د زم زم اوبه یوه معجزه ده | د قرآن علمي اعجاز

د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه می واورېدل چی دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه مراددرته حاصلیږی۔ (ابن ماجه)
دحضرت ابن عباس رضی الله عنهماڅخه روایت دی چی بنی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چی دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه فایده به لاسته راوړی، که مو د کومی ناروغۍ په نیت سره وڅیښلې نوالله به شفاء درکړی، که مو د خوراک په نیت وڅیښلې نوالله جل جلاله به موموړکړی، اوکه مودتیندی لپاره وڅیښلې نوالله جل جلاله به مواوبه کړی اوتنده به مومات سی۔ (دراقطنی)
د حج په شپوکی دمکې مکرمې زیارت کوونکی ددې اوبوخوندګوری، څیښې ئې اووخپلودوستانوته ئې دمقدسې تحفی په ډول سره راوړی، اوهرمسلمان ددې کوښښ کوی چی ددې اوبوتبرُک حاصل کړی، هرکال د (25) لکوڅخه حاجیان ودې ښارته راځی په پوره پریمانۍ سره دااوبه استعمالوی اوپه زرګونوه ټنه اوبه له دې ځایه څخه وخپلوهیوادونوته وړی، دحج پرمهال کوم چی حاجیان دزم زم اوبه څیښی نوډېره تازګې، هوسایې، اوخوشحالې محسوسوی، اوددنړۍ ټول ساینس پوهان په دې انددی چی دنړۍ چی څومره پرمخ تللی (منرل واټر) دی دهغوڅخه دزم زم داوبوخوند، تازګې، اوخوشحالې اواستراحت زیات دی، په دې اوبوکی دسپېڅلتوب څخه علاوه ډېرمعدنی موادسته چی ساینس پوهان ورته هک پک حیران دی۔

دزم زم داوبوسپېڅلتوب:

تقریبا (4000) کاله مخکی دلوی څښتن اولوالعظم پیغمبرحضرت ابراهیم علیه سلام خپله کوروالا حضرت بی بی هاجره رضی الله تعالی عنها اویوخپل ماشوم ځوی چی شېدې ئې رودلې حضرت اسماعیل عیله سلام په یوه دښته، چی په غرونوپوښلې ، هیڅ ابادې نه وه، خاص رېګ اووچه وچوبې وه، دالله جل جلاله په حکم سره پرېښودل، اوحضرت ابراهیم علیه سلام وفلسطین ته ولاړ، حضرت اسماعیل علیه سلام چی ګرمې زیاته وه له تندې څخه بې تابه شو، بی بی هاجرې چی دخپل ځوی ومخته وکتل نووارخطاسوله، په همدې چول کې ئې پرېښوده، اودصفااومروه وغونډۍ ته ولاړل، اوس دابی بی په دې تکل کی ده چی اوبه پیداکاندی، نویوواردصفاوغونډۍ ته پورته شوه اوهلته چی ئې داوبوکوم څرک پیدانه کړنوبیادمروا وغونډۍ ته وختل، داکارئې اووه واره تکرارکړ چی نه ئې هیڅ کاروان په سترګوشو، اونه ئې کوم داوبوڅرک وموند، دخپل ماشوم ځوی حضرت اسماعیل علیه سلام دژړادکرارولولپاره دابی بی دغره څخه راکښته شوه چی ګوری حضرت اسماعیل علیه سلام ډېرتږی اوپښې غورځوی ، اوچی ښه رانژدې شوه نودحضرت اسماعیل علیه سلام دپښوڅخه اوبه راوځی، داهغه ځای دی چی اسماعیل علیه سلام خپلې پوندې مبارکې غورځولې، حضرت بی بی هاجرې دالله شکراداکړ، اوبیائې ددې اوبوڅخه وحضرت اسماعیل علیه سلام ته اوبه ورکړی چی وروسته ئې خپل ستونی هم په لوندکړ، داځای په چینې بدل شو اوحضرت بی بی هاجرې داوبه په کاڼواوریګوسره راټولی کړی، چی په همدې سبب ودې ځای ته زم زم وایی ؛ دحضرت بی بی هاجرې رضی الله تعالی عنهادااووه ځلې دصفااومرواتګ (سعی) والله ته محبوبه سوه اودائې دحج په مرسموکی وشمېرل چی دتل لپاره ددې بې بې یادتازه وی، چی دوخت په تېرېدوسره دلته لکه په قرانکریم کی چی راغلی دی یو ښارد (بلد الامین) یعنی دامن ښارجوړشو۔
له دې څخه وروسته حضرت ابراهیم علیه سلام اوحضرت اسماعیل علیه سلام دلوی څښتن په حُکم سره ددې چینې سره نژدې دکعبې خونه جوړه کړه، چی دادټولومسلمانانوقبله اودزمکې پرمخ یومقدس ځای دی۔

د زم زم د څاه ګډېدل او بیا پیداکېدل:

دحضرت ابراهیم علیه سلام څخه وروسته ودې مقدس ځای ته خلک راتلل اوددې زیارت ئې کاوه، په مختلفودوروکی چی که زیات معلومات غواړی نو(تاریخ مکه) وګوری ، داجریان تر(540) میلادی کاله پوری جاری وو، چی دایوابراهیمی سنت وهرچاته سپېڅلی وو، چی ددې زیارت دحاصلولولپاره دډېرولیروځایوڅخه خلک راتلل اوزیارت ئې کاوه، چی کله به دخلکوداسفرپه میاشتومیاشتووو، په دغه وخت دمکې سرداردقریشودقوم مشرچی شیبه نومېدی اوپه (عبدالمطلب ) سره مشهوره ووددې حاجیانو، مېلمنواوزیارت کوونکوډېرپه مېړانه ، اخلاص اوایماندارۍ سره خدمت کاوه، ټول څښاک، خوراک، اوپالنه ئې ده کول، عبدالمطلب ته دتېروخت څخه معلومه وه چی دلته یوڅاه دزم زم په نامه شتون درلودی، اواوس داچیری دی، دانوهغه وخت دی چی دمکې په ښارکی اوبه قحطی دې، دی که په سفرکی دی، که خوراک کوی، اوکه بیدیږی په فکرکی چی یا الله داڅاه چیری اوڅنګه به ئې پیداکړم۔ داڅاه په سونوکلونومخکی دبنوخزاعه اودجرهم دقبیلې دجنګ ترمینځ ډک شوی، اودرک ئې نشته، چی اوس دزم زم یونکل ګرځیدلی اوهیچاته معلوم نه دی، دجرهم دقبیلې اخری سردار(مضاض جرهمی) وکعبې ته ورغی اوڅه شیان ورسره وه، (نذرانه) اودائې راټول کړل اودزم زم وڅاه ته ورواچول اوڅاه ئې ګډکړ، عبدالمطلب ته دومره معلومات شته چی دکعبې پرشاوخواوو، اوداچی چیری، څومره لیری اوپه کوم طرف ئې دی دانه وه ورته جوته۔
دده همېشه دافکرووچی دزم زم څاه پیداکړم، صفائې کړم اودخدای جل جلاله دمېلمنوستونځې حل کړم اوداافتخارزماپه وسیله ترسره شی، اوالله جل جل له داشرف زماپه نصیب کړی، چی ډېرې هلې ځلې ئې وکړی اوهیڅ په لاس نه ورغلل څوځایونه ئې وکیندل بې معنی اوهېڅ نتیجه ئې ورنکړه، کله به ئې له ځانه سره ویل نوروخت مه ضایع کوه، اوداکارپرېږده، بیابه وویل الله جل جلاله ته خوهرڅه هوسادی اودخدای څخه هیڅ مسلمان نه ناامیده کيږی، یوه ورځ ئې طواف وکړاووروسته دکعبې وسیوری ته کښېنستی اوپه خواږه خوب ویده شو، چی په خوب کی یوچاورناره کړه :
(ولاړشه اودزم زم څاه وکینده، اوته ددې څاه پرکیندلواوپیدکولومه خواشینی کیږه، اوداستادعزتمندپلارحضرت اسماعیل علیه سلام یوه نوښانې ده، ددې څاه اوبه نه کمیږی اونه هم وچیږی، ولاړشه!!! اوته دااوبه وټولوحاجیانوته ورکولای شی۔)
کله چی عبدالمطلب رابیداره شو نودډېرې خوښۍ څخه ئې دمخ رڼاله ورایه ځلېده، ډېرخوشحاله شو، اوټولې خبرې ئې په غوږوکی وی، چی په خوب کی یوچاورته کړېوې، په دوهمه ورځ بیاهلته کښېانستی اوبیده شو، یبا یوچاپه خوب کی مخکنۍ خبرې ورته وکړې، په دریمه ورځ بیاهلته کښېناستی اوداځل ئې په خوب کی دهغه څخه وپوښتل چی دزم زم څاه چیری دی، ځای ئې راوښیه، هغه ورته وویل سبایوکارګه راځی اودزم زم دڅاه پرځای کښېنی اوپخپله مښوکه ئې کیندی همدغه ځای دزم زم دڅاه دی،
په راتلونکې ورځ کی عبدالمطلب دکعبې شریفی ومخته وختی راغی اوپه دې انتظارکی دی چی یوه علامه ووینی څه نورخلک هم ورسره ناست دی، دخوشحالۍ څخه په موسکادی، چی یوتورکارګه په اسمان کی غوټې وهې، څوواره په مکې معظمې راوڅرخېدی، عبدالمطلب ورته متوجه دی، چی په پای کی هغه تورکارګه راغی وکعبې شرېفې ته نژدې کښېناستی اوپخپله مښوکه ئې دهغه ځای کیندل پیل کړل، عبدالمطلب ورته ګوری، کله چی هغه والوتی نودې ورولاړشو اودهغه ځای دکیندلوامرئې وکړ څه چی وکیندی نوهغه یقینادزم زم څاه دی، اوخپل خوب ئې درست ثابت شو، اودخدای شکرئې اداکړ ددې څاه څخه ئې دوې تورې، اودوې مجسمې چی دسروزرووې دهوسیوراوکښلې، داهغه دمضاض جرهمې شیان وه چی وراچولې ئې وه، ترمیم ئې کړ، صفائې کړ، اودحاجیانودخدمت لپاره ئې اماده کړ۔

د زم زم د اوبو سپکاوۍ او د هغې ساینسې ځواب:

په (1971) میلادی کال کی یومصری ډاکټرپه یو ه مصرې ورځپاڼه کی یومضمون لیکلی وو، اوویلی ئې وه چی دزم زم اوبه اوس دڅښلولپاره مناسبې نه دی داخبره ډېرژرپه اسلامی نړۍ کی خپره شوه، چی داحال وسعودی ته هم بېله ځنډه ورسېدی، اودنړۍ دمسلمانانوداشعارووچی دادتعصب نه ډکه یوه بې بنیاده خبره ده، دسعودی عربستان هیوادژرترژره داوبواوزراعت ووزارت ته امروکړچی ددې په هکله پلټنه وکی، اودزم زم اوبه داروپاولابراتواروته واستوی اومعاینه ئې کی، چی دامتعصب څه وایی، چی داکارپه جده (ډی سیل نېشن) په غاړه واخیستی چی دامرکزدبرېښنااودسمندرڅخه دملګینواوبوبدلول په خوږوابوباندی داوظیفه په غاړه لری، ددې مرکز څخه یوانجینرطارق حسین سره دبل ملګری وکعبې شریفی ته واستول، چی دزم زم دڅاه معاینه وکی، اوڅه اوبه راوخلی دمعاینې لپاره، پخپله انجینرطارق حسین وايي:
موږچی کله وکعبې شرېفې ته راغلونوغسلونه مووکړل اودواړه چی نوردولتی خلک هم راسره وه دزم زم وڅاه ته ولاړو، ددې څاه اوږدوالی 18 فوټه، سورئې 14 فوټه اوژوروالۍ ئې 5 فوټه وو، دادعبدالمطلب پرمهال چی کوم څاه ده جوړکړیدی اوهمدانن ئې دده همهغه اندازه ده، هیڅ بدلون نه وپکښې راغلی وڅاه ته په حیرانۍ سره ولاړیم اووخپل ملګرې ته وایم چی داهغه څاه دی چی ورځ کی په کروړوګېلنه اوبه ورڅخه ځی، زه هم ورته حیران اودی هم، دااوبه ډېرپه نرمۍ سره ولاړې دی ، ماډېرکوښښ وکی چی پیداکم چی داڅاه خوبه یاځای نل یاپایپ نه لری، اودڅاه د کومه طرف نه اوبه راوځی هیڅ ونه توانېدم،چی څومره اوبه رااخلې هیڅ بدلون نه پکښې ترسترګوکیږی، اوولاړیم اوله ځان سره می دافیصله وکړل چی داستاترفکراوعلم څخه لوړدی، اوپه دې می اعتراف وکړچی بې شکه چی دامعجزه ده، اوداهرڅه ددې څاه اواوبه په اړ ه چی نشرکیږی داټولې غلطې دی، یوڅه اوبه موهلته وڅیښلې اویوڅه موله ځانه سره وجدې ته دمعاینې لپاره راوړې، الحمدلله ثم الحمدلله۔
و خپلو افسرانو ته می دزم زم دڅاه کیفیت بیان کړ چی دوی ټول هم ورته هک پک حیران شول، اوبه مواروپاته ولېږلې اومعاینه ئې وسوه، چی نتیجه ئې داراغله چی په دې اوبوکی کلسیم اومګنیزیم مالګې ترنورواوبوډېرې دې، چی داخوشحالې، تازګې اوهوسایی هم له همدې کبله ده، دزم زم په اوبوکی ددې څخه علاوه دفلورایډمرکبات هم شته، چی دادجراثیمودژولوښه منبع ده، اوپه دې کې مهم رول لری، اروپایی ماهرینوداهم علاوه کړل چی په نړې کی دداسې اوبومثال نشته، اودمصری ډاکټردابیان چی دزم زم اوبه نوردڅښلونه دی یوه پوچه اوبې بنیاده خبره ده، دوی داهم زیاته کړل چی دابهترین خواړه هم دی۔
ډېرژردانتیجی دنړې په ګوټ ګوټ اسیا، اروپا، امریکا، افریقا اواسترلیاکی خپبرې شوی، وګوری دحق اوباطل مقابلې ته اوکفاره دامعجزه ثابته کړل، اوخپل اعتراف ئې وکړ، الحمدلله ثم الحمدلله۔
دزم زم دڅاه ځانګړتیاوې:
 دزم زم څاه هیڅکله نه وچیږی اوهرڅومره اوبه چی ورڅخه خیږی پکښې شته۔
 دزم زم اوبه هیڅکله خپل خوندنه بایلی، داځکه چی داسی معدنی موادپکښې دی چی اوبه وخرابېدوته نه پرېږدي، چی هرڅومره وخت هم پرتېرشی۔
 دڅښلوپه وخت کی هره ناروغی لیری کو، ستړیا، سستوالۍ، درد اوخفګان هم بېله شکه لیری کوی چی هرکال حاجیان دپخپله مشاهده کوی، دډېرې ستړیاوروسته چی ئې وڅیښی نوضروربه هوساسی، دحج په وخت کی که دحاجیانوپښې دردوکی اویادډېرمزل څخه وپړسیږی نوبېشکه چی کله دامبارکی اوبه وڅیښل شی اویاهم پرتوی سی نوهرڅه به الله جل جلاله ورڅخه لیری کی، اوصحت به ومومی۔
 دزم زم څاه ونوروکیمیاوی موادوته ضرورت نه لری، لکه په عام ډول سره چی موږوخپلوڅاګانوته کلورین اوداسی نورموادوراچووترڅوئې خوندخراب نه سی اویاهم دچینجی لپاره، دزم زم اوبه دخپلوځانګړوموادوپه درلودلوسره نه ئې خوندبدلیږی اونه هم چینجی کوی، چی داددې اوبویوه معجزه ده۔
 ځینی څاګان ونورژوروالی ته ضرورت لری، داوبودکمښت له کبله، خودزم زم څاه وژوروالی ته کوم ضرورت نه لری، ددې څاه اوبه دومره ډېرې دی که دټولې نړۍ خلک په یووارراټول هم سی اودااوبه څیښل پیل کی لابه ئې هم یوه زره فرق څوک پکښې پیدانه کی، داځکه چی ددې زم زم دڅاه معجزه وټوله نړۍ ته ثابته سوی ده۔ د (1400) کالوراهیسی همداڅاه دی اوهمدااوبه دی، کومی اوبه چی دعبدالمطلب په وختوکی پکښې وی په هغه اندازه اوبه اوس هم پکښې دی، اواندازه ئې هغه دعبدالمطلب صاحب اندازه ده۔خو پاته دې نه وی چی اوس مهال دسعودی عربستان چارواکوبرمی پکښې وهلی دی چی دوی غواړی ترډېرځایه پوری دااوبه ورسوی، نه ددې په وجه چی دااوبه لږوشویدی۔

د زم زم په اوبو کې کیمیاوی مرکبات:

ډاکټرعبدالقادرالمهندسی ویلی دی چی دزم زم په اوبوکی د(ph value) یعنی دهایدروجن ایون (7۔5) پکښې دی، دامریکای ماهرینوپه اند دزم زم په اوبوکی دنوروموادوڅخه علاوه،
هم (trace amounts) شتون لری، چی ددې اندازه 0۔01 ده، نړېواله روغتیایی ټولنه هم په دې اند ده چی دزم زم اوبه په ټوله نړۍ کې نظیرنه لری، اودښواوبوپه فهرست کی ئې لومړۍ مقام ورکړیدی، اوداټولنه هم په دې اند ده چی دادانسان لپاره ترټولوښه اوبه دی ، چی مکمله غذاده، اوهرچاته که ورسیږی نودابه یوسوغات دی۔
دزم زم اوبه لاندنی معدنی مواد د (ppm) په تناست سره لری:
کلسیم 198
میګنیزیم 7۔43
کلوراییډ 335
ګندهک 370
اوسپنه 15۔0
منګنیز 15۔0
مس 12۔0

د جیولوجي (دمځکې پوهه) او د زم زم څاه

د فخر الموجودات حضرت محمدصلی الله علیه والسلم نیکه عبدالمطلب څخه راهیسی ترنن پوری دزم زم دڅاه اوږدوالی اوسورپه همهغه اندازه دی، پاته دی نه وی چی دمکی معظمې شاوخواسیمه ټوله دګرینایټ ډبروپوښلې اودهمدې ډبرې غرونه هلته شتون لری، دایوه غرنۍ سیمه ده، چی ددې ځمکی قشر50څخه تر100 فوټه پوری ریګوپوښلې دی، اودمکې دټولې سیمې همداخاصیت دی، اودزم زم څاه هم په دې ریګوکی دی، دجیولوجی دعلم له نظره څاهان پردوه قسمه دی یو (اوپن ویل) یعنی خلاص څاه، چی داڅاه عموماکوچنی دی، اولږژوروالۍ لری، لکه دزم زم څاه، که داڅاه په ډبرینه مځکه کی وی نوڅه مقاومت به وکی اوکه په ریګستان کی وی نودادومره مقاومت نلری،خودزم زم څاه ددې علم برخلاف دا 1400 کاله کیږی چی سته اوتراوسه مقاومت لری اوحال داچی پرهغه زاړه اندازه باندی دی، اوبل ژورڅاه دی، چی ځینی وختونه اوبه په اسانۍ سره نه ورڅخه راخیږی، اووټیوب ویل (برمې) ته اویاهم ماشین ته ضرورت پیداکیږی، دخلاص څاه اوبه بایدژرخرابی سی، داځکه چی دمځکې سطحی ته ډېرژورنه دی اومعدنی موادنشی راجذبولای، ددې اوبورنګ هم ژرژیړیږی اویاهم بدلون مومی، داسی څاګان دجیولوجی په تاریخ کی اودمځکپوهانوپه انددیوه کاله ترپنځوکالوڅخه اضافه عمرنلری اوډېرژرله مابینه ځی، اوحال داچی دزم زم څاه د 1400 کالورهیسی ولاړاوهیڅ بدلون ئې نه په اوبوکې، نه په خوندکی ، نه په رنګ کی، اوهم پخپله څاه څوک ثانتولای سی، چی داددې څاه معجزه ده، اوداداسلام حقانیت دی، اوپه تاریخ کی ئې هم هیڅوک نشی ثابتولای چی په دغه تاریخ دزم زم څاه اوبه خرابی وی اویائې هم خون خراب وو، اویاهم یوچاوڅښلی اوناروغه شو، چی هرڅومره وڅیښی، برعکس اوس په دې پرمختلله ټکنالوجی اوساینس کی دنړۍ ماهرین اوساینس پوهان راځی دااوبه وړی ګوری یی، اوهیڅ شی ئې نه دی پکښې موندلی بې له ګټوڅخه اودتعجب وړخبره خولاداده چی اوس ئې غیرمسلمانان دااوبه هم څیښی اورانیسی ئې اوډېرخلک ددې اوبوپه څیښلواوحقانیت لیدلوسره مسلمانان سوی سی چی زه به ئې وروسته تفصیلی بیان پرانټرنیټ باندی خپورکړم۔
په لنډډول سره داویلای شم چی دزم زم اوبه د (جیولوجی) مځکپوهنې، اود (هایدرولوجی) اوبوپېژندنې ټول قوانین وغورځول چی پخپله یوه معجزه ده اوپه همدې وجه ټول ساینس پوهان ددې علوموورته حیران دی۔
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب