان اوحـيـوان پـسخـورده

پسخورده دانسان اودآس اودهرهغه حيوان چه دغوښوخوړل ئې روا وى پاكه ده، پسخورده دسپى او دخنزيراوڅيرونكوچارپايانو لكه ليوه، زمرى، شغال، پړانګ اوداسى نورومرداره ده، پسخورده د پيشو، دكوڅه ګښتى چرګى ياچرګ، دهغه څيرونكومرغانوچه غوښى ئې نه خوړل كيږى لكه ټپوس، كارګه پكه باښه اوداسى نوراودهغه حيوانانواوخزندګانوچه په كوروكښى ژوندكوى لكه موږك او مار مكروه ده، پسخورده دخره اودغاترى مشكوكه (په شك) ده، كه څـوك دلمانځه پروخت داودس كولودپاره اوبه پيدا نه كړى دخره ياغاترى په پسخورده اوبودى اودس وكړى بيادى تيمم ووهى او لمونځ دى وكړى، كه اول تيمم ووهى بياپه دغه پس خورده اوبواودس وكړى صحيح دى .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب