درې خواړه په یخچال کې مه ساتئ

درې خواړه په یخچال کې مه ساتئ

په اوسني عصر کې په ښاري سیمو کې تقریبا هره کورنۍ په خپل پخلنځۍ کې یخچال لري، چې په واسطه یې د کورنیو میرمني کولای سي، خپل پاخه کړي خوراکونه وساتي، همداسي د مېوو او سبزیو د تازه ساتلو لپاره یخچال ډیر اهمیت لري.

خو درې داسي خواړه سته چې د نوي تحقیق سره سم کله چې په یخچال کې کښېښودل شي خپله ګټه له لاسه ورکوي چې د هغو څخه:

۱- پټاټې یا کچالو دي.

کله چې په یخچال کې کښېښودل شي، خپل په دننه کې چې کومي اوبه لري، هغه په شوګر یا په خوږې اوړي، چې له کبله یې خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي، او د خوراک په وخت کې بد مزه وي.

۲- شفتالو:

ډیره قیمتي غذا ده، د نورو میوو په نسبت ډیر زیات پوټاسیوم او فایبر۲ په ډیر مقدار لري، خو دغه هر څه هغه وخت له لاسه ورکوي، کله چې په یخچال کې کښېښودل شي.

۳- هندواڼه

د ګرمي تر ټولو ښه علاج او د ګرمي تر ټولو زیاته خوړونکې د هر چا د خوښې میوه، چې ډیر خلک یې د خوراک تر مخه په یخچال کې ایښودل خوښوي، تر څو یخه یخه یې وخوري، خو د نوي څیړني سره سم هندواڼه خپل ټولي ګټي هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې په یخچال کې کښېښودل شي او یخه شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب