دصحابه کرامو سخا

دنبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه وه دلومړي خلیفه ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یوځل نه څو څو ځله یې خپل ټول مال دالله په لار کې خیرات کړی دی، د تبوک د غزا په مهال یې خپله ټوله شتمني د الله په لاره کې خیرات کړه. او عمر رضي الله عنه نيکه شتمني خیرات کړه. رواه الترمذي (3608، وحسنه .

په کومه ورځ چې دی مسلمان شو په کور کې یې څلويښت زره درهم وو خو د هجرت په مهال ایله پنځه زره درهم ور پاتي وو، دا دومره لګښت یې د الله په لاره کې کاوه او په ځانګړې توګه د غریبو او مظلومو غلامانو د خلاصون له پاره یې زیاتې پیسې لګولې. تاريخ الخلفاء، للسيوطي : 39 .

لکه ومو ویل عمربن الخطاب رضي الله عنه د تبوک په غزا کې دخدای ورکړي شتمني نیمایې برخه ټوله خیرات کړه نو تاسو فکر وکړئ چې هغه به خپل عمر کې څومره خیراتونه کړي وې ! دغریب او مسکین غم او درد چې څومره له عمر سره و په اړه یې هیښوونکي کیسي تاریخ ترموږ پوري رارسولي دي وایې دعمربن الخطاب رضي الله عنه دامارت په زمان کې په یو سیمه کې کاختي ولګیده دا کاختي یوڅه اوږده شوه وروسته چې خلکو دعمر حالت ولید تغیر یې پکي وموند او دهغه رنګ ژیړ شوی او بدن یې بي غوښي شوی و یوچا پوښتنه ورنه وکړه چې امیرالمومنینه ! ولي مو رنګ اوبدن تغیر شو ؟ هغه ورته وویل : دفلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي سبا کوې او دعمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!

دعثمان رضي الله عنه له نوم سر خو دسخي توری تړلی دی په مسلمانانو او مجاهدینو چې ده څومره لګښتونه کړي دي هغه دتاریخ په پاڼو کې پوره خوندي دي تردي پوري چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په اړه وویل : عثمان چې تردي وروسته هرڅه کوې ضرر نه ورته رسوې “ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم. عثمان څو ځله له رسول الله نه جنت اخیستی و، لکه د العسره د لښکر تياري یې چې په غاړه اخیستې وه، د رومه څاه یې کیندلې وه او جومات د پراخي له پاره یې ځمکه اخیستې وه. د دې سترو کارونو په وخت رسول لله صلی الله علیه وسلم د ده پهداړه ویلي و: ماضر عثمان ما فعل بعد ليوم. تاريخ دمشق ، لابن عساكر : 39/73 .او د علي بن ابي طالب رضی لله عنه په اړه راغلي دي چې په ینبع کې یې ځمکه وه هغه یې ټوله د الله په لاره کې ورکړه څو یې الله جهنم له اوره وژغوری. السنن الكبرى ، للبيهقي : 6/160 .

د عبدالرحمن بن عوف رضی لله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یو وخت یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې خپل نیم مال خیرات کړبل ځل یې څلویښت زره درهمه یو ځای خیرات کړل،یوه رځ یې د الله په لاره کې څلویښت زره دیناره خیرات کړل، په سوه غزا کې یې مجاهدینو ته پنځه سوه اسان ورکړل، او په یوه له غزا کې یې مجاهدینو ته پنځلس سوه سپرلۍ تياري کړېالزهد ، لابن المبارك (520) .

داراز طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه د ډیرو خیراتونو لامله په (طلحة الخیر) سره مشهور و وایې په یوه مجلس کې یې سل زره درهمه وویشل او دی ناست و خپلي جامي یې پخپله ګنډلي. قبيصة بن جابر وایې زه له طلحه سره ملګری شوم خلکو به له ده څه نه و غوښتي او ده به ورکول او خورا زیات خیراتونه یې کول، یو وخت یې په اووه سوه زره درهمه ځمکه واخیستله او تر سهاره یې خلکو ته ورکړه. الإصابة ، لابن حجر : 3/532 .تاريخ دمشق ، لابن عساكر : 25/101 .

د صحابه کرامو د خيراتونو او صدقاتو کیسو ته باید کتابونه ځانګړي کړل شي مایې د ګوتشمیر څو کسانو یادونه د نمونې په توګه وکړه او داکیسي او روایات مو په دي موخه راواخیستل چې په روژه کې خیرات او صدقه خورا مهم او د ډیر اجر کار دی او بیا د داسي خلکو له پاره دا کار لازیات مهم دی چې کور کلی او مالتونه یې له غریبانو او نادارو ډک وې په کلیو او بانډو کې یې دکونډو او یتیمانو شمار له ګڼ وتلی وې او داسي پریمانه کورنی یې شاوخوا شتون لرې چې سرپرستي یې دماشومانو او کونډو په غاړه وې !

درنو وروڼو او خوندو ! دفقر او غربت حالت ډیر سخت وې او دمسکنت وختونه زغمل ډیر زیات له ستونزو او کړاوونو ډک وې ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : نږي ده چې فقر انسان کفرته ورسوې، نو شتمن وروڼه دي په شپه او ورځ کې کله دغریبانو او مسکینانو پرحال سوچ کوې اوبیا دي درسول الله صلي الله علیه وسلم دسخا او جود اوداراز دصحابه کرامو دسخا کیسو ته توجه کوې او بیادي خپل ضمیر او وجدان ته متوجه کیږې چې څه باید وکړي او له خوارانو سره باید مرسته وکړي.

لیکوال: حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب