دطلاق په نیت نکاح کول روا ده؟

پوښتنه:
محترمو زه یو سوال لرم هغه دادی زه په خارج که ژوند کوم ځرنګه چی تاسو ته معلومه ده دلته په اروپا او امریکا که فحشا ډیره زیاته ده او دلته ځان ساتل له زنا نه ډیر مشکل کار دی په داسی حال کی چی زه یو ۲۵ کلن ځوان یم.

زه غواړم چی دلته د یوی مسلمانی انجلی سره نکاح وکړم. هغه افغانه نه ده او دا کار هم د فامیل نه پټه کوم ځکه بیغیر د افغانی انجلی سره نکاح کول په افغانیت او هم زمونږ په فامیل کی بده خبره ده.

او زه چی له دی انجلی سره نکاح کوم زه هغه په زړه او هم په ژبه هغه خپله ښخه منم او نکاح ورسره کوم . دا کار په دی خاطر کوم تر ځو خپل نفسانی خواهیشات او د زنا ځخه ځان وساتم او یو ځای ورسره ژوند وکم. خو زما فامیل زما پر واده او نکاح نه دی خبرځکه بغضی مشکلات دی اقتصادی زما ځخه مشران وړونه پاتی دی.

نو زه نشم کولای چی په وطن کی واده وکم .خو کله چی شرایط برابر شول زما فامیل وغوښتل یا زه خپله په افغانستان کی واده وکم چی هغه زما دوهم واده حساب کیړی نو زه دغی غیری افغانی مسلمانی ته طلاق ورکوم ځکه نشم کولای چی د دوو ښځو ترمنځ حقوق مراعات کم او بل نورمشکلات د فامیلی اقتصادی او دوه ملکونه افغانستان او اروپا نو مجبوره یم چی اولی ښځی ته می طلاق ورکم ، نو اوس به راشو اصلی مطلب ته هغه دادی .کله چی زه دلته د غیری افغانی مسلمانی انجلی سره نکاح کوم زما نیت او زما په زړه کی دا خبره او تصمیم می دادی چی کله دوهم واده کوم هغه هم د فامیل او زما په خپله خوښه په افغانستان کی نو د غیری افغانی مسلمانی انجلی ته به طلاق ورکم شاید زه یو کال ورسته یا دوه کاله یا ځلور کاله او یا هم لس کاله وروسته د افغانی سره واده وکم ترهغه به له د غیری افغانی مسلمانی سره به اوسم او کله چی می دوهم واده وکړ نو دی ته به طلاق ورکوم.او دا هم امکان لری چی عمر تر اخره به ورسره وم او زما ښځه به وی او دوهم واده په افغانستان کی ونه کم .آیا دا ډول نکاح روا ده ؟ آیا دا ډول نکاح نکاح موقتی نه ده ؟ په داسی حال کی چی زما نیت هم نکاح موقتی نه دی. آیا کوم کار یا کوم تصمیم چی ما نیولی دی دا حرام دی که احلال ؟ نو ستاسو محترمو ځخه په درنښت هیله کوم چی قرآنکریم او د حادیثو په ړنا که ځواب راکی. زه ځنګه او چیری کولای شم چی خپل ځواب تر لاسه کم . مننه

ځواب :
محمد شعیب قریشي

your ads

قدرمن وروره
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دې ته په عربي کې (الزواج بنیة الطلاق) وايي ، یعنې د طلاق په نیت نکاح کول ، په دې اړه باید ووایو چې په دې اړه یوه خبره باید په لومړي سر کې واضحه کړو او هغه داچې :
یو نکاح دطلاق په نیت سره ده او بله نکاح متعه ده .
دنکاح متعه په اړه ټول اهل علم وايي چې دا رنګه نکاح حرامه ده ، او یوازې داهل تشیع بعضی ډلې پرې عمل کوي .
الزواج بنية الطلاق دې ته وايي چې یو نارینه له یوې ښځې سره دولي ، شاهدانو ، مهر ، اعلان او نوردنکاح له غوښتنو سره سم نکاح وکړي ، ولې پخپل زړه کې داخبره ولري چې زه به دې ښځې ته څه موده وروسته طلاق ورکوم .
دالزواج بنیة الطلاق په اړه علماء مختلف نظریات اورايې لري :
• جمهور د علماؤ وايې چې دا نکاح صحیح ده ددې لپاره چې دنکاح شروط پکې مراعات شوي، او هغه څه چې دنکاح په لاره کې خنډ دي هغه پکې نشته .
• بله ډله علماء وايي چې دا نکاح باطله ده او دمتعې دنکاح حکم لري ، دا قول د اوزاعي دی او د حنابله وو وروستنیو علماؤ هم دانکاح غلطه ګڼلې ، دسعودي عربستان دارالافتا‌‎ء هم ددې نکاح پر غلط والي فتوی ورکړې ، او دلیل یې دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلې : ” إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى”.
د اعمالو دار او مدار پر نیتونو دی ، نو دا کس چې نیت یې د طلاق ؤ، که څه هم په نکاح کې شرط نه و ذکر شوی دده دنیت حکم د مشروطې نکاح په معنی شو ، نو دا دمتعې دنکاح معنی ورکوي او حرام کار دی.
• درییمه ډله علماء وايي چې که څه هم نکاح صحیح ده ، ولې په دې نکاح کې غش (چل ، فریب او دوکه) ده ، نو په همدې لحاظ دا واده حرام دی .
نو صیحح خبره داده چې دا رنګه نکاح غلطه او باطله ده ځکه چې :
1 – په دې نکاح کې چل او دوکه ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چې : من غشنا فلیس منا، چا چې مونږ سره چل (دوکه) وکړه له مونږ نه نه دی.
2 – بل داچې په نکاح او عقد پورې ملنډې دي او له دې نه غلطه استفاده کول دي.
3 – دمتعې نکاح ته ورته ده په ځنې جوانبو کې .
4 – بل داچې په غربي نړۍ کې دمسلمان او اسلام څخه غلط فکر پیدا کیږي.
5 – دهغې ښځې له احساساتو سره لوبې دي .
د همدې لپاره امام مالک رحمه الله وایي : “ليس هذا من أخلاق الناس”. (شرح مسلم للنووي 9/182) (چې دا دخلکو له اخلاقو څخه نه ده).
همدارنګه مجمع الفقه الاسلامی چې په رابطه عالم اسلامي پورې اړه لري په خپله اته لسمه دوره کې چې د 1427هجري کال په دریمه میاشت کې دایره شوي وه په هغې کې دداسې نكاح په اړه دا فتوی ورکړې : “الزواج بنية الطلاق وهو: زواج توافرت فيه أركان النكاح وشروطه وأضمر الزوج في نفسه طلاق المرأة بعد مدة معلومة كعشرة أيام، أو مجهولة ؛ كتعليق الزواج على إتمام دراسته أو تحقيق الغرض الذي قدم من أجله. وهذا النوع من النكاح على الرغم من أن جماعة من العلماء أجازوه، إلا أن المجمع يرى منعه؛ لاشتماله على الغش والتدليس. إذ لو علمت المرأة أو وليها بذلك لم يقبلا هذا العقد. ولأنه يؤدي إلى مفاسد عظيمة وأضرار جسيمة تسيء إلى سمعة المسلمين”.
ژباړه : د طلاق په نیت واده کول : “هغه واده دی چې د نکاح ټول ارکان او غوښتنې پکې عملي شوې وي ولې د نارینه په زړه کې طلاق وي چې هغه يې پټ کړي وي چې زه به دې ښځې ته له یو معلوم یا نامعلوم وخت نه وروسته طلاق ورکوم لکه داچې کله مې درسونه خلاص شي نو دې ښځې ته به طلاق ورکوم او یاداچې په دې هیواد کې مې کار خلاص شي دڅه لپاره چې هلته تللی دی، نو دارنګه نکاح ، که څه هم ځینې علماؤ اجازه ورکړې ، ولې مجمع الفقه الاسلامي دا واده صحیح نه ګڼې ځکه چې په دې نکاح کې دوکه اوفریب دی ، که چیرې دا ښځه او یا ددې ښځې ولي په دې خبره خبر شي (چې طلاق به ورکوي) نو دا نکاح به له سره ونه مني، ځکه چې دا نکاح ډیر مفاسد رامینځ ته کوي او دمسلمانانو نوم بدي پرې کیږي.”
او که چیرې ښځه هم همدا غواړي چې له درس نه وروسته به ما ته طلاق راکړې نو داهم حرام ده ځکه چې په دې صورت کې دا دمتعې نکاح ته ورته ده او له دواړو خواوو له نکاح سره لوبې دي ، په داسې حال کې چې په اسلام کې دواده مقصد یوازې دشهوت رفع کول نه بلکې دکورنۍ جوړول او یوه سالمه ټولنه رامینځ ته کول دي .
خلاصه :
دا ډول نکاح که څه هم ځینې علماؤ جواز ورکړی ولې دموضوع له څیړنې وروسته دا ویلی شو چې داسې نکاح ناجائزه او غلطه ده او باید مسلمانان له داسې واده څخه ځان وساتي ، ځکه چې دا کار فحشاؤ ته لاره خلاصوي ، غوره خبره داده چې په ښه نیت هملته تاسې نکاح وکړئ او هڅه وکړئ چې خپل والدین پر دې خبره قانع کړئ ، که نه نو غوره خبره داده چې په خپل کلي او وطن کې واده وکړئ ځکه چې هغه فکر ، عنعنې ، او داحساس نژدې والی چې له خپلې مسلمانې افغانې سره دیو افغان پیدا کیږي هغه دبل چاسره ولو که مسلمانه هم وي دټولنیزو اختلافونو پر بنسټ نه پیدا کیږي او کورنۍ ماحول هغه شان نه جوړیږي په کوم کې چې ښځه او خاوند په آرام ذهن او زړه له یو بل سره ژوند وکړي.
والله اعلم
وصلی الله علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب