دشکر د ښکته کولو لپاره يوه نوي ازمویل شوي نسخه

دکویټ يو اوسېدونکی چي خپل نوم جواد عبيد الماسي ښيي وايي:

زه په خپل رب قسم خورم چي لس کاله کېږي د شوګر په ناروغي اخته يم او کله مي هم شوګر ۱۱۵ ته نه دی را ټېټ شوی .

يوه ورځ مي خپل شوګر وکوت ۳۴۹ وو ځانته مي دانسولين ستن ووهله دوه ساعته وروسته مي بیا شوګر وکوت ۲۵۰ وو دا له لسو کلونو راهیسي زما دشوګر حالت دی چي کله هم تر دې ندی راټېټ شوی ان تر دې چي د رمضان په مياشت کي هم تر ۲۵۰ ندی راښکته شوی.

يوه شپه مي دوه ګېډۍ (Parsley بقدونس) راوړل ښه صفا مي پرېمنځل واړه واړه مي وځبل او په مکسر (ګډونکي ماشين) کي مي واچول او څه کم يو لېټر اوبه مي هم ورزياتي کړې او تر هغو مي پکي ميده کول چي شېن رنګيه شيدې ترې جوړي شوې بيا مي دا يو لېټر اوبه سهار په تشه خوا په يوځل وڅښلې .

نېم ساعت وروسته مي شوګر وکوت هک پک شوم چي شوګر مي ۱۲۳ ته راټېټ شوی وو بيا مي په څلورو هګيو او خبز ناشته وکړه نيم ساعت وروسته چي مي بیا شوګر وکوت ۱۱۵ وو .

your ads

دی وايي زه چي څه ليکم الله تعالی ګواه دی او حاضر ناظر يې ګڼم او تاسي ته هم ددې سپارښتنه کوم چي دا وړيا بيه کورنی علاج وکاروئ او هر سهار په تشه خوا دا يو لېټر د (Parsley بقدونس) شربت جوړوئ او په يو ځای يې څښئ خوند يې سم وي او څښل يې هيڅ ځور نلري.

په عربي خليجي هېوادونو کي بقدونس دسبزيجاتوپه هردکان کي پرېمانه او ارزانه موندل کېږي
.
په انګلېسي کي Parsley په اردو کي اجمودا او په فارسي کي جعفري په پښتو کي په دڼيا او ګشنېز ډوله بوټي ژباړل شوی دی خو دپښتو په ژباړه يې باوري نه يم ځکه چي له دڼیا سره توپېر لري.

غوره به داوي هغه وروڼه چي په خليجي عربي هېوادونو کي اوسي دبقدونس تخم له ځان سره هېواد ته یوسي او هلته يې دکور او کلي په پټيو کي کرهڼه عامه کړي.

دا درمل په ورځني شکل هم پخپله کاروئ او هم يې نورو ناروغانو ته دڅښلو سپارښتنه وکړئ ان شاء الله چي دکلېنک له اضافي درملو به مو په لنډ وخت کي فارغ کړي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

زه او ددې ازمويل شوي نسخې وړاندي کونکی لدې پرته چي مونږ او زمونږ کورنئ او والدينو ته د زړه له کومي د نېکو يوه دعا وکړئ نورهيڅ نه غواړو ښه ژوند او بشپړه روغتيا مو نصيب شه.
ستاسو هوسا ژوند او بشپړه روغتيا چي دژوند بنيادي اړتيا ده زمونږ يواځېنۍ هيله ده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب