دصدام حسین ژوند ، مبارزه او مرګ

راځی لمړی په دې پوه شو ،چې صدام حسين څوك وو؟چيرته زيږيدلي ؟ ما شوم توب يې څنگه وو؟ په ځوانۍ كې يې څه وكړل ؟ واك ته څنگه ورسيد ؟  دواك پر مهال يې څه وكړل ؟ په نړيواله سطحه څومره مطرح وو؟ دايران سره يې  پركومو دلايلو جنگ وكړ ؟  پركويټ يې ولي بريد وكړ ؟   امريكا ولي پرعراق او صدام  بريد وكړ ؟  نوموړی څه ډول ونیول شو؟ په څه ډول محاکمه او بیا څه ډول اعدام شوو؟ اودې ته ورته  ځني نورې خبرې او موضوعات ،چې  په خپل وار سره به وړاندې شي .

دصدام حسين زوكړه اوماشوم توب :

صدام حسين  دعراق په  تكريت وړكې ښارگوټي د(العوجه ) د كلي په يوه غريبه كورنۍ كې  په كال ۱۳۱۶ هجري كې چې د۱۹۳۷ زيږديز كال سره برابردی نړۍ ته سترګې پرانستې .  مورپرې صدام حسين نوم كيښود ، پلار يې (عبدالمجيد) دنوموړي ترزیږیدنې  پنځه مياشتې وړاندې  مړ شوی وو .
دصدام  يو ۱۲ ورور  دسرطان دناروغۍ له امله ومړ ،دصدام حسين مور دخراب ژوند او دسرپرست دنشتوالې له امله دوهم واده وكړ ، صدام درې كاله دماما كره وو، خو كله چې يې دمور كور ته راستون شوو، دپلندر له لوري ور سره ناوړه چلند کیده .  صدام حسين لس كلن وو، چي له تكريت څخه بغداد ته لاړ ، اودتره (احمد حسن البکر) كره ميشت شوو ده به خپله ويل ما ډېر څه له خپل تره زده كړي ، صدام وايې تره مې راته ښودلي وو ((هيڅكله به دښمنانو ته شاه نه اړه وې ،كه څه هم ،چې دښمن دې ډېرقوي هم وي )).

نوموړي په ۱۳۳۶ كال كې هغه مهال چې لا شل كلن وو دبعث گوند غړي توب تر لاسه كړ ، دصدام تره دبعث گوند ديوه مهم غړي سره پيژندل او دهغه له لارې يې صدام هغوی ته ور وه پيژاند.  صدام حسين په خپل پلرني كلي او ښار تكريت كي دبعث دگوند مهم غړی شوو او په خپلو وينا او فعاليتونو سره يې ډېر خلك تر خپلې اغيزې لاندې راوستل، نوموړي هغه مهال په عراق كې دلاس پوڅې انگليس رژيم  په وړاندې په گڼو لاريونو او فعاليتونو كې برخه اخيسته ، دا هغه مهال وو چي په مصر كي جمال عبدالناصر واكمن شوي وو، چې تر دې پېښې وروسته  په يو شمېرعربي هيوادونوكې پاڅونونه وشول او نوي حكومتونه جوړ شول .

په بعث گوند کې دصدام حيسن  شمولیت:

يو كال وروسته  له هغه چې صدام حسين دبعث گوند ته ورغی ، دعراق دهغه مهال دفوځ مشر جنرال عبدالكريم قاسم ، دسلطنتي حكومت څخه دويم فيصل لري كړ ، دجنرال ددغي كړنې څخه دبعث گوند نا خوښه شوو او دنوي حكومت په وړاندې يې لاريونو او مخالفتونوته زور وركړ . په كال ۱۳۳۸ هجري كې جنرال عبدالكريم قاسم چې هغه مهال لمړی وزيرووـ ووژل شوو دهغه دوژنې تور رسمآ په صدام ولگيد صدام تردغې پيښي وروسته چې حالات ورته چندان ښه نه ښكاريدل مصر ته لاړ او هلته يې دحقوقو پوهنځي پيل كړدعراق حكومت صدام ته دعراق دلمړي وزير دمرگ په تور دهغه په غياب كي هغه ته دمرگ سزا واوروله .

خوډېر ژر په عراق كې دبعث گوند غړو چې ډېری يې په فوځ كي وو ، په ۱۳۴۲ هجري كې كودتا وكړه او ټول قدرت يې په خپل لاس كې واخېست ، خو دبعث په گوند كې د ډېروتربګنیوله وجې یاد حكومت  له اتو مياشتو ډېر دوام ونكړ ، په همدې حال كې صدام له مصرڅخه عراق ته راستون او دبعث گوند دغړو ترمنځ يې داختلافاتو دلرې كولو هڅې پيل كړي ، دبعث گوند دبې اتفاقيو له وجې دحكومت چارې دبعث گوند يوه مخالف  (عبدالرحمان عارف ) په لاس كې واخستې ، او صدام يې په ۱۳۴۳ هجري كال كې زنداني کړ، صدام په ۱۳۴۶ كال كي له زندان څخه وښتيد او دبعث دگوند مهم كسانو په ډله كي راغي  په كال ۱۳۴۶ هجري كې دبعث گوند ديوې بلې كودتاه په كولو سره ، چي  جنرال احمد حسن البكريې مشري كوله  په مكمله توگه دچارو واگي په لاس كې واخستې . صدام حسين اوس ازاد گرځيده او دبعث گوند تر څنگ يې په نورو سيمو كي هم دځان لپاره كار پيل كړ ، همهغه وو چي په كال ۱۳۵۵ هجري كې دعراقي ځواكونو دعمومي قومندان په توگه وټاكل شوو.

صدام حسين هغه مهال دعراق دحكومت ټولې چارې په لاس كې ونيولې چي  ولسمشر احمد حسن البكر نور زوړ شوي وو او دكارونو دترسره كولو توان يې نه لاره ، دولسمشر دا كمزوري دصدام لپاره ښه چانس شو ، او هغه يې له واكه گوښه اوخپله  يې ځان په رسمي توگه د عراق دولسمشر په توگه ونوماوه ، نوموړي ترهغه وروسته چې دچارو واگې ترلاسه کړې ، دعراق ټول كارونه خپله تر سره کول او ډېروغونډو اوته به خپله حاضريده .

دعراق لپاره دصدام حسین اقتصادي پلان :
هغه مهال چې صدام حسين دواك پرگدئ كيناست په عراق كې ډېری ستونزې وي لکه  دشعيه او سني ترمنځ ، دكرد او نورو لږكيو ترمنځ گڼي ستونزې تربګنئ او شخړې وي ، چې  صدام حسين په ډېره ښه توګه دا ستونزې  وروـ  ورو حواري كړي ، او عراق یې ديوه قوي مركزي حكومت څښتن كړي ،  صدام په ډېره ښه توگه دهغو كمپنيو مخه ونيوله چي په ډيره ارزانه بيه به  يې تيل له عراق څخه وړل . صدام هغه پيسې چې دتيلو دگټې څخه يې په لارس راوړلې د فوځ په قوي كولو او دنورو اقتصادي برخو دپرمختگ لپاره كارولې . همداراز صدام حسين په ښارونو كې دكورونو په جوړه ولو سره ډېری بزګر ښار ته راوستل او په كسب او كار يې بوخت كړل ، صدام حسين  درغونې دومره كارونه پيل كړل چي یومهال دعربي هيوادونو او يو گسلاويا څخه دوه مليونه كارگروپه یوه وخت په عراق كي كار كاوه .

د دوجيل پېښه :

صدام حسين په ۱۳۶۱ هجري كال كې ددوجيل سيمې ته تللي وو ، خو كله چې راسنتنېده ، بريد پرې وه شوو، چي له امله يې دده څو ساتونكي ووژل شول . تر هغه وروسته په دغه سيمه كې دعراق حكومت سخت عمليات پيل كړل ، خو غربي رسنۍ وايي ،چي په همدې وخت كې په دوجيل كي ۱۴۸ تنه ووژل شول ، او صدام هم  ظاهرآ په همدې تور دمرگ په سزا محكوم شوو،  خو ازادي رسنۍ اوخپلواک سازمانونه بيا په دې باوردي چې په دې سيمه كې خپل منځي نښته شوې وه او وژل شوي كسان دصدام له لوري نه بلکي دخپل منځې شخړې په ترځ کې وژل شوي ول .

د بهرنيوهيوادونو سره دصدام اړيكې :

صدام  په لمړي سرکې دټولو هیوادونو سره ښې اړیکې لرلې ،  نوموړي د وخت دشوري اتحاد سره په بيلا بيلو برخو كې د دمرستې رسونې يو تړون هم لاسليك كړ ، چې له هغي وروسته په زرگونو روسې مشاورين او كارپوهان دغه هيواد ته لاړل او په بيلا بيلو برخو كې يې دصدام دحكومت سره مرسته وكړه، خو په ۱۳۵۷ كال كې  په عراق كي ديو زيات شمېرعراقي كمونستانو په دار ځړولوسره  دبغداد اوکرملین اړيكې ترينگلې شوې .  له شوروي  سره  دصدام داړيكو دخرابيدو وروسته صدام دغربي هيوادونو سره خپلې اړيكې ورغولې، او دا اړيكې دعراق او ايران په جنگ كې نورې هم قوي شوي ، ځكه ټولو غربي هيوادونو دايران سره دجنگ پر مهال دصدام ملاتړ کاوه . همداراز په ۱۳۵۵ كال كې يې فرانسي ته سفر درلود ، او ددغه هيواد د چارواكو سره يې نږدې اړيكې ټينگې كړي ، او دهمدې اړيكو په اساس يې په عراق کې د يورانيمو دغني كولو چاري هم پرمخ بیولې .

د فلسطينيانو سره دصدام اړيكې :

صدام حسين  دفلسطينې وسله وال  مقاومت ملاتړ كاوه ، او بيت المقدس يې دمسلمانانو سيمه او قیبله گڼله ، نوموړي يوازي د۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۳ ميلادي كاله پوري د قرباني شويو فلسطينيانو له كورنۍ سره ۳۵ مليونه ډالره مرسته وه کړه ، نوموړي دهر وژل شوي فلسطيني په بدل كي دهغه كورنۍ ته ۲۵ زره ډالر وركړل ، نوموړی داسرائيلو سخت خلاف وو، او پرنوموړي  دبريد اصلي  انگيزه هم داسرائيلو سره دصدام تربگني گڼل كيږي ، ځكه دامريكا اقتصادي، سیاسي او نور قوت لا تراوسه د يهودوپه ولکه کې دی .

 د عراق او ايران جنگ :

هغه مهال چې په ايران كي اسلامي انقلاب دخميني په مشرۍ ترسره شوو،  او دټولو هيوادنو سره دايران په خارجي سياست كي بدلون راغی ، نو ایران  دعراق سره هم ځني مشكلات پيداكړل ، ځكه صدام حسين دايران دپخواني ولسمشر رضا شاه پهلوي سره ديوه تړون له مخي ، امام خميني دعراق دنجف له ښارڅخه ايستلي وو، خميني له هغه وروسته فرانسي ته لاړ او له هغه ځایه یې دايران انقلاب وكړ. دخميني او صدام ترمنځ اړيكي ډېرې ترينگلې شوي وي . په همدې حال کې ددواړو هيوادونو ترمنځ سرحدي ستونزي  هم راپورته شوې ، چي عراق په ۱۳۵۹ كال كي دايران په (خوزستان )ايالت بريد وكړاو ترهغه وروسته ددغه دواړو هيوادنو ترمنځ جنگ پيل شوو ،چې اته كاله يې دوام وكړ .  په دغه جنگ کې ددواړو هیوادونو  ۱۷ لكهه كسان ووژل شول . بلاخيره ايران په ۱۳۶۷ كال  كې  دملگرو ملتونو دامنيت شورا د۵۹۸ پريكړه ليك پر بنياد جنگ درولو ته غاړه كيښوده . دايران او عراق جنگ دصدام لپاره كومه پايله نلرله ، او  ۷۵ مليارده ډالر يې عراق ته  مالي زيان هم واړاوه ، چي صدام بيا وروسته د نورو هيوادونو څخه دقرضې په توګه تر یوه بریده  دغه خیساره جبران كړه.
دايران او عراق په جنگ كې هم لوی لاس دغربي هیوادونواو دامريكا وو ، عربي هیوادونه په ځانګړي توګه سعودي په دې خاطردصدام ملاتړکاوه ،چې په سیمه کې یې دایران دشعیه مذهب دخپریدا څخه ویره لرله اوامریکا خودایران ته تراسلامي انقلاب وروسته ددښمن په سترکه کتل . دهغه وخت امريكا يې چارواكو صدام لمساوه ، چي دايران په وړاندې اقدام وکړي ،چي دا اعتراف بيا وروسته خپله صدام هم وكړ.

دكويټ سره دصدام لانجه او پردغه هيواد دعراق بريد :۱
په ۱۳۰۱ هجري كال كې هغه مهال چې دمنځني ختيځ ډېرهيوادونه دعراق په گډون دانگليس مستعمره ول ، دغه هيواد ( انګلیس) كويټ له عراقه بيله كړ ( انګلیس دا کارپه ډېرو هیوادونو کې کړی لکه د افغانستان او پاکستان  ترمنځ دډیورنډ ناولې کرښه ، دهنداوپاکستان ترمنځ دکشمیرستونزه ……..) دعراق ملي غوښتونكوکسانو هره وخت دعراق  سره دكويټ ديو ځاي كولو هيله لرله .   له بل لوري  دايران او عراق په جنگ كي عراق ډېرمالي زيان ليدلي وو ، او دكويټ هيواد هم ملياردونه ډالر عراق ته قرض وركړي وو، صدام غوښتنل چې د تيلو څخه دغه مالال هيواد دعراق سره مرسته وكړي او قرض يې ور وبښي ، خو كويټي چارواكو دا خبره نه منله .

بل لامل پركويټ دعراق دبريد دا وه ،چي عراق دايران تر جنگ وروسته غوښتل دتيلو قيمتونه پورته کړي  خو كويټ دامريكا په مشوره چې ډېر تيل هم همدغه هيواد ته وركوي ، دصدام دا خبره ونه منله ، بله خبره دا وه چې كويټي چارواكو دعراق پولې ته څيرمه دتيلو دڅاگانو دكيندلو چارې پيل كړي ،چې دعراق له ذخيرو څخه یې هم دتيلو دراايستلوتوان لاره ، صدام د كويټ ددغه عمل په وړاندې خشمگين شوو ، او بلا خيره  پر خپل دغه گاونډي چې دامريكا كلك ملگری په كال  ۱۳۶۹ هجري كال كې  بريد وكړ ،  كه څه هم دبريد په لمړي سركې امريكې دعراق او كويټ ترمنځ دبې لورې  پاته كيدو اعلان وكړ ، خو وروسته متوجې شوه چي كه چيرې عراق كويټ ونيسې نو دكویټ تيل به يا پر امريكا بند شي او يا به هم قيمته شي ، همهغه ووچي دامنيت شورا دامريكا په مشرۍ دعراق په وړاندې دجنگ اقدام وكړ اوبلاخیره په هواي او ځمكنيو قواوو سره يې عراقي فوځيان دې ته اړل كړل چي كويټ پريږدي .

صدام حسين دكويټ ترجنگ وروسته  په عراق كې خپلو كارونو ته متو جې شو ، هغه ددغه هيواد په اساسي قانون كي بدلون راوست او ډېری برخې يې  داسلام داحكامو په چوكاټ كي تنظيم كړي ، او په خپل لاس يې ددغه هيواد په  بيرغ کې الله اكبر وليكل ،  همداراز صدام  داسرائيلو په وړاندې دټينگ دريځ په درلودلو سره داسلامي نړۍ او عربي هيوادنو دتوجو وړ هم وگرځيد.
دكويټ له جنگ وروسته دامريكا او عراق اړيكې همداسې ترينگلې پاته شوې ، او پرصدام دا تور هم ولگول شوو چي غوښتل يې دامريكا دهغه مهال ولسمشر (جرج اچ بوش)كويټ  ته دسفرپرمهال ووژنې ، دې خبرې لانور هم دامريكا او عراق اړيكې خرابې کړې .

د صدام په وړاندې دامریکا اوغربي هیوادونودریځ :

امريكا دملگرو ملتونو دامنيت شورا له لارې پرعراق سخت اقتصادي بنديزونه ولگول  ، دملگرو ملتونو يو نيسف او ډبليو ايچ اوو، سازمانونودامریکا اوغربي هیوادونوتربندیزونو وروسته  اعلان وكړ ،چې ددغو بندیزونوله امله په عراق کې څه كم يو مليون انسانانوسخت اغیزمن شوی .ددغو سازمانونودرپوټونو له مخې ، د۱۳۷۰ نه تر ۱۳۸۰ كاله پورې ، دعراق درې نيمو لكهو انسانانو دبنديزونو له امله خپل ژوند له لاسه وركړی .
دبنديزونو سر بېره امريكا او انگليس ، په ۱۳۷۷  لمريزكال كې دعراق دسلاح جوړونې پرمهمو مراكزو بيدون دكوم نړيوال مجوز څخه بريدونه وكړل  او زيات شميرعراقيان يې ووژل ، همداراز په كال ۱۳۸۰ لمريز کې امريكا او نگليس بيدون له كومې خبرتيا څخه بغداد ته څيرمه د حكومت پرمهمو ځايونو بريدونه وكړل ،چې په ترځ کې یې لسګونه کسان ووژل شول . ددې ترڅنګ اسرئیلوهم د عراق پرمهمواټومي تاسیساتو بریدونه وه کړل .

پر عراق دامریکا برید :

باوجود ددې ،چې امريكا او نورو غربې هيوادنو پرعراق بنديزونه لگولي وو، ددغه هیواد پرمهمو ځایونو یې هم هوای بریدونه کول ،خو دا ځل دپخواني بوش زوی (جورج بوش)  ،چي تازه د امريكا ولسمشر شوي وو،هوډ وكړ چې پرعراق به برید کوي ،هغه ته صدام ډېر خطرناك ښكاريده . که څه هم پرعراق دبریدپلویان لا وړاندې هم په امریکا کې ووخوهغوی کله هم اکثریت نه وواو په لویه کچه یې ملاتړنه کیده ،خود۲۰۰۱ دسپټمبرترپیښو وروسته پرعراق دبرید پلویان قوی اوډېرشول اوپرافغانستان تر برید وروسته یې عراق دامریکا مهم هدف ګاڼه . بوش به  پخپلو خبرونو كي ايران ، عراق  او شمالي كوريا دشيطاني مثلث په نامه يادول ، او ددغو هيوادونو دواكمنانو دله منځه وړلو خبرې به يې كولې .  بوش پر صدام توره ولگاوه چې كيميا وي وسلي يې جوړي كړي دي ، او داټومي وسلو دجوړولو پلان لري ،  په ۱۳۸۱ كال كي دوه ځلي امريكا كوښښ وكړ چي دهوايي بريد ونو له لارې صدام ووژنې خو دغه هڅه يې نا كامه شوه ، بلاخيره يې په ۱۳۸۲ كال رسمآ پردغه هيواد بريد پيل او دڅو مياشتو مقاومت وروسته امريكا يان په دې وتوانيدل چي دصدام حسين حكومت را وپرځوي او پرځاي يې لاس پوڅی شعيه حكومت واكمن كړي . صدام حيسن وروسته تردې ،چې امريكا پرعراق بريد وكړي  ورك شوو ، اوازي وي  چا به ويل چې سورې ته تللی چا به ويل چې اوردن ته تللی او چا به ويل چي دهټلر په څير يې ځان وژنه كړي، خودا ټولې خبرې دعراقي مقاومت دضعیفه ولو په موخه وې .صدام تر پایه په عراق کې پاته شو او دوه ځلې دجنگ پرمهال هم ،چې لا امريكا عراق نه وونيولی دصدام مركې دتلويزیون له لارې خپرې شوې او هرځل به دنوموړي خبره دا وه ،چې دمرګ تر بریده مقاومت ته ولاړ دی .

 د امريكايانو له لوري دصدام نیونه :

د۲۰۰۳ كال ددسمبر په ۱۴ نيټه دعراق ولسمشر جلال طالباني ديوې خبري غونډې پرمهال اعلان وكړ ،چې صدام حسين يې نيولي دي ، تر دې وروسته  دبريتانا لمړي وزير( ټوني بلير) او دعراق امريكا يې چارواکي (پل برمر) هم اعلان وكړ چې صدام حسين دامريكا یې ځانگړو ځوکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی  .
صدام حسين ترهغه وروسته چي امريكا پرعراق پراخ بريد پيل كړ ، په خپل پلرني ښار تكريت كي يې ديوه كورلاندي څو متره ځاي سوري كړي وو او هلته يوازي اوسيده ، هغه تصويرونه چي بيا وروسته خپاره شول او دصدام دژوندي ځای يې ښود ډېر جالب وو. صدام  حسين دنيول كيدو پرمهال لویه ږیره لرله  او روغتيا يې وضعیت يې هم ښه نه ښكاريده . دصدام تر نيول كيدو وروسته په عراق كې دامريكا په وړاندې مقاومت نورهم زور واخیست ، او هره ورځ به په سلگونو تنو دځانمرگو بريدونو او نورو بريددونو په ترځ كي خپل ژوندونه له لاسه  ورکاوه .

 صدام په زندان كې :

صدام حسين په زندان كې ډېر ارامه وو، هغه امريكا يې سرتیري، چې دده ساتنه يې كوله ، بيا وروسته خبري رسنو ته دصدام په اړه ډېرې خبرې وكړې . هغه ويل (( صدام به پنځه وخته  لمونځ  او دقرانكريم تلات كاوه ، صدام به خپل كالي په خپله مینځل او خپل داوسيدو ځای به يې هم خپله پاك ساته ، دی وايې هغه صدام حسين چي يو وخت  دعراق ولسمشر وو او ډير ارگاه اوبارگا يي وه هم دداسې حالت له امله يې  ځان كم نه احساساوه ، هغه به هر وخت خندل او ويل به يې چي دا حالت دخدای يو امتحان دی ،چې پرده او دده پرملگرویې راوستی. دې عسكر همدارز ويل، چې صدام كله هم ځان ديوه زندانې په توگه نه احساسا وه ، اوهر وخت به يې ويل دا وخت هم تيردونكی دی )).

 د صدام محاكمه :

عراقي چارواكو او امريكا دبعث دگوندو دغړو او صدام په وړاندې په دوجيل كې دشعيه گانو او كردانو دوژنې په تور دهغه محاكمه پيل كړه ، ويل كيږې چې دا محكمه بې لورې نه وه او دصدام مدا فع وكيلانو ته يادا چې اجازه نه وركول كيده ، او يادا چې دصدام دڅوتنووکیلانو په وژلو سره كوم وكيل بيا دهغه ددوسې دمخته بيولو جرائت ونكړ .
په هغه ورځ چې صدام حسين يې په لمړي ځل محكمې ته راوست ، ده او دده نورو ملگرو په ډېره شها مت او ميړانې سره خبرې وكړې او دمحكمې كارونه يې تر پوښـتې لاندې راوستل ، صدام ويل ((دا نه محكمه ده او نه هم زه مجرم ، دا محكمه دبوش په فرمايش جوړه شوي او دی به هيڅكله هم ددې محكمې پريكړې ونه مني  ده ويل چې  دده په محكمې سره  بوش غواړي  دامريكا په ټاكنو كې ځان بيا بريالی كړي ، ده ويل چې دده په وړاندې لگول شوي ټول تورنه غلط دي او يواز بوش ددې ټولو پيښو مجرم دی )).

قاضي له صدام څخه پوښتنه كړه ،چې خپل ځان معريفي كړي  صدام ځان داسي ور وه پيژانده ( زه صدام حسين دعراق ولسمشر او يرغلگر نشې كولی ،چې له دې سترگې پټې كړي) هغه ته د محكمې دغونډې په پای كي يوپاڼه وروړل شوه ، چي پكي دده له نوم سره دعراق ولسمشر نه و ليكلي شوي ،چې نوموړي هغه لاسليك نكړه.
ويل كيږئ چي دامریکا دهغه وخت ددفاع وزير دونالنډ رمسفلډ په ۱۳۸۴ هجري كې دهغه سره په زندان كي وليدل ،  دغه امريكا يې چارواكي  صدام ته وويل چې موږ به تا ازاد كړو ، خو ته به خپلو ځواكونو ته وايي چې له مقاومت څخه لاس واخلي  ، صدام حسين درمسفلډ په دې خبرې پورې وخندل اوورته وه یې ویل ، چې هيڅكه به دعراق له خلكو سره خيانت ونكړي ، او هيڅكله به دورغ ونه وايي  .

صدام ته دمرګ سزا :

هغه مهال ، چې  قاضي  صدام ته دمرګ سزا اوروله   صدام حسين چې قران شريف يې په لاس كي وو په محكمه كې راپورته شو ، او دالله اكبر په ويلو سره يې دا پریكړه وغندله .

 د صدام حسين اعداميدل :

صدام حسين ته ،چي  محكمې وړاندې د اعدام سزا اورولې وه ، هيچا هم داسې فكر نه كاوه چي امريكا او دهغه ملگري به هغه په داسې يوه مباركه او دخوشحاليو څخه ډكه  ورځ كې ،چې ړمسلمانانواختر دې وي عدام كړي ، د۲۰۰۶ ميلادي كال ددسمبر په ۳۰ نيټه  ،چې دمسلمانانودلوی اختر لمړي ورځ وه اومسلمانانو دقربانۍ لپاره تياري نيوله صدام حسين  دهمدې ورځې په سهار درې نيمې بجې په داروځړول شوو، دا چې ولې  دمسلمانانودلوی اختر په لمړی ورځ صدام اعدام كړای شو؟ ، يوه ډيره لويه او مهمه پوښتنه ده ،چې لا پوښتنه ده .

په هرحال ، دصدام حسين تر مرګ څو ورځې وروسته الجزیري تلویزیون  داسې ويډيوګاني خپرې كړې ،چې صدام حسين يې  دارځای ته څوتنو جلادانو ،چي مخونه يې پټ وو روان كړی وو، صدام حسين په دغه مهال ډېر ارامه ښكاريده او هيڅ راز مقاومت يې ونكړ، او هغه مهال چې جلاد يې په غاړه كې دغرغرې پړۍ وروا چاوه هغه ته يې په ځير وكتل او خوږه مسكا يې وكړه ، همداراز یې هغه توره کڅوړه هم پرې نښوه ،چې جلاد یې پرمخ ورواغوندي
صدام حسين كلمه طيبه لا پای ته نه وه رسولې چې  جلاد پرې پړۍ راكش کړ…………………………
ويل كيږي چې دصدام حيسن دعدام پرمهال دهغه گڼ مخالفين ،چي په هغه كې دشعيه گانو دډلې مشر (مقتدا الصدر) هم ورغلی وو، او ويل كيږي چې مقتدا صدر هغه دعدام پرمهال کنځل هم کولې .
دصدام حسين مړی په تكريت ښار كې دهغه  په پلرنۍ هديره کې دخپلو دواړو زامنو عدي حسين او قصي حسين ترڅنگ  دسيمې دخلكو له لوري په ځانگړو مراسمو سره خاورته وسپارل شوو .

د صدام حسين شخصي ژوند :

صدام حسين درې ودونه كړي وو، چې دهغوی څخه یې يو شمير اولادونه لرل ، دهغه لمړی ميرمن دهغه دماما لور (ساجده طلفاح )نوميده چي ډېر اولادونه يې هم له همدي څخه وو ، چي په دې جمله كې دصدام  دوه تكړه زامن (عدي او قصي)  هم شامل دي . صدام دهمدغې ميرمنې څخه درې لوڼې  رعنا ، رغد ، حلا لرل.
دصدام  دوه زامن عدي او قصي ، پرعراق دامريكايانو تريرغل څو مياشتې وروسته دامريكايانو سره په يوه مخامخ نښته كي ووژل شول ، امريكايانو هغه ځايونه چې دوی پكې اوسيدل محاصر كړل او ددوی څخه يې دتسليمئ غوښتنه کوله، خو دوی ويل (زموږ پلار موږ ته دا نه دې رازده كړي چې دښمن ته تسليم شوو)) ، چي بیا دواړه يو ځای دامريكايانو په بمبار كي ووژل شول ، او مړي يې درې ورځې په بغداد كې په يوه موزيم كي ايښي ووترڅو دعراق مقامت كونكي پرې وويره وي .
دصدام حسین نوري دوې ښځې  سمیرا او ندال الحمداني وي ، ویل کیږي چې هغوی پخوامړونه لرل .
دصدام حسين دوې لوڼي ، رعنا  او رغد دخپلو اولادونو سره په اردون كې پناه واخسته  دنوموړي یوې لور هغه مهال چي صدام حسين  ونيول شوو ديوه تلویزيون سره په مركه كي وويل چي پلار يې ډير رحم دله كس دی هغه ډېر لوی زړه لري  ډېر راباناندي گران دی ، او ډېر مې ياديږي .

 د صدام ژوند اوشخصیت ته يوه كتنه :

صدام حسين ډېر ذهمت كشه كس وو، هغه چې لمړی ډېرغريب هم وو خو بيا هم يې هم نږدې ديرش كاله دعراق واكمني په لاس كې لرله او دعربي هيوادونو دمشرانو په سر كي راته ، ويل كيږي ،چې غازي صلاالدين ايوبي دبيت المقدس فاتح هم دعراق دتكريت ښار او اتقاقآ دصدام حسين دكلي وو، صدام حسين به هم  ځانته دوهم ايوبي وايه او هيله يې لرله چې دی هم يوه ورځ بيت المقدس ازاد كړي ، خو بدبختانه چي دې هيلې ته ونه رسيد .

صدام حسين هم دنړۍ دنورومشرانو په څیردخپلې واكمنۍ پرمهال گڼې تير وتنې كړي ، لكه دايران سره جنگ ، پر كويټ بريد او داسي نور ، خو په اخيره كې  يې زیاریوست ،چې دا غلطۍ اصلاح کړي خوبدبختانه ،چې وخت ور سره یاري ونکړه .نوموړي دميړانې دا سې تاريخ پریښود، چي په نړۍ كي يې ډېر كم ساری ليدل كيږي ، هغه دمرګ تر ورځې کله هم سرټيټ نكړ ، او تل يې غوښتل ديوه ازاد انسان په توگه ژوند وكړي .

صدام حسين كو لای شوای ،چي  ديرغلگرو سره معامله وكړي ، يا دهغوی خبرې ومني اوازاد شي خو هيڅكله يې دا سي  ونكړل، هغه دميړانې يو اوږد تاريخ پري اښي ،چې په ژورې څیړنې سره به یې سړی تل ته رسي . دده دواكمنۍ پر مهال دعراق خلك که شعيه ووكه كردان ، او كه سنیان ډېر ارامه اوسیدل هرچاخپل كار كاوه ، خو پرعراق دامریکا تر برید  اودصدام تر مرګ وروسته  عراق داور په لمبو کې وسؤ او لكونو كسانو په دې څوكالوكې خپل ژوند له لاسه وركړ او لكونه نور بې كوره او نورو هيوادونوته مهاجر شول . له عراق څخه دامریکا تروتوهم حالت نورمال  نه شؤ ، دادی هره ورځ دمرګ ژوبلې خبرونه خپریږي ،په ځانګړې توګه دسني اوشعیه ګانوترمنځ خوتربګني اوج ته رسیدلې دنړۍ مشرانو حتي دصدام كلكو مخالفيون هم دهغه ميړانه وستايله او هغه ته يې دلوی شهيد لقب وركړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب