درې خصلتونه او انساني ډولونه -حدیث

ژباړه: د ابوکبشه انماری رضی الله عنه څخه روایت چی ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویې فرمایل: درې شیان دی چی زه پر هغو باندی تاسو ته قسم اخلم او یوه خبره درته کوم هغه یاد کړئ.هغه چی قسم ورباندی اخلم( دادی ): د خیرات له وجهی د هیچا مال نه کمیږی، پر بنده باندی ظلم نکیږی چی دئ صبر ورباندی کوی مګر داچی په هغه باندی یې الله پاک عزت ډیروی، بنده دځان لپاره د سوال دروازه نه خلاصوی مګر داچی الله پاک ورته دروازه د فقر را خلاصوی. او هغه خبره چی درته کوم یې او تاسو یې باید زده کړئ ( دا ده ) دنیا د څلورو نفرو لپاره ده: دهغه بنده لپاره چی الله پاک مال او علم ورکړئ وی نو دئ په هغوکی د الله پاک څخه ویریږی، صله رحمی وصل کوی او د الله لپاره په هغو کی ښه کار کوی ددغه بنده تر ټولو ښه مرتبه ده.

د هغه بنده لپاره چی الله پاک علم ورکړئ وی خو مال یې نوی ورکړئ خو دده نیت سم وی او وایی: که ما مال درلودلائ نو مابه هم د فلانی(مخکنی سړی) په څیر په مال کی عمل کولائ . نو ددغو دوو نفرو مزدوری سره یو ډول ده. د هغه بنده لپاره چی الله پاک مال ورکړئ وی خو علم یې نوی ورکړئ نو دئ په بې علمۍ سره په خپل مال کی تصرف کوی په خپل مال کی د الله پاک څخه نه ویریږی ، صله رحمی نه وصل کوی او سم تصرف پکښې نکوی نو ددې سړی لپاره بد ترینه مرتبه ده او بل دهغه بنده لپاره چی الله پاک نه مال ورکړئ وی او نه یې هم علم ورکړئ وی نو دئ وایی: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم د فلانی(مخکنی سړی) په څیر په خپل مال کی تصرف کولائ نو دده نیت معتبر دئ او ددغو دواړو نفرو ګناه سره یوډول ده.

توضیح: پر درو شیانو باندی رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم اخیستئ دئ:
۱ – په صدقې او خیرات باندی د چا مال نه کمیږی.
۲ – څوک چی پر ظلم باندی صبر وکړی الله پاک به یې په هغه باندی عزت ډیر کړی.
۳ – څوک چی سوال او ګدایی کوی هغه به نور هم مسکین کیږی.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: په دنیا کی څلور ډوله خلګ ژوند کوی:
۱ – هغه څوک چی الله پاک مال او علم دواړه ورکړیوی نو دئ د خپل مال اوعلم په اړه د الله پاک څخه ویریږی په مال او علم کی خیانت نکوی. د خپلوانو او دوستانو سره صله رحمی وصل کوی او په مال او علم کی د الله پاک د رضا لپاره کار کوی ددغه سړی ډیره ښه مرتبه ده.
۲ – هغه څوک چی الله پاک علم ورکړئ وی خو مال یې نوی ورکړئ خو دده نیت صفا وی او داسی وایی: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم دهغه بل ښه سړی په څیر ورڅخه ښه استفاده کولائ. ددغو دوو نفرو ثواب او مزدوری یوډول ده.
۳ – هغه څوک چی الله پاک مال ورکړئ وی خو علم یې نوی ورکړئ نو دئ په خپل مال کی د ناپوهۍ تصرفات کوی، د خپل مال په اړه د الله پاک څخه نه ویریږی، صله رحمی نه وصل کوی او په خپل مال کی سم روا تصرف نکوی. ددې سړی ترټولو بدترینه مرتبه ده.
۴ – هغه څوک چی الله پاک نه مال ورکړئ وی او نه علم نو دئ وایې: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم دفلانی بد سړی په څیر ناوړه تصرف پکښې کړئ وای بس دده نیت ته اعتبار سته او ددغو دوو نفرو ګناه سره یو ډول ده.

وَعَنْ أَبِي كَبْشَةَ الْأَنْمَارِيِّ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – يَقُولُ: ” «ثَلَاثٌ أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ، وَأُحَدِّثُكُمْ حَدِيثًا فَاحْفَظُوهُ، فَأَمَّا الَّذِي أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ فَإِنَّهُ مَا نَقَصَ مَالُ عَبْدٍ مِنْ صَدَقَةٍ، وَلَا ظُلِمَ عَبْدٌ مَظْلِمَةً صَبَرَ عَلَيْهَا إِلَّا زَادَهُ اللَّهُ بِهَا عِزًّا، وَلَا فَتَحَ عَبْدٌ بَابَ مَسْأَلَةٍ إِلَّا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْهِ بَابَ فَقْرٍ. وَأَمَّا الَّذِي أُحَدِّثُكُمْ فَاحْفَظُوهُ ” فَقَالَ: ” إِنَّمَا الدُّنْيَا لِأَرْبَعَةِ نَفَرٍ: عَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ مَالًا وَعِلْمًا، فَهُوَ يَتَّقِي فِيهِ رَبَّهُ، وَيَصِلُ رَحِمَهُ، وَيَعْمَلُ لِلَّهِ فِيهِ بِحَقِّهِ، فَهَذَا بِأَفْضَلِ الْمَنَازِلِ. وَعَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ عِلْمًا وَلَمْ يَرْزُقْهُ مَالًا، فَهُوَ صَادِقُ النِّيَّةِ يَقُولُ: لَوْ أَنَّ لِي مَالًا لَعَمِلْتُ بِعَمَلِ فُلَانٍ، فَأَجْرُهُمَا سَوَاءٌ. وَعَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ مَالًا وَلَمْ يَرْزُقْهُ عِلْمًا، فَهُوَ يَتَخَبَّطُ فِي مَالِهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ، لَا يَتَّقِي فِيهِ رَبَّهُ وَلَا يَصِلُ فِيهِ رَحِمَهُ، وَلَا يَعْمَلُ فِيهِ بِحَقٍّ، فَهَذَا بِأَخْبَثِ الْمَنَازِلِ، وَعَبُدٍ لَمْ يَرْزُقْهُ اللَّهُ مَالًا وَلَا عِلْمًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ أَنَّ لِي مَالًا لَعَمِلْتُ فِيهِ بِعَمَلِ فُلَانٍ، فَهُوَ نِيَّتُهُ وَوِزْرُهُمَا سَوَاءٌ» “. رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَقَالَ: هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب