د حيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کېدل؟

د حيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی او پدی وخت کې يوځای کيدل د نرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .

د ښځې سره د هغې د مياشتني عادت په وخت[حيض ] كې بايد جنسي عمل ونکړل شي.

څرنګه چې دغه وخت د ښځې د ناپاکۍ وخت دي او د ښځې او ميړه يو ځاى کېدل پ كې د دوى د ناروغۍ او ډېروتاوانونو باعث او د انسان د سليم فطرت د کرکې او نفرت سبب دى نوځکه د اسلام سپيڅلي دين دغه ناوړه کار ناروا او قطعي حرام ګڼلي او مسلمانانوته په ټينګه سره امرکوي چې ځان ترې وژغوري لکه چې الله تعالى خپل سپيڅلي استازي جناب نبي کريم 0 ته لارښودنه کوي فرما يې :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [١] [او دوى دتاڅخه د ښځود مياشتني عادت په هکله پوښتنه کوي ووايه :دا[د]پليتۍ او ځور[يوحالت]دى نو د ښځوڅخه [د دوى ]د مياشتني عادت په موده كې ځان ليرى وساتئ [جماع ورسره ونکړئ ]اوترڅوچې ښې پاکې شي ورته مه نژدي کيږئ او کله چې ښې پاکې شوي نو کولاى شي په هغه ځاى كې چې خداى جل جلاله تاسې ته امرکړى دي ورته راتګ وکړئ بيشکه چې الله تعالى ښه توبه کوونکى خوښوي او[هم]هغه کسان خوښوي چې ځانونه ښه پاک ساتي ].

د پورتني مبارک ايت څخه په ډاګه جوتيږي چې د ښځې د مياشتني عادت وخت د هغې د پليتۍ حالت او جنسي عمل يي د ځورونې او ناروغۍ عامل دي لکه چې د نن ورځي طبى پراختياووهم داخبره منلې او جوته کړي ده چې د حيض په حال كې د ښځې سره جنسي عمل د ښځې اونر دواړو د شنډيدو احتمال لري او د نورو ډېروناروغيو د مکروب اخيستلولپاره زمينه برابروي لکه سفليس [٢]

٢- سفليس: يوه مشهوره ناروغي ده چې په درى ورته آتشک وا يې اوپښتو كې د اوربلک په نامه ياديږي

سوزاک ،د ښځې د تناسلي غړي التهاب ،د سړي په تناسلي غړي كې د ښځې د حيض د چټلواو مکروپ لرونکووينوورننوتل او داسې نور ،نوځکه د طب پوهان هم د حيض په حال كې جنسي عمل ممنوع ګڼي [١]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب