دشـــــرک ډولونه او بیان

د شـــــرک پيـــــــژنــدنــــــه

شرک هغه لويه کبيره ګناه ده چي الله يي چاته بخښنه نه کوي اوپه مشرک الله تعالى جنت حرام کړي اودورتګ ځاي به يي دوزخ وي .   الله تعالى فرمايلي دي : ان الله لايغفر ان يشرک به ويغفرمادون ذلک لمن يشاء  . ترجمه : يقينن الله تعالى ددي بخښنه نه کوي چي شرک دي ورسر ه وکړي شي اودشرک نه غير چي څومره ګناهونه دي الله تعالى يي چي چاته وغواړى بخښي يي . همدارنګه  دقرانکريم په بل ايت کي الله تعالى داسي فرمايلي دي : ومن يشرک بالله فقد حرم الله عليه الجنة وماواه النار  . ترجمه چاچي دالله سره شرک وکړ جنت پري حرام اودورتگ ځاي به يي دوزخ وي  . داچي شرک دومره لويه اونه بخښونکي ګناه ده  غواړم چي دقران اوسنت اودنړۍ دمعتمدوعلماوو داقوالو په رڼاکي ددغي موضوع په اړوند څه وليکم ترڅو زم ونږ ګران هيوادوال شرک وپيژني اوځان ترينه وژغوري.

١: دشرک تعريف :

شرک په لغت کي ګډون ته وايي ځکه څوک چي چاته په يوشي کي معلومه حصه اوبرخه وټاکي لږوي اوکه ډيره نوعرب وايي شرکه في کذا .اوپه اصطلاح کي :  مشهور عالم امام عبدالقادر الدهلوي الحنفي پخپل کتاب نزهة الخواطر ٧ جلد ( ٣٠٢ ) مخ کي دشرک تعريف داسي کړيدي : هو ان يعتقد المرء في غيرالله صفة من صفات الله کان يقول ان فلانا يعلم کل شيئ اويعتقد ان فلانا يفعل م ايشاء اويدعي ان فلانا بيده خيري وشري اويصرف لغيرالله من التعظيم مالايليق الا بالله تعالى کان يسجد للشخص اويطلب منه حاجة … شرک ديته وايي چي يوسړي  دالله تعالى څخه ماسوي  په بل چاکي دالله په څير دصفاتو په درلودلو عقيده ولري لکه چي ووايي چي فلاني خو په هرشي پوهيږي اويا داعقيده ولري چي فلاني چي څه وغواړي کولاي شي اويا دادعوه وکړي چي دفلاني په لاس کي زما خيراوشردي او يا غيرالله تعالى  ته داسي تعظيم اوستاينه اولويي باندي قائل شي چي ماسوي دالله څخه بل چاته هغه مناسب نه وي لکه چي يوشخص ته سجده کـــــــــول اوياورڅخه ح اجت اومددغوښتل

٢: دشرک ډولونه :

په عمومي توګه شرک په دوه ډوله دي :
١: شرک اکبر(لوى شرک)
٢: شرک اصغر (وړوکي شرک) : ريا کاري ) .

 

 د شرک اکبر ( لوي شرک ) اقسام :

الف : مشهـــور محـــدث اودتـــوحـــيد دعقيدي ځلانده ستـــوري شــــاه ولي الله الدهلوي دخپل کتاب  حجة الله البالغة  په اول جلد  ٨٣ ١مخ کي او دالبذورالبازغة په ( ١٢٥  – ١٢٧ ) مخونوکي دشرک اکبر اقسام داسي ذکرکړيدي :

١: شرک في السجدة (  په سجده کي دالله سره شرک ) : الله تعالى دسورة النجم په (٦٢) ايت کي فرمايلي دي : فاسجدوا لله واعبدوا . خاص الله ته سجده اوعبادت کوئ .

۲:شرک في الاستعانة (  په مددغوښتلوکي شرک ) : الله تعالى په سورة البقرة کي فرمايلي دي : ( اياک نعبد واياک نستعين ) خاص ستا بنده ګي کوو اوخاص ستانه مددغواړو .

٣: شرک في النذر( په نذر اومنښته کي شرک) : الله تعالى   دالبقرة دسورت  په ( ١٧٣ ) ايت کي  فرمايلي دي :   انما حرم عليکم  الميتة والدم ولحم الخنزير ومااهل به لغيرالله .ترجمه : يقينن   حرام کړيدي ( الله ) پرتاسي مرداره ، وينه ، دخنزير غوښه اوهغه چي دالله نه ماسوي دبل چا لپاره پري اوازشوي وي .  داچي نذراومنښته دالله تعالى نه م اسوى دبل چا په نوم روانده بلکه شرک دي دموضوع دښه وضاحت پخاطر دحنفي مذهب لاندي مشهورکتابونه په غورسره م طالعه کړئ : حاشيه ابن عابدين علي الردالمختار  ( ٢)  دوهم جلد ( ٤٣٩ -٤٤٠ ) مخونه  ،  بحرالرائق ( ٢) دوهم جلد   ٢٩٨ مخ   ، تفسير  روح المعاني  ١٧ جلد    ٣١٣ مخ

٤: ( په تسميه کي شرک): لکه عبدالرسول ، عبدالحارث ، پيربخش ، ميربخش  ، غلام محمد ،   اوداسي نور ….

٥: شرک في التحليل والتحريم ( په تحليل اوتحريم کي شرک ): لکه چي الله تعالي دالتوبة دسورت په ( ٣١) ايت کي ديهوديانو حال مونږ ته بيان کړيدي چي يهوديانو خپل علماء اوپيران په خدايتوب سره نيولي وو  🙁 اتخذوا اح بارهم ورهبانهم اربابا من دون الله ) . هغه داچي په تحليل اوتحريم کي هغوي دخپلو علماوو اوپيرانو پوره اطاعت کاوه سره لدينه چي هغوي به حلال شيان ورته حرامول اوحرام به يي ورته حلالول دوي به يي خبره منله اوپوره تقليد به يي کاوه  ، اودالله له حکمونو به يي سرغړونه کوله .

٦: شرک في الذبح (  په حلاله کي شرک) : الله تعالى دالکوثر په سورت کي فرمايلي دي : فصل لربک وانحر . ترجمه : پس لمونځ  اوقرباني خاص خپل رب ته کوه .

٧: تسييب السوائب والبحائر: دغيرالله په نوم دڅارويو پريښودل اوخوشي کول  چي نه يي را-وي شي اونه پري سورلي کوي  اوداعقيده لري چي په دي دچانيک نظردي .

٨: شرک في الحلف (په قسم خوړلوکي شرک):  رسول اکرم  (ص) فرمايلي دي : ( من حلف بغيرالله فقد کفر ) اخرجه ابوداود والحاکم وغيرهما .ترجمه : چاچي دالله تعالى نه ماسوى په بل شي قسم وخوړه کافرشو     . دفقه حنفي مشهور کتاب البدائع والصنائع په ٣ جلد ٨ مخ کي دامام ابوحنيفه رحمه الله قول داسي رانقل شوي : ( لايحلف الا بالله بالتوحيد والاخلاص ) دالله تعالى نه ماسوي دي په بل شي قسم نه خوري بلکه يواځي اوپه خاصه توګه دي په الله قسم کوي .مشهورفقيه ابن نجيم حنفي دکنزالدقائق په شرح  البحرالرئق پنځم جلد  ١٢٤ مخ کي داسي ذکرکړي : ( ويخاف الکفر على من قال بح ياتي وحياتک ) دهغه چا دکفرويره ده چي زما په ژوند يا ستا په ژوندمي دي قسم وي .    بعضي خلک وايي ستاپه شرف مي قسم  . داسي قسم هم شرک دي .

 

٩: شرک في الحج (  په حج کي شرک ) : هغه داچي يوسړي دغيرالله لپاره حج کوي خاص دالله تعالى رضا يي مقصودنه وي . ځکه چي الله تعالى دسورت ال عمران په ( ٩٧) ايت کي  فرمايلي دي : ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا .  )  ترجمه : خاص الله لره دي په خلکو دبيت الله شريف حج په هغه چاچي وسعه اوتوان يي وي .

ب  :دسعودي عربستان مشهور اوجيدعالم محمدبن جميل زينورحمه الله پخپل کتاب منهاج الفرقة الناجية والطائفة المنصورة  کي له (٦٠) مخ څخه تر ( ٦٣ ) مخ پوري دشرک اکبر اقسام اته ( ٨) شيان ذکرکړيدي :

١: شرک الدعاء ( په دعااورابلنه کي شرک ) : دمرض دجوړوالي اويا درزق دپراختيا پخاطر دالله نه ماسوى انبياوو اويا اولياوو ته چيغه کول : الله تعالي په سورة يونس کي فرمايلي دي : ( ولاتدع من  دون الله مالاينفعک ولا يضرک فان فعلک فانک اذا من الظالمين ) ترجمه : دالله تعالى نه ماسوي بل چاته چيغه اوفرياد مه کوه ، هغه چي تاته نه نفعه رسولي شي اونه ضرر اوکه داکاردي وکړ نوي ـينن ته به دمشرکانوڅخه يي . اوپه سورت فاطر کي يي داسي فرمايلي دي : ( والذين تدعون من دون الله مايملکون من طمير ، ان تدعوهم لايسمعوا دعاءکم ولوسمعوا ماستجابوا لکم ويوم القيامة يکفرون بشرککم  ) الاية  . ترجم ه : هغه کسان چي تاسي يي دالله نه ماسوي رابلئ ستاسي لپاره ديوقطمير يعني دخرما دزړي له پاسه نرۍ رشمي په اندازه هم واک اواختيارنلري ، که تاسي يي راوبولئ ستاسي چيغه اوفريا د نه اوري اوکه بالفرض وايي هم وري ستاسي لپاره قبولوالي نشي کولاي اوپه ورځ دقيامت به ستاسي له شرک څخه انکارکوي .اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرم ايلي دي : ( من مات وهو يدعومن دون الله ندا دخل النار ) . ترجمه : څوک چي په داسي حال کي مړشو چي دالله تعالى نه يي ماسوي بل چاته ( غائبانه دمشکل دحل پخاطر ) چيغه اوفرياد کاوه دوزخ ته به داخل شي.

٢: شرک في الصفات ( دالله سره په صفاتوکي شرک ) : لکه داسي عقيده لرل چي اولياء اوانبياء په غيبوپوهيده  . الله تعالى لانعام په سورت کي فرمايلي دي : ( وعنده مفاتح الغيب لايعلمها الا الله  ).     ترجمه :دالله تعالى سره دي کليګاني دغيب چي پرته له هغه بل څوک په هغي نه پوهيږي . اوهمدارنګه الله تعالي دالنمل په سورت کي داسي فرمايلي دي : ( قل لايعلم من في السموات والارض الغيب الا الله ومايشعرون ايا يبعثون ) . ترجمه : ورته ووايه ( اي محمده ! ) چي نه پوهيږي هغه مخلوق چي په اسمانونو اوزمکه کي دي په غيبو ماسوى دالله تعالى څخه ، اونه پوهيږي هغوي په دي چي کله به دوي بيا راپورته کيږي يعني راژوندي کيږي .

 

٣: شرک في المحبة  ( په محبت کي شرک ) :داولياوو اوداسي نورو سره دالله تعالى په څير مينه اومحبت ساتل .  الله تعالى دالبقرة په سورت کي فرمايلي دي 🙁 ومن الناس من يتخذ من دون الله اندادا يحبونهم کحب الله والذين امنوا اشدحبا لله ) . ترجمه : بعضي له خلکوهغه دي چي دالله تعالى نه ماسوى نورشريکان نيسي اوداسي محبت ورسره کوي لکه  دالله تعالى سره  اوهغه کسان چي مومنان دي ډير زيات دي هغوي دالله سره په مينه کي .

 

٤: شرک في الطاعة ( په خبرومنلوکي شرک ) : په نارواوو اودګناه په کارونوکي دعلماوو اوپيرانو خبره منل اوهغه جايز گڼل شرک دي  لکه چي يهوديان  چي په همدغسي شرک مبتلاوو  . الله تعالى په سورت التوبة کي فرمايلي دي : ( اتخذوااحبارهم ورهبانهم اربابا من دون الله ) . ترجمه : يهوديانو خپل علماء اوپيران په خدايتوب سره نيولي وو .   هغه داچي په تحليل اوتحريم کي دهغوي پوره تقليد کاوه سره لدي چي هغوي به حلال ورته حرامول اوحرام به يي ورته حلالول …

٥: شرک في الحلول ( په حلول کي شرک ) : داسي عقيده لرل چي الله تعالى په مخلوقاتوکي حلول کړي اوکوي يي لکه چي داعقيده دابن عربي مشهور صوفي چي دسوريه ددمشق په ښارکي دفن دي هم وه  هغه به داسي ويل : الرب عبد والعبد رب    –   ياليت شعري من المکلف   ؟  رب بنده اوبنده رب دي ، کاشکي زه پوهيدي چي مکلف څوک دي .     دده په څير ډير خلک اوس هم داسي شته چي دحلول عقيده لري لکه هندوان اويابعضي گمراه پيران .

٦: شرک في التصرف ( په تصرف اوواکدارۍ کي شرک ) :داسي عقيده لرل چي بعضي اولياوو لره چي دوي يي دقطبانو ،ابدالانو اوغوٍثانو په نوم يادوي هم په دي دنيا کي تصرفات اوواکداري شته اوالله تعالى ورته دکارونو دتدبير اوتنظيم چاري سپارلي سره لدي  چي دمکي مشرکينوهم داسي عقيده نه درلوده  لکه چي الله تعالي فرمايلي دي که ته دمکي مشرکينو څخه پوښتنه وکړي چي : ومن يدبرالامر ؟ دکارونه مدبر څوک دي ؟ په ځواب کي به درته ووايي چي الله تعالى .ددغه شرک درد لپار ه الله تعالى په قرانکريم کي  فرمايلي دي :  (  ولم يکن له شريک في الملک )  الله تعالى سره په پاچاهۍ اوواکدارۍ کي بل څوک شريک نشته .

٧:  شرک في الخوف ( په ويره کي شرک ) :يعني داسي عقيده لرل چي مړه اولياء کرام ياغائب هم تصرف کولي شي اوخلکو ته ضرر رسولي شي لکه چي داعقيده دمکي مشرکينوهم وه . الله تعالى دالزمر په سورت کي  فرمايلي دي : ( اليس الله بکاف عبده ويخوفونک بالذين من دونه ) . ترجمه : ايا الله تعالى  دخپل بنده ( محمد ) لپاره کافي ندي ؟ ( بيشکه دي )  . اودوي تا( اي محمده ! ) ويروي په هغو چي دالله تعالى نه ماسوى دي . يعني دوي به رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته ويل : چي زمونږ دمعبودانو پسي خبري مه کوه کنه مشکل به درته ورسوي . البته دڅيرونکوځناورو اوياظالمانوڅخه ويره په دي کي  داخل نده ځکه چي هغه طبيعي شي دي .

٨: شرک في الحاکمية ( په حاکميت کي شرک ) :  داسي قوانين صادرول  اوجايزيي ګڼل چي داسلام دمقدس دين پرخلاف وي اوياداسي عقيده لرل چي داسلام دمقدس دي احکام  دتطبيق وړندي  ، اويا دالهي قوانينو پرځاي  په نورووضعي قوانينو عمل کول … الله تعالى فرمايلي دي :  ( ومن لم يحکم بماانزل الله فاولئک هم الکافرون ). ترجمه : چاچي دالله تعالى په منزل احکامو فيصله ونکړه کافردي .

٣:  شرکي وسايل دحنفي علماوو له نظره : حنفي علماوو ټول هغه شرکي وسايل چي شرک ته مفضي کيږي لکه دقبرونو اومزارونو پښول ، چونه کول ، ابادي پري جوړول ، دزيارتونو ترڅنګ دمسجدونو جوړول ، په مزارونو ډيوي اوشمعي لګول ، ميخونه ټک وهل اوټکول ، دجنډو اوبيرغونو زوړندول ، دقبرونو په لور لمونځ کول ، ددعاپه وخت کي دزريارت په طرف ودريدل ، دخاص زيارتونو په لور سفرونه کول اوهلته ميلي اوعرسونه کول حرام گڼلي دي  په دي هکله زمونږ دحنفي مذهب دغه مشهور  اومعتمد کتابونه وګورئ ترڅو موضوع درته پوره روښانه اوهيڅ دشک اوشبهي ځاي پاتي نشي او دانسي اوجني شيطانانوپه خولو ونه غوليږئ :

(  الفتاوي الهندية  ١ جلد  ١٩٤ مخ ،     بحرالرائق ٢ جلد ١٩٤ مخ  ،    المبسوط  ٢ جلد ٦٢ مخ ،   البدائع والصنائـع ١ جلد ٣٢ مخ ،   تحفة الفقهاء  ٢ جلد ٢٥٦ مخ ، تبيين الحقائق  ١ جلد ٢٦٤ م خ ، مرقا ت شرح مشکاة  ٢ جلد ٢٢ مخ ، کواکب الدري  ١ جلد ٣١٦ مخ ، معارف السنن ٣ جلد ٣٠٥  مخ ،تفسير  روح المعاني   ١٥  جلد  ٢٣٧ مخ ، المجالس الاربعة  ١٣ مخ  ، الابداع  ١٨٩ مخ ) .

دپورتني شرکي وسايلو رد درسول اکرم  (ص ) په لاندي څومبارکو حديثونو کي کتلاي شي  :

١:  عن جابر رضى الله عنه قال نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم  ان يجصص القبر وان يقعد عليه  وان يبنى عليه . رواه مسلم . ترجمه : له جابررضي الله عنه څخه  روايت  دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم منعه کړيده لدينه چي قبردي پوخ کړي شي ، اويا داچي ناستي پري وشي ، اويا پري ابادي جوړه کړي شي .

٢: رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( لعنة الله على اليهود والنصاري اتخذواقبورانبياء هم مساجد ) متفق عليه . ترجمه :  د الله لعنت دي وي په يهودو اونصاراوو ، هغوي دخپلو انبياوو قبرونه مسجدونه ګرځولي وو .

٣:  په مسند احمد بن حنبل اوترمذي کي ذکردي چي :  ( لعن رسول الله زوارات القبور  والمتخذين عليها المساجد والسرج  ) . ترجمه : په زيارت کوونکو ښځو دقبرونو ، اوپه هغه کسانو چي چي په مقبروکي مسجدونه جوړوونکي وي اويا پري شمعي اوڅ راغونه  لګوونکي وي لعنت ويلي  .

٤:  رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :  ( لاتجلسوا على القبور ولاتصلو ا اليها ) اخرجه مسلم وغيره .ترجمه : په قبرونومه کښينـيئ اوهغي ته لمونځ هم مه کوئ .

مولوي عبدالبصير بصيرت ( شيرزاد)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب