د شبکې د مزیو جوړول

د شبکې د مزیو جوړول

وار د مخه راځو دې  ته چې دشبکو مزی څه شی دی؟

دشبکو مزی داسې یومزی دی چې په مټ یې دشبکې له یوه توکې څخه بل توکې ته دخبرتوکیودلیږدرالیږد زمینه برابریږي .دشبکې مزې خوارزیات ډولونه لري چې ډیری یې په سیمیزه جالونو(LAN) کې کاریږي  داچې دیوه سیمیز جال لپاره باید څه ډول مزی غوره شي ددغه سیمیز جال په میچ ،ټوپولوژي اوپروتوکولونوپورې اړه لري  چې کاروي په دې مانا چې ددغه دریو (دسیمیز جال میچ،ټوپولوژي اوپروتوکولونو) سره سم مزی باید ورته غوره اووکارول شي .

په ټولیز ډول په شبکوکې دری ډوله مزي کاریږي چې عبارت دي له:

۱-Unshielded Twisted Pair (UTP)

۲-Shielded Twisted Pair (STP)

۳-Coaxial

your ads

۴- Fiber Optic

لومړی : Unshielded Twisted Pair :

Twisted (سره تاوشوی) مزی په دوبڼو Shielded (پوښ لرونکی) او Unshielded (بې پوښه) راځي. مګر دامهال UTP ډیر کاریدونکی اوغوره مزی ګڼل کیږي له دې ډول مزی څخه دکم پیوټر په سیمیزو جالونو اوهمداراز دټیلفون په غوڼدالونو کې ډیر کار اخیستل کیږي. دامزي چې  له څلورجوړه کوچنیو مزیو څخه جوړدی په خپل ځان کې ګڼ ډولونه لري  ددغه مزې څلور جوړه کوچني مزې عبارت دي له :

۱- سپین نارنجي اونارنجي

۲-سپین اوبړۍ شین اواوبړی شین

۳- سپین اسماني شین اواسماني شین

۴- سپین نصوراي  اونصوراي

دیادونې وړده چې دغه مزی دایترنیټ مزی په نامه هم یادیږي.په دغه مزي کې اته نور مزې شتون لري اوهر م زی دیوه پوښ په مټ پوښل شوی چې هرمزی یوله بل څخه بیلوي اوهرمزی یوپه بل سره رااوښتی ده لکه په دالاندې څیره کې:

پورتنۍ مزی ډیر ډولونه لري لکه Cate2,Cate3,Cate4,Cate5 اوداسې نور مګر Cate5نن ورځ ډیر په سیمیزو جالونو کې کاریږي دغه مزی دسلومترو په واټن خبرتوکې لیږدوي مګر که چیرې تاسو غواړی چې دغه مزی له سلو مترو څخه په ډیر واټن کې وکاروی نو بیابه په منځ کې یوه بله وسیله چې Repeater بیل کیږي کاروی.

دویم : (Shielded Twisted Pair STP)

داډول مزی لکه څنګه چې یې له نوم نه ښکاري په څو پوښونو کې پوښل شوي وي چې داکار له بیرون څخه دنوروسیګنالونو دننوتلو اودخبرتوکیو دخرابولو په مخنیوي کې رول لري .دغه پوښونه مزی ددې جوګه کوي چې دراډیو یي فریکونسیو اوالکترومقناطیسي  لاسوهنو اوننوتنو سره مقاومت وکړي اومخه یې ونیسي .دیاودنې وړده چې دامزی له UTP څخه په بیه کې خورا لوړ دی اوهمدا لامل دی چې له UTP څخه ډیر کاراخستل کیږي .STP مزی هم دسلو مترو په واټن خبرتوکي لیږدوي.

دریم : Coaxial :

داسې وخت وه چې داکیبل ترهر بل یوه مزي ډیر کاریده چې دوه لاملونه یې درلوده یو داچې په هغه وخت داډیر په ټیټه بیه وه اوبل داچې کارول اوجوړول یې اسان وه.

دامزی دهستې په بڼه په منځ کې یو مسي مزی دی چې وروسته دیوه عایق په مټ پوښل شوی ورپسې یو اوسپنیزه جالی پرې خوره اوبیااخرنی یو پلاستیکي پوښ لري .په دغو ټولو توکیو اوپوښونو کې یوازې اویوازې مسي مزی دخبرتوکیو دلیږد رالیږد چاره ترسره کوي .دامزی له UPT اوSTP څخه زیات دبهرنیو سګنالونو دننوتنې په مقابل کې مقاومت لري .دامزی دوه ډولونه لري :

۱- thin (thinnet)

۲- thik (thiknet)

دیادونې وړده چې دغه مزي تر ۱۸۵ متره واټن پورې خبرتوکې وړي راوړي دغه مزي دBNCپه نامه کونیکټرونه کاروي .او د تلویزونونو دشبکو لپاره هم کاریږي .دامزي دغږ،انخور،ویډیو اوخبرتوکیو دوړلوراوړلو جوګه دي  اوس مهال دغه مزی له UTP څخه په بیه ډیر ګران دی نو ځکه یې کاریدنه کمه شوي ده.

۴- رڼایي سپڼسیز مزي (Fiber Optic) :

دامزی هم په کمپیوټري اونوروراز،راز شبکو کې کاریږي چې خبرتوکې درڼا په مټ وړې اوراوړي نوروم زیو ته په پام سره دامزی خوار ډیر په بیه ګران دی .دامزی دنورومزیو پرخلاف خبرتوکې درڼاپه بڼه له یوځای بل ځای ته لیږدوي اوبله داچې په خوار غټ میچ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد توان په ځان کې لري.

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب