د زکات مستحقين ( زکات چاته ورکړل شي)

د زکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی  حکم کړی دی:
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ  فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين )  او مؤلفة قلوب  ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی )  او  په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی  ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه  ښه پوه او دحکمت واله دی .

۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کيږې او نۀ ورسره دومره مال يا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی .
۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دی چه د نفقی لپاره څه نه لری  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوی  خو بيا هم څه ورباندی نه کيږی ، يا معيوب شوی وی  يا ناروغه وی  چه د کسب کار توان يی  له لاسه ورکړی وی
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان  دا خلک که څه هم مالداره وی بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شی .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی  زړونه  د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی  زړه  لاس  ته راوړل مطلب وی.
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کی راغلی وی  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان  يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسی پوروړی  يا په څه وجه تاوانی شوی وی  چه  دقرض د ادا کولو توان ونه لری  دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۶- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوی ، دعوت کوی  اويا  پر بله طريقه يی د دين نصرت ته ملا تړلی  وی  د زکات مستحقين دی .
۷- ابن سبيل : که کوم مسافر وی چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی  که څ هم  په خپل کور کی مالدار  وی  د زکات  مستحق  دی .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب