دظلم او ظالمانو انجام

الله جلت عظمته دټولو کايناتو خالق،مالک،رازق،بادار اوساتندوى دى دمرگ اوژوند پريکړې دده په لاس کې دي، هغه څه به کيږي چې هغه يې غواړي الله عزوجل هغه ستر واکمن دى چې پريکړه يې څوک په شا نه شي تمبولى، له ټولوخلکوسره به دقيامت په ورځ محاسبه کوي الله جلت عظمته غير مسئول ذات دى له دغسې مطلقه مشيت او واکمنۍ سره الله جلت عظمته ظلم په خپل ځان حرام کړى، يعنى له الله تعالى څخه ظلم نه صادريږي له همدى امله يې دبندگانو تر منځ هم حرام گرځولى دى .

قران عظيم الشان فرمايي (ولا يظلم ربک احداً)
يعنى: اوستارب له هيچا سره دظلم معامله نه کوي. له همدې امله الله خپلوبندگانوته په عدالت اوانصاف امر کوي (اعدلواهواقرب للتقوي) .

يعنى: عدل کوي چې دغه تقوى ته ډير نږدى دى. په همدې توگه الله جلت عظمته خپل بندگان دظلم اوزياتي له عوا قبوڅخه ويرولي دي هلته چه فرمايي:ولا تحسبن الله غافلاً عمايعمل الظالمون .انمايوء خرهم ليوم تشخص فيه الابصار.

يعنې : ته داگمان مه کوه چى الله به دظالمانو له کړو وړو څخه ناخبروي حقيقت دادى چى الله عزوجل دوى ته دهغې ورځې تر راتلولو پورې مهلت ورکړى چې په هغې کې به دانسانانو سترگې رډى پورته راختلې وي قران عظيم الشان يوازې داخرت دعذاب په يادولو اکتفاء نه ده کړى بلکى دظلم دانجام په هکله يې په دنيا کى هم دتباشويو ظالمانو گڼى نمونى ذکرکړى دى دفرعون قام په سياسى ظلم کولوکى لوړه نمونه وه، دشعيب عليه السلام قام په اقتصادى اودلوط عليه السلام قام په اخلاقى ظلم کى ستر مثالى حيثيت درلود په همدى ډول نه يوازى داچى داسلام سپيڅلى دين دظلم پر ضد پاڅون امر کړى اودظلم انجام يې وخيم بللى بلکى له دى سره سره يې دبشرى اخوت اومساوات توغ رپولى.

که چيرې وگړو په انسانى اخوت باور درلود ى هغه چى زړونه سره نږدى کوى دشمن اونيستمن دکوچنى اولوى ملتونو اوقامونو ترمنځ دژبواونژادونوترمنځ توپيرونه له منځه وړي او ټول په ورورگلوى ،رحمت،عاطفى اوپه ټولنيز تکافل بدلوى خو اوسنى ظلم داسلام نه دمخه دجاهليت له وخته ډير بتر دى.
دډير افسوس ځاى دى چى دمسلمانانو دايمانى اوثقافتى ضعف اوکمزورتياله کبله چى ددوۍ پرژوند يې خپل سيورى خپور کړ نو ظلم او طغيان ددوۍ پرژوند خپلى وزرى وغوړولى استبداد ،ظلم اوجهل تورى تيارى يې پرژوند واکمنى شوى.
لا زمه بولم دلته دپخوانى جاهليت او اوسنى جاهليت ترمنځ يوه موازنه وړاندى کړم :

لومړى: داچى دجاهليت ددور ظالمانو سره له دى چى په طغيان يى لاس پورى کاوه له دى سره سره هغوى په دى معترف ووچى داکار ظلم اوتيرى دى خوددى وخت ظالمان ظلم ته عدل اوبرابرى ، دبشرى حقوقو قانونى اواوصولى دساتير وايې.

دويم: دجهالت دوخت ظلم اوطغيان دسيالو قبايلو ترمينځ سرته رسيده خوددى وخت ظلم دهيوادونو مشران اوسياسى لوبغاړى سرته رسوى.

په داسى حال کى چى دوى مکلفيت درلود تر څو دولسونو اوقامونو عزت خوندي کړى دهغوى ترمينځ امن اوانصاف واکمن وگرځوى اودخلکو سياسى ، اقتصادى، اجتماعى اوعلمى ازاد ى ته وده ورکړى دهيوادونو ظالم واکمنان په داسى حال که چى دجمهوريت ازادى اوبشرى حقونو نارى اوسورى وهى اوخپل ځانونه دقانون نماينده گان بولى پداسى حال کى چى دقانون اواوصولو لوړى ډنډورى غږوى د ولس دهيلو پر خلاف دهغوى ازادى ته گواښونه اودشتمنيو په مصادره کولويې لاس پورى کوى اوبيادخپلى واکمنى دبقاپه خاطر په بيلا بيلو پلمو له پاکو اوسپيڅلوخلکو زندانونه ډکوى کله چى دظلم استبداد،انحراف ،فساد اوظلم په منگولو کى يوقام ښکيل شى،او ولس دفقر تخلف پسماندگى اوبيکارى په لوموکى ونيول شى دغه بيچاره ملتونه تباه کوى اوتمدونونه يې دزوال کندى ته سپارى ،ځنى وخت به دغه تباهى داسى حالت غوره کړى چى ظا لمان اوسرکښان له خپلو دولتونو اوحکومتونو سره يو ځاى دتاريخ کندى ته وسپارل شى،چى لوى اوڅرگند مثال يې هتلر، موسولنى اوصدام حسين دى.

ځينى وخت بيادغه ظلم داخلى اوخارجى بڼه نيسى هغه ظلم اوتيرى چى دقامونو اوسياسى واکمنانو ترمنځ يې ددشمنى واټن رامينځ ته کړى دى چى هر يو دبل دتباهى انتظار باسى همدغوسياسى چارواکو دخپل رعيت وګړ ي ددښمنانو ناولوپنچوته وسپارل چى فلسطين ،سودان،عراق ،اوافغانستان يې سترى بيلګى دى

ددى ظلمونو اوتيريو بنسټيزلامل
ددى ظلمونو اوتيريواصلى اوبنيادى لامل دعقيدى اوايمان دضعف ستونزه ده .

داځکه چى کوم چارواکى دخپلوقومونو ازادى سلبوى دهغوى دشتمنيو ،ابرواوعزت ، په لوټ کولو لاس پورى کوى، هغوى نه په خداى باور لرى اونه داخرت دورځى په سوال اوځواب اومحاسبى، په همدى توگه بل لامل يې دانسانى اوبشرى احساس فقدان دى چى دوى يې دوحشى ځناورو په کتارکى ودرولى وحشى ځناور خوله دى څخه ډير شرف لرى داځکه چى هغوى دخپلو همنوعو ښکار دخوراک اولوږ ې دسړلو په خاطرکوى، خوددى وخت ظالم اوجابر چارواکى په داسى حاکى چى ښه لباسونه يې پرغاړه وى په ښايسته موډ او فيشن کى معطر گرځى په ډيروغولونکو بيانيو او خطابونو سره دازادى او بشرى حقونو نارى اوسورى وهى خو دخپل هيواد داصيلو بچيانو سره داسى سلوک ترسره کوى چى په ځنگله کى ورڅخه ځناور دشرم احساس کوى، موږيې يو ځل بيا دغو باغى او طاغى سرکښو زمامدارانو ته په ګوته کوو او ورته وايو که چيرى تاسى نيکان اوصالحان او ولسونو ته محبوب چارواکى واوسى له زروځلو څخه تاسى ته بهتره ده چى ولسونه مو بد وگڼي اولعنت درباندى و وايې، دابه تاسى ته ښه نه وى چى دخپل ولس په غيږ کى موژوند کړى وى چى هغوى درڅخه خپل ځان اومال قربانولى اوداسلام ددښمنانو له ناولى وحشى غيږ څخه مو دخپل قام لمنى ته پناه راړى وى هغه وحشى او ځناور دښمن چى ستاسى ذلت ، تباهى ، فقر او بد بختى غواړى دابه ډيره ښه وى چى دقيامت په ورځ دعرش تر سيورى لاندى مو ځاى درلودى. مسلمانو ولسونوته لا زمه ده چى له لاس ترزنى کښيناستلو څخه ډ ډه وکړى په خوځـښت لاس پورى کړى اودخپلو چارواکو په نصيحت لاس پورى کړى خپل ځانونه منظم کړ ى که په نصيحت ونه شى نوبيادولسى توپان په مقابل کى جابران دټينګى نه دى هرومرو به دظلم ټغر ټوليږى اوعدل به يې ځاى نيسى. (انشاء الله)

پوهندوى محمد شريف رحماني

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب