دروژه ماتي په مهال دخلکو ځیني تیروتنې

روژه یوه درحمت مغفرت اونیکواعمالو دسرته رسولومیاشت ده ،روژه دالله تعالی دطاعت اوبندګې میاشت ده ،نوپه دغه مبارکه میاشت کې چې ترڅوممکن وي بایدسړی ځان له ګناهونوڅخه وساتې اوخپله روژه هم له خطاواوغلطیوڅخه پاکه ولري

په دي لاندي څوکرښوکې یوڅوعاموغلطیواوخطاوته اشاره کووهیله ده چې معتاد به تري اجتناب وکړي .

۱- ځیني خلګ په مسجدکې روژه ماته وي خودوه لویې غلطیانوي کوي

لمړي : داچې دمسجددنظافت اوپاکې خیال نه ساتي، دمسجددرۍ اوپزیان غوړیږي   اتامونه پري تویېږي ، مسجددالله تعالی کورده ،نظافت یې واجب ده . په مسجدکې هرډول خاشې اتامونه اوبه اونورڅیزونه تویه ول ګناه ده .

دوهم : داچې په مسجدکې خوراک اوڅښاک یواځي معتکف ته جائز ده ،نودغه خلګ چې په مسجدکې روژه ماته وي بایددنفلي اعتکاف نیت وکړي لکه وړاندي چې دفتاوي محمودیې اوامدادالاحکام عبارات تیرشوي دي .نفلي اعتکاف دیوڅومنټو اودقیقوهم کیدلی شې نوکه هغه خلک چې په مسجدکې روژه ماته وي دروژه ماتي بل ځای ونه لري نوبایدچې مسجدته داخلیږي داعتکاف نیت وکړي ترڅو یې دمسجددادب له خیال ساتلوسره سره داعتکاف اجراوثواب هم لاس ته راوړی وي .

۲- ځیني خلګ په کوروکې روژه ماته وي اوبیادماښام دلمانځه لپاره مسجدته نه حاضریږي ،   چې په دي سره دجماعت لمونځ چې واجب دی ورځیني پاته کیږي ،نوپه داسې حال کې له یوه تن څخه په داسې مبارکه میاشت کې واجب پاته کیږي نوڅه فکرکوئ چې دغه تن په یوه داسې اساس وخت کې یوه ستره غلطي اولوی جرم نه کوي ؟

سره له دي چې په یوه حدیث کې راځي چې په روژه کې دنفلوثواب دفرضوپه شان ده اودفرضوثواب یې داسې دی لکه اویافرضونو نودیوه جماعت لمونځ چې په روژه کې له سړي پاته شې داسې ده لکه اویادجماعت لمونځونه چې ورځيني پاته شوي وي یاپه بل تعبیرچې اویاواجبات ځیني پاته شوي وي،اوداویاوجماعتونوتیریدل یاداویاواجباتوترک له یوي لویې بدبختي سره لوی محرومیت هم دی .

۳- ځیني خلګ ددي په ځای چې په مسنون ډول روژه ماته کړي دخورما[کجورو] يایوسوراوبوپه ځای په نسوارویاسګریټو روژه ماته وي په دي کې شک نشته چې داسې عمل مکروه اودسنت خلاف دی ،چې بایدحتما پریښودل شې .

۴- ځیني خلګ بیا په دي ګمان چې دډوډۍ په سرکې مالګه څکل مستحب دی نوروژه هم لمړی په مالګه ماته وي   نوداهم یوبدعت اودسنتوخلاف عمل دی ځکه سنت دادی چې روژه لمړی بایدپه خورما یااوبوباندي ماته شې په حدیثوکې دروژي دماته ولولپاره لمړی همدا څیزونه یادشوي اوذکرشوي دي .

۵- ځیني خلګ چې لمر ولویږي بیاهم داحتیاط له امله روژه نه ماته وي داهم یوه غلطي دی ځکه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم لارښوونه داده چې څه مهال لمرولویږي اووریېځ نه وي نوسمدستې بایدروژه ماته شې اودیهودواونصاراوپه شان بایدروژه مات دتیاري ترخوریدا پوري ونه ځنډول شې.

۶- ځیني خلګ بیاداغلطي کوي چې ضروربه داذان دپای ته رسیدووروسته روژه ماته وي دوئ فکرکوي چې همدادثواب کاردی خوشرعا داسې کول مناسب نه دي څکه داذان دکیدوپه دوران کې خوراک یاروژه ماته ول جائز بلکه دافطاردتعجیل په بناء افضل اواولی دی . په دي هکله هم داحسن الفتاوی عبارت دحدیث په تشریح کې تیرشوي . اوبیابالخصوص زموږ په وطنوکې چې اذان دماښام دلمانځه په ځای دروژه ماتي لپاره کیږي . یعني خلګ ټول په اذان باندي روژه ماتوي اوداذان په انتظارکې وي .

۷- ځیني خلک بیاداغلطي کوي چې کله اذان کیږي نوداذان اجابت [یعني داذان دهري کلمي چې سامع کوم ځواب ورکوي ] نه کوي ، که څه هم داذان اجابت مستحب ده ولي په روژه کې یومستحب عمل لکه فرض دومره ثواب لري ،اوداذان دایجابت لپاره داهم ضروري نه ده چې سړی به ځان ورته له خوراکه فارغ کوي بلکه دخوراک په دوران کې هم ایجاب کول جائز دی .

۸- یوه بله ستره غلطي داده چې دروژه ماتي وقت چې ددعالپاره ډیربهترین وقت ده ، افسوس چې خلګ دغه وقت دروژه ماتي دخوراکونو په کښته پورته کولوتیره وي یایې په بي ګټي مجلسونو اوتشوګفوتیره وي ، په حدیث کې راغلي چې دروژه ماتي په وقت کې دعا نه ردیږي . یعني دعاضرور قبليږي .

۹- یوه بله غلطي داده چې دروژه ماتي په وقت کې ځیني خلګ دروژه ماتي دماکولاتواومشروباتو په توسع اوډیرښت مصروف وي ، چې ډیروخت دغه خوراکونه داسراف ترحده ورسیږي ، بله خواله دوئ سره دهغه مسافرو یامسکینانوهمسایه ګانوهیڅ فکرنه وي .چې دروژه ماتي لپاره هيڅ شی نه لري ،پیغمبرصلی الله علیه وسلم وایې چې یوروژه دارته دروژه ماتی په ورکولوسره ددي تن ګناهونه معافیږي بلکه دهغه روژه داردروژي داجرپه شان ثواب ورکول کیږي ، اوداسې نور .

۱۰- یوه بده غلطي داده چې دروژه ماتي په مهال ډیرخلګ له خولي لاس واخلي اوهرچاته بدرد وایې همدارازځیني میرمني په همدي مهال دکورله ماشومانوسره اخته کیږي یاښیراوي ورته کوي چې دادواړه ناروااوناجائزاعمال دي دروژه ماتي وقت ددعادقبلیدو اوالله تعالی ته دزاریو اوسوالونووقت دی .

۱۱- یوه بله لویه غلطي داده چې ځیني خلګ اوامامان چې روژه ماته کړي نودماښام لمونځ خوراپه تعجیل اوتیزي سره اداکوي اوکله خویې ترداسې حده ورسوي چې بالکل فاسدوي . ځکه قرآئت رکوع سجده یې دډیري تیزي له وجي څخه بي خي صحيح کيږي نه .

۱۲- یوه بله غلطي داده چي په ځینوسیموکې خلګ په یوه ځای روژه ماتوي نوهریوکوشش کوي چي ځانته په خپل لوښی اوډوډۍ باندي کیني ،نه غواړي چي بل څوک ورګډشي حالانکه دایوسخت بخل اومحرومیت دی ځکه په دغه وخت کي په یوه ګوله ډوډۍ ،کتغ ،یایوسور شلومبو،یایوسورابو باندي لوی خدای انسان ته بي شمیره اجرونه ورکوي لکه وړاندي چي یي په حدیثوکي یادونه وشوه ،

نومحترمو ورڼودایوڅوهغه غلطۍ دي چې په زیاتروځایونوکې لیدل کیږي هسې خوبه غلطیاني نوري هم ډیري وي الله تعالی دي موږټولوته هدایت وکړي اودحق لاره دي راته واضحه کړي .

والی الله تعالی المشتکی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب