دغه خواړه به مو له سرطان څخه وژغوري

شاید ډیرو کسانو ته د منلو وړ نه وي خو په نړۍ کې ۳۵٪ سرطان د خواړه له امله را منځ ته شوې. که خپل ځان له سرطان څخه ژغورل غواړئ نو داسې خواړه استعمال زیاته کړئ چې ستاسې بدن کې د حجرې له منځه تللو مخه ونیسي.

میوه او دسبزیجاتو مختلف ډولونو استعمالول انسان د سرطان له مختلفو ډولونو څخه ژغوري. کوم خلک چې د ورځې څلور ځلي میوه استعمالوي په هغوي کې د سرطان خطر ۵۰ سلنه نسبت هغو کسانو ته چې د ورځې دوه ځلي میوه استعمالوي کمیږي.

دلته مو له هغه خواړه سره اشنا کوو چې د سرطان په مخنیوی کې مهمه ونډه لري:

۱- سره مڼه: څیړنو ثابته کړې چې سره مڼه او هغه سابه چې سرو مڼو ته ورته خواص لري په موږکانو کې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کړی. سور پوټکي لرونکي سابه او میوې په بدن کې د سرطان حجرات له منځه وړي او په بدن کې د پروتین تولید زیاتولو سربیره په ښځو کې د سینې سرطان لامل کیدونکي هارمونونه له منځه وړي چې په دې ډول د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي.

۲- ام: څیړنې ښيي هغه ښځې چې زیاته اندازه ام استعمالوي په هغوي کې د سینې سرطان خطر کمیږي. څیړونکو پولیفینول (Polyphenol) په نامه مواد وڅیړل چې دغه څیړنه کې تانین (Tannin) نومې موادو ته کوم چې د سرطان څخه مخنیوی کوي خاصه توجه شوې وه. تانیک اسید (Tannic Acid) کوم چې په ام کې په زیاته اندازه پیدا کیږي د پولیفینول یو ډول دی چې نسبت نورو ته ښه خوند لري. دا ثابته شوې چې پولیفینول په بدن کې حجراتو د ټوټه کیدو مخه نیسي.

۳- ستروس: ستروس کورنۍ میوې لکه نارنج، لیمو او کامکورت زیاته اندازه ویټامین سي لري. ویټامین سي د معدې سرطان، حنجرې سرطان، سینې سرطان او سږو په سرطان اخته کسانو ته ډیر زیات ګټور دی.

۴- هاوترون (Hawthron): یو ډول بوټی دی چې په دښتو کې په زیاته اندازه پیدا کیږي. دغه بوټه د هاضمې نظام ښه کولو او وینې چربې (کولیسټرول) له منځه وړلو لپاره ډیر استعمالیږي. دغه بوټی د سرطان حجرې له منځه وړي او زیاته اندازه ویټامین سي لري. دغه خواړه د معدې او سینې سرطان په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۵- عناب (Jujube): دغه خواړه زیاته اندازه بي- کایروټین (B-Carotene)، ویټامین سي او د بي ویټامینونو غوره منبع ده. دغه خواړه زیاته اندازه ټرایټرپینایډ (Triterpenoids) لري کوم چې د سرطان له منځه وړونکی مواد دي.

۶- کیوي: کیوي د ویټامین سي غوره منبع ده چې د نارنج څخه ۴-۱۲ ځلي، مڼې څخه ۳ ځلي او انګور څخه ۶۰ ځلي زیاته اندازه ویټامین سي لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب