دروژې میاشت د الهي نصرتونو میاشت

د روژې مبارکه میاشت د اسلام په تاریخ، او د مسلمانانو په زړونو کې لوړ ځای لري، روژه د رحمتونو، برکتونو، مغفرتونو او الهي نصرتونو میاشت ده، روژه د ظلم او باطل د محوې میاشت ده، د اسلام په تاریخ کې تر ټولو لومړۍ او ستره سوبه مسلمانانو ته په روژه کې ور په برخه شوې ده، د بدر غزا، چې د حق او باطل لومړۍ برخلیک ټاکونکې جګړه وه، ځکه خو په قرآن کریم کې یوم الفرقان ورته ویل شوي، نوموړې غزا د هجرت په دوهم کال، او د مبارکې روژې په ۱۷ نېټه پېښه شوې. او دا لومړی ځل و چې د جګړې په ډګر کې د مسلمانانو د نصرت لپاره له آسمانونو څخه ملایکې را کوزېږي!

 په دې مبارکه غزا کې د حق د پلویانو شمېره  ۳۱۳ وه، او یوازې دوه آسونه ور سره وو، او د ظلم د پیروانو شمېره تر ۱۰۰۰ پورې رسیده، او ۱۰۰ آسان ور سره وو. خو له دې ټولو سره سره بری د مسلمانانو په لوري شو، ۱۴ کسان یې شهیدان شول، په داسې حال کې چې د ظالمانو ۷۰ کسان ووژل شول، او ۷۰ یې اسیران شول!

 همدا رنګه د مکې مکرمې فتحه چې د مسلمانانو ستره او تاریخي فتحه ده، د هجرت په اتم کال د روژې د مبارکې میاشتې په شلمه نېټه د مسلمانانو په برخه شوې ده.

  لکه څه رنګه چې د روژې په مبارکه میاشت کې نور عبادتونه زیات اجر او ثواب لري، دا ډول جهاد هم په روژه کې ځانګړی ارزښت لري، جهاد د نورو عبادتونو په څېر یو عبادت دی، بلکې له ډېرو عبادتونو غوره دی، لکه جهاد چې په نورو ورځو کې اجر او ثواب لري، دا ډول په روژه کې هم زیات اجر او ثواب لري. په روژه کې مجاهدینو ته د الله جل جلاله له لوري ځانګړي نصرتونه راځي، لکه د بدر په غزا کې چې  الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته ملایکې را ولېږلې، دا ډول الله جل جلاله په هر وخت کې له خپلو بنده ګانو سره په مختلفو ډولونو نصرتونه کوي.

 الله تعالی دې وکړي چې د روژې دا مبارکه میاشت زمونږ د مجاهد ولس لپاره د الهي نصرتونو میاشت وي، د حق د برلاسۍ او د باطل د محوې او زوال میاشت وي، الله دې د دغه روژې په مبارکه میاشت کې یرغلګر زمونږ له خاورې څخه وباسي، او افغان مجاهد ولس ته سوچه اسلامي نظام، خپله خپلواکي او آرامي ور په برخه کړي.  آمین.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب