د سنت او بدعت تعریف

د سنت تعریف :

سنت طریقې ته وایی او په عقایدو اعمالو او اخلاقو او مـعاملاتـــو او عاداتو کـې چې کـومه طریقه نبې علیه ســلام اختـــیار کړې وي هغــــه ته سنـت واي
سنت اویا طریقه دي اصــــحابوهم په حـــکم دې سنت نبوې کي ده ځـکه چې خوږنبې ﷺ فرمایی:
(علیکم بســتنی وسنت الخفأالرشیدین من بعدی ) کــوم چـې عـــمل اوقـول دی تابعـیـنوده چـې داصــــحابوشــــاګردان دی اود تـــــبع تـابـعینوچـی داصـحـابودشـاګـردانـو شـاګـردان دی ددوی عـمل او قول هـم حـق دی بـدعت نـه ورتـه ویـل کـیژی
ځـــکه چی دهغــوی په خیرت اوښـه والی هم نبی علیه ســلام قول کړی لکه چې فرمایی :-
(اکراموااصـــحـابې فانهـم خیارکـــم ثـم الذین یـلونهــــــــم ثـم الـذین یـلـونـهم ثـم یظـهرالـکذب) مشکواةشـریف ص ۵۵۴۔ عزت کـــوی تاسو دې اصحابو ځکه داغوره دې ستـاســودی بیــاهغــه خلــګ غـوره دی چـــې دوی تـــــه نــیــــــــږدې وې(تـــابعین) او بیـــا هغـه کــسـان چـې تــابعـینوته نږدی دې یعنې تبع تــــابعیـن بیــــاوروســــته بــــه ظـــاهــرشې دروغ
داشو د سنت تعریف اوله دی نه دی دبدعت تعریف هم معـلوم شــــو چې هغه داچه : کوم شي دصحابه کرامواوتابعیــنواوتبع تابعیـــنوپه زمانــــه کـې مو جودنه وی اوهــغه ددیـن یوعمل وبلل شی اودثواب په نیت ترسره شې هغه بدعـت ده .

د بدعت یوه بله معني

په لاندې ډول ده بدعة په لغت کی احدث فی الدین ته ویل کیژی یعـنی یونوی شي پـــه دین کې پــیــداکول اوپه شریعـت کی پیداکول دهغه شی دی چی نه دنــبی علـیه سـلام په زمانـه کـې وی اونــه دصـحابه وواونه دتابعینواونه دتبع تـــابعیـنو چې نه صراحة اونه کنایة اونه له کوم یوونــــه مستنبط وی اوهغـه دی ثواب کاروبلل شی اوعمـلی شی اویــادثواب په نیـــت پـــریښودل شې اوصحابه کــرامودضــرورت بــاوجــودنوي کــړی نوپه دغـــــه تعریف کی څـــــوقیدونه شته په اول قیدسـره هغه امـــور له بدعــــة ووتــل کـوم چې په قرونویعنی په زمانودریوکی موجودوی اویامستنبط وی لکه مسائل فقیــه اوکلامــیه په دوهم قیدهغه امــورله بدعة ووتل چی دثواب په نیت نـــشی ترسره لکه دی خوراک څښاک په شیانوکې پراخې کول کوم چې داســې رنګینه خوراکونه په قرونودریـوکی موجودنـه وو هــــمدارنګه دی موټــــرونو،الـــوتکونه کار اخیسـتل دابدعة نده اولــــه دریــــم قیــــــدنه هغه شـیان ووتـــل کوم چی دی صحابه کراموهغو ته ضـرورت نه وواوددی وروسـته خلګو ورته ضــرورت پیداشـولکه مدرسـې جـوړول اوخـانقاوی داهم بدعة نده . درس مشکوةباب الاعتصام ص ۱۰۵

علامه سعدالدین تفتازانی په شرح مقاصدکې لیکې
ان البدعة المذمومة هوالمحدث فی الدین من غیرانیکون فی عــــــهد الصحابة والتـــــــابعین ولادل علیه الدلیـــــــــل الشریــــــــعی ج ۲ ص۲۷۱ بــدبدعت هغه بدعــت ده چی په دین کی نـوي پیــــداشـــــې بـې لـه دیـنه چـی نـه په زمانــــــه دصــحـابــه وو کـــــې وی اونـــــه دتـابـعیـــــنـواونــــــه پــــه هغـه باندی کوم دلیل شریعی موجودوی سوال : ایایوشي دثواب په نیـــــت پریښودل چی په زمانودریوکــــــی نه وی پریښودل شوی داهـم بدعة ده ؟ ځواب:هــــودابـدعة ده لـــکه مــلاعلی قاری (رح)لیــکې
(والمـــتابعة کـــــما یــکون فی الـفــعل یــکــون فــی الـتـرک ایــضاً)مــــــــرقـات ج ۱ص ۴۱ یـــــــعنی متابعت لکه څنګه چی په کولوکی وی همدارنګه په پریښـودلوکې هـم وې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب