د صفا او مروه تر مينځه سعې واجبات، سنت، مستحب او مکروهات

الله رب العزت فرمايلي دي :

 اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَا۬ئِرِ اللہِﺆ فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْھِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِھِمَاﺚ الاية .

صفا او مروه عبارت ده له دوو غونډويو څخه چې اوس يي هم اثر موجود ده چې په فاصله (۳۹۴) متره كې يوه غونډئ دبلې سره قرار لري  .

دسعې حكم :  سعې په مابين دصفا او مروه كې په عمره كوونكى چې حاج قارن يا مفرد اويا تمتع وي واجب ده او په ترك سره يي  دم لازميږي .

دسعې كيفيت :  سعې هم په شان دطواف اووه گردشونه لري چې له صفا شروع كيږي په مروه ختميږي البته تگ له صفانه مروه ته يو (اشوط) گردش حسابيږي او د مروه نه صفا پورې بل (اشوط) گردش حسابيږي.

(مسئله)  دصفا اومروه په مينځ كې دوه شنه چراغونه دي چې د ميلينو اخضرينو په نامه ياديږئ په اوس وخت كې دچت په ذرف كې شنه راډونه لگيدلي دي دلته به لږغوندې تيز لاړشي منډه به وكړې له اول شنو راډونوبه منډه  وكړې تر نورو راډونو پورې دابه هم  په صفا كې كوې هم په مروه كې باقي به په عادې تگ سره سرته ورسوې  مستحب ده چې كله صفا يا مروه ته درسيږى مخ بايد كعبې شريفې ته كړي او دعا دوكړى اوكوم وخت چې شروع كوې دصفا نه نو دا اٰيت به ووايي : اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَا۬ئِرِ اللہِ .

د سعې شرطونه :

  په شان دطواف  سعې هم شرطونه لري په فوت كيدو دهر يو شرط سره سعې صحت نه لري اوباطليږي او داشرطونه دادي .

(۱) سعې كول په لاره معينه كې

(۲) دسعې نه به مخكې طواف كوې.

(۳) شروع دصفا اوختم په مروه كه چا اول مروه وكړه بيا صفا سعې باطليږي

(۴) مسبوق په احرام سره يعنى سعې به په احرام سره كوي.

(مسئله) كه چا سعې دحج مخكې له وقوف دعرفې نه وكړه نو احرام ورته شرط دى :   اوكه سعې وروسته له وقوف دعرفات نه وكړه نو سنت ده چې سعې بغير داحرام نه وكړي .

(مسئله) احرام په سعې دغمرې كې واجب ده نه شرط په ده معنى چې شخص طواف دعمرې په احرام كې وكړي ، مخكې دسعې  دصفا مروه خپل احرام خلاص كړى اوسعى بغير داحرام څخه وكړى عمره كامله ده ولې سعې يي بغير داحرام نه كړئ نو دم پرې لازميږي .

دسعې واجبات :

(۱) تكميل كول اووه گردشونو كه چا اووه گردشونه كامل نه كړل  ، مثلاً  پيځه يا شپږگردشه سعې يي وكړه په باقي گردشونو كې انفراد صدقه لازميږي اوسعې تر ادا كيږي

(۲) پياده تگ كول دي په وخت دقدرت كې

(۳) سعې كول دعمرې په حال دا احرام كې

(۴) پائى مال كوى (طى) كول دټولى مسافى دى .

د سعې سنت :

  په ترك كولو دسنتو سره نقصان دسعې گرځې ولې دم اويا صدقه نه لازميږي اوسنت دعمرې په لاندې ډول سره دي .

(۱)   عدم تاخير كول دي په مينځ دسعى اوطواف كې.

(۲) رسيدل  پاس ځاى دصفا غونډې اومروه ته دي

(۳) پرله پسې كول دسعې دي يعنى مسلسل كول

(۴) په تيزئ سره تگ كول په مينځ دشنو راډونوكې

(۵) په اودس كې اوسيدل په وخت دسعې كې

(۶) نيت كول په ابتداء او دسعې كې

د سعې مكروهات  :

(۱) خريد او فروحت يعنې اخستل او خرڅول په وخت دسعې كې .ــ  (۲) خوراك كول بغير دضرورت نه

(۳) خبرې كول بغير دضرورت نه

(۴) مشغوليدل په اوموروغيرى ضروريه  وؤ كې .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب