درې ډوله خلك بايد وپېژنئ- اخلاق

په عمومي توګه انسانان په درې ډوله دي:

(1)    هغه انسانان چې داسلامي اخلاقو او خويونو څښتنان وي.
(2)    هغه انسانان چې داساسي او بنسټيزو اخلاقو او خويونو خاوندان وي.
(3)     هغه انسانان چې دجاهلي اخلاقو او خويونو څښتنان وي.

داسلامي خويونو څښتن:
دا هغه انسان دى چې جومات ته ځي راځي او عبادتونه پرځاى كوي، دا تر ټولو څخه دعوت ته نژدې تن دى، ده ته رسيدل ډير اسانه دي ـ چاته چې الله جل جلاله اسانه كړي وي ـ او له مونږ نه ډير كارنه غواړي. دغه ډول تن  بايدزمونږ داهتمام او پاملرنې په لومړي سر كې ځاي ولري.

داساسي خويونو څښتن:
دا هغه ډول انسان دى چې اسلامي اخلاقو او عباداتو ته خو التزام نلري، خو ددې سره ښكاره او په ډاګه ګناه هم نكوي، اجتماعي او ټولنيز شخصيت وي، دنارينتوب خاوند وي او زړورتيا او ميړانه ولري، دغه ډول شخص داهتمام او پاملرنې  په دوهم سر كې راځي.

دجاهلي اخلاقو او خويونو خاوند:
دا ځانته او جدا انسان دى، دمخكينيو يوه په شانې هم ندى، دهيچا ددوستۍ او انډيوالۍ پروا نه ساتي او خلك ترې ګوښه ګرځي او څنګ ترې كوي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: إن شر الناس منزلة عندالله يوم القيامة من تركه الناس اتقاء فحشه.
.  [دقيامت په ورځ به دالله تعالى په وړاندې له ټولو نه بده او خرابه مرتبه  دهغه چاوي چې د هغه دپوچو اوستغو سپورو څخه دځان ساتلو لپاره خلكو ترك كړى او پريښى وي].
دده مثال دهغه چا غوندې دى چې دهغه په هكله پيغمبر صلى الله عليه وسلم ويلي دي: بئس أخو العشيرة.  [ډير بدګذرانه دي].
دغه ډول شخص داهتمام او توجه په وروستۍ مرحله كې قرار لري.

your ads

د مڼو ونه:
ددې لپاره يو مثال بيانوو: يو سړى دمڼې له يوې ميوه لرونكې ونې لاندې چې مڼو ته يې لاس وررسيږي ولاړ دى، نو دى اول ده ته نژدې هغه مڼې راشكوي چې دده لاس ورته رسيږي ـ چې دا لومړى ډول خلك دي ـ او بيا لږ ورپورته مڼو ته هڅه كوي ـ چې دا دوهم ډول خلك دي ـ اّن تردې چې مڼې خلاصې شي او يواځې هغه مڼې پاتې شي چې دونې په لوړو څوكو كې نښتې دي او لاس نه وررسيږي چې دا دريم ډول خلك دي، نو دوى به يا سمې لارې ته راګرځي چې هدايت ترلاسه كړي او يا به تر يو وخت پورې  ګوښه پاتې وي.

ضرور نده چې همدغه ترتيب له خلكو سره ديوه داعي او بلونكي دتعامل اساس او بنسټ پاتې شي، بلكې كله به الله پاك داسې شرايط اوظروف برابروي چې دغه ترتيب او معيارونه په كښې بدلون مومي لكه چې له عمر بن الخطاب، خالد بن الوليد او عمرو بن العاص رضي الله تعالى عنهم اجمعين سره پيښ شول. كه له اسلام سره ددوى دښمني او سخت دريځي راياد كړاى شي نو تمه داوه چې دوى په اسانۍ سره اسلام ته غاړه نه واى ايښې او كه ايښودلاى يې هم نو تر ټولو وروسته او په اخر كې، خو د تمى خلاف په ناڅاپي توګه دوى له وخت نه مخكښې داسلام ښكار شول.

كله كله سړى كنډه (چنګك) له ځان سره واخلي او دسيند غاړې ته لاړشي، فكركوي چې په دغه كنډه به كوم وړوكى كب ښكار كړي او عادتا همداسې وي.خو په ناڅاپي توګه ګوري چې يو غټ كب يې ښكار كړ!

په قاهره كې دبولا ق دكلي څه ځوانان لاړل څو چيرته تشه او ميداني ځمكه په كرايه ونيسي او دميلاد النبي په مناسبت هلته ديوې غونډې لپاره چې امام حسن البنا هم ورته حاضريده تيارى ونيسي، ديو سماوار له څښتن څخه يې چې ترڅنګ يې تشه ځمكه پرته وه پوښتنه وكړه، كله چې لـه اصل مطلب اودغونډې جوړيدو له مناسبت نه خبر شو نو ددوى هركلى يې وكړ او خپل ښه چمتووالى يې څرګند كړ، كله چې ځوانان بيرته راستانه شول دسماوار دڅښتن كيسه يې امام بنا ته وكړه – دغه سړى معلم ابراهيم كروم نوميده چې په قاهره كې دبولاق دكلي اتل او قهرمان او دسيمې داوسيدونكو او دولت په وړاندې داثر او رسوخ خاوند و – امام بنا چې كله غونډې ته دوينا لپاره روانيده نو په معلم كروم ورغى، هغه سره يې وليدل، دهغه دغه نيك دريځ  يې وستايه او مننه يې ترې وكړه او كله چې امام خپله بيانيه پيل كړه نو يو ځل يې بيا  دغونډې دګډونكوونكو تر وړاندې دمعلم كروم ددريځ ستاينه وكړه. له همدې غونډې څخه وروسته معلم كروم دامام بنا ملګرى او داخوان له مركز سره وتړل شو، اّن تردې چې د 1954م كال په مارچ كې يې درئيس محمد نجيب دبيرته راتګ او داخوان المسلمين دزندانيانو دراخوشي كولو په خاطر دجمال عبدالناصر پرضد په خپل اّس سپور د لاريون مشري كوله چې وروسته بيا له نورو اخوانيانو سره يو ځاى بندي هم شو.

يو داعي ورور يوه ډله ځوانان ويني چې يو بل سره مينه او محبت لري او تل سره ملګري وي، نو دده زړه ټوپونه وهي څو دغه ځوانانو سره تعارف وكړي، زړونو ته يې ځان ورسوي او دعوت ته يې جذب كړي، خو لاره كومه ده؟

ددغسې ځوانانو زړونو ته په لار پيداكولو كې دكرښندې او پلان له جوړولو نه پرته چاره نشته. غالبا او عموما دځگوانانو دغسې ډلې يو مير (مشر) لري چې هغه سره دمينې او محبت او دهغه دشخصيت د درناوي په خاطر ترې تاو او ورسره ملګري وي. كه داعي ورور وتوانيږي چې لومړى ددغه شخص زړه ته لار وكړي ـ اګر كه څه موده وروسته هم وي ـ نو هيله ده چې الله پاك به ټول ورته راولي او كه داكار ګران و نو پرده لازم دي چې نهيلى نشي اوپه دوى كې چې كوم يو دښه او دعوت ته نژدې فكرڅښتن وي او دعوت ته په اسانۍ سره لبيك ويلى شي له همغه سره دې په پراخه حوصله او اوږده ساه كار پيل كړي، دهغه ملګرو او انډيوالانو سره دې مينه او محبت څرګندوي او هغوى دې پرته له خير نه په بل څه نه يادوي ترڅو له ده څخه داسې كومه خبره ور ونه رسيږي چې دده پر مخ دروازې وتړي، په پوره نرمۍ او مهربانۍ به ورسره تعامل كوي ترهغه چې الله پاك ورته ددعوت پوره منلو او له هغه سره دبشپړې موافقې اراده وكړي، بيا به دخپلو انډيوالانو په هكله ستا مل او ملګرى وي، يو په بل پسې به يې راولي اّن تردې چې الله خپل نعمت بشپړ او پوره  كړي او ټول ددعوت لښكريان شي.

زما نصيحت واوره چې دوى سره به په رفق او نرمۍ چليږې، خو ددې سره سره دا حتمي مه ګڼه چې دوى ټول به ستادعوت مني، كه دا كار وشو او دوى ټولو درسره ومنله نو دابه دالله فضل او احسان وي، اصل كار خو ټول له الله تعالى سره ده او دالله پاك دا خبره چې وايي: انك لاتهدي من ډحببت ولكن الله يهدي من يشاء.  [بيشكه ته خامخا هدايت او لارښوونه نشې كولى هغه چاته چې ستا ورسره مينه ده، داخو الله كوي چې چاته يې خوښه شي هدايت ورته كوي]. ديته اشاره ده چې هغه څوك چې ته ورسره له ټول زړه نه مينه او محبت لرې ستا په واك او اختيار كې ندى او نه دهغه په زړه باندې څه واك لرې چې ته څرنګه غواړې نو هغه دې همغسې شي.

دډوډۍ تنور
ددې لپاره يو مثال واوره: نانواى (ډوډۍ پخوونكى) دداش او تناره خولې ته ولاړ وي، څو دانې پيړې جوړې كړي او داش ته يې ورننه باسي، بيا لږ څه وخت ورته وګوري، چې كومه پخيږي هغه راوباسي، ځينې اورته نژدې كوي، ځينې په بل مخ اړوي، ځينو سره يو څه كوي، ځينو سره بل څه كوي او چې كله هم يوه پخيږي نو راوباسي يې او كله خو لا ډوډۍ په اور كې وغورځيږي او وسوځي.

دغه ديو داعي مثال دى چې په ټولنه كې ددعوت په كار بوخت وي، څه اخلي څه وركوي، چاته ځان نژدې كوي او له چانه ځان ليرې كوي! هرچاته دهغه مناسب څه وركوي. لكه طبيب او ډاكټر چې هر ناروغ ته دهغه درنځ موافق دارو او درمل وركوي000 پدې توګه داعي صبر كوي او په صبر سره په هر ډول شخص باندې برى ترلاسه كوي او ددې په نتيجه كې څه وخت وروسته ګوري چې ځينې پاخه شوي او پرمخ او ټنده يې دايمان نور او رڼا پړقيږي، ځينو سره ويره او ډار پاتې وي، ځينو باندې يو ډول حيا پرته وي، ځينې تمبلي او لټي كوي، ځينې څنګ كوي او ځان ليرې كوي او ځينې لا ورانى كوي او ضرر رسوي. هو؛ داعي به لدې ټولو سره ددعوت لړۍ په حكيمانه توګه جاري ساتي، دعاګانې به كوي او هيله من به اوسي څو الله پاك ددوى زړونه او سينې ددعوت لپاره پرانيزي.

هر هغه ورور چې دعوت ته ديو معين شخص په راجذبولو كې مينه او رغبت لري او خپل ټول وخت، زيار او كوښښ له همدغه ټاكلي تن سره مصرفوي، زيات ورسره ګوري راګوري او ملاقاتونه كوي، ډير اصرار او ټينګارپرې كوي او تل يې ځان ورسره بوخت  كړى وي000 دغه ورور دې ځان ته مراجعه وكړي او په خپل كار دې له سره غور وكړي، ځكه هر انسان كه څومره خپلواك او غښتلى شخصيت هم ولري دغومره ټينګار ورسره كول او زور پرې راوړل او هغه بېخې كلابند كول دهغه په زړه كې ډول ډول شكونه او رنګ رنګ ګمانونه راپيداكوي او كله خو نتيجه بېخي سرچپه شي، زړه بالكل له دعوت څخه تور شي او له هغه سره حساسيت پيداكړي! اصل او قاعده بايد په دعوت كې داوي چي:
خذ ماتيسر ودع ما تعسر لما قد يتيسر كوم چې اسانه وي هغه واخله كوم چې ګران وي هغه پريږده څو اسانه شي.


زړونو ته لار له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب