دغه اوسني انجیلونه څه وخت ولیکل شول؟

د متي انجیل په ۶۴ میلادي کال کي ولیکل شو، دا خپله یهودو ولیکئ او بیا یې و متي ته منسوب کړ چي د متي د انجیل ۹ باب او ۹ ایات څخه په ښکار معلومیږي چي دغه انجیل ، متي نه دی لیکلی.

انجیل مرقوس په ۶۵ میلادي کي ولیکل شو، مرقوس خپله حواري نه وو.

انجیل لوقا په ۶۴ میلادي کي ولیکل شو، لوقا هم حواري نه وو، بلکي یو طبیب وو چي د پاول/ پولس سره په سفرونو کي ملګری وو.

انجیل یوحنا په ۹۸ میلادي کي ولیکل شو.

ددې انجیلونو د لیکلو نېټه په عیسائیت کي هم ډېر توپیر سره لري، یعني ځیني عیسايي علماء یې په یوه نېټه کي بولي او ځیني یې په بله نېټه کي بولي، هر انجیل تر۴ زیاتي نیټې لري، په لیکوالانو کي یې هم ژور او ښکاره اختلاف دﺉ، چي دا هر څه زما په چاپ شوي کتاب (بایبل پېژندنه) کي لوستلای شئ.

your ads

یهودو د نوې عهدنامې ۲۷ کتابونه ولیکل او ځیني یې و حواریینو ته منسوب کړل او ځیني یې و نورو ته منسوب کړل، اصلي الهي دین ختم شو او دغه یې بدیل (عوض ) شو.

په درځنو انجیلونه ولیکل شول:

یهودو چي اصلي انجیل له منځه یو وړ بیا یې و هر چاته اجازه ورکړه چي د انجیلونو په لیکلو سره پیل وکړي، هرچا د انجیل په نامه سره یو څه خرافات، توهمات او خیالي داستنونه لیکل او و خلکو ته یې وړاندي کول دا انجیلونه تر شمار وتلي وه چي تر اسلام مخکي دغه انجیلونه موجود وه، د بیلګې په ډول سره:

۱: د مصریانو انجیل ، چي د دوهمي پېړۍ په منځنیو وختونو کي وو۔

۲: د عبریانو انجیل په لومړۍ پېړۍ کي ۔

۳: د پطرس انجیل په دوهمه پېړۍ کي۔

۴: د پولس انجیل په دوهمه پېړۍ کې۔

۵: د اندریاس انجیل۔

۶: د برناباس انجیل.

۷: د برتولوماس انجیل.

۸: د جېمز انجیل.

۹: د قدیوس انجیل.

۱۰: د اپلس انجیل.

۱۱: د باسیلیدس انجیل.

۱۲: د کرینتوس انجیل.

۱۳: د ابیونتس انجیل.

۱۴: د حوا انجیل.

۱۵: د اسخریوطی یهوداه انجیل.

۱۶: د حیوه انجیل.

۱۷: د مریم انجیل.

۱۸: د ستایس انجیل.

۱۹: د کامیل انجیل.

۲۰: د فلیپ انجیل.

۲۱: د لوقاس انجیل.

۲۲: د روښتیا انجیل.

۲۳: د مارکيون انجیل.

او داسي نور…

دغه څلور انجیلونه څنګه انتخاب شول؟

قسطنطین (Constantine)په ۳۲۳ میلادي کال کي چي د روم امپراطور وو یوه غونډه جوړه کړه، او دا اعلان یې وکړ چي ټول لیکلي شوي انجیلونه به راوړﺉ، او که مو د چا سره یو انجیل ولیدﺉ هغه به په اور کي سوځول کیږي، اعلانونه وشوه، په ۳۲۳ میلادي کال کي یې غونډه جوړه کړه، په زرهاوو نسخې انجیلونه راجمع شول، ټول یې کښېښودل، و خلکو ته یې وویل چي خپله حضرت عیسی علیه السلام راځي او په دغوانجیلونو کي هغه انجیلونه انتخابوي چي اصلي وي، په نیمه شپه کي قسطنطین د خپلو یو څو یهودي علماوو سره راغلئ او دغه اوسني ۴ انجیلونه یې پر میز باندي کښېښودل او سهار اعلان وشو چي نور ټول انجیلونه باطل او دغه ۴ انجیلونه (انجیل متی، انجیل مرقوس، انجیل لوقا او انجیل یوحنا) درست دي نور ټول یې وسوځول.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب