دغه خواړه مو اعصاب تقویه کوي

د ښې پریکړې لپاره دا ډیره مهمه ده چې ورځني ژوند کې څه ډول خواړه استعمالوو. دلته هغه خواړه درپیژنو چې د اعصابو تقویه او ښې پریکړې کولو لپاره ډیره زیاته مرسته کولای شي.

که دغه خواړه هوښیاري نه شي زیاتولی خو له تاسو سره به ډيره مرسته وکړي چې چټک فکر او غوره پریکړه وکړئ په خاصه توگه د ستړتیا پر وخت:

۱- کبان: کبان د اعصابو لپاره یو له غوره خوړو څخه دي. کبان زیاته اندازه اومیګا ۳ (Omega 3) لري کوم چې یاداشت او په انسان کې د پیژندلو خاصیت بهتره کوي. همدا راز اومیګا ۳ د خپلو خاصو ځانګړتیاوو پر بنسټ ګزک له منځه وړي چې د زړه له ناروغیو، سرطان او الزایمر څخه د مخنیوی لامل گرځي. انسان باید په یوه هفته کې درې ځلي کبان وخوري.

۲- غرنی توت: دغه خواړه د فلوونایډ انټي اکسیډنټ (flavonoid antioxidants) غوره منبع ده چې په انسان کې د زده کړې توان زیاتوي. غرنی توت انسان له الزایمر او لیونتوب له ناروغیو ژغوري.

۳- مغز لرونکي خواړه: دغه خواړه لکه پسته، بادام او غوزان په کافي اندازې سره اومیګا ۳ او اومیګا ۶ لري چې اعصاب تقویه او فعالیت يې لا زیاتوي. دغه خواړه زیاته اندازه ویټامین اي (Vitamin E) هم لري چې دماغ د ازادو رادیکالونو له صدمې څخه ژغوري. غوزان د اعصابو وړتیا زیاتوي.

your ads

۴- هگۍ: هگۍ د کولین (choline) په نامه مواد لري چې ذهن متمرکز کولو او د معلوماتو بیا یادولو خاصیت تقویه کوي. څیړنو ثابته کړې چې د کولین مواد په زیاته اندازه د الزایمر ناروغۍ مخه نیولی شي.

۵- شنه پاڼو لرونکي سبزیجات: پالک، چغندر پاڼې او داسې نور سبزیجات ډیره زیاته بي (B) ویټامینونه او فولک اسید (folic acid) لري چې اعصاب د عمر زیاتوالي له اغیز څخه ژغوري. دغه سبزیجات د زیاتې اندازې انټی اکسیډنټ لرلو له امله انسان د زړه له ناروغیو او سرطان څخه ژغوري.

۶- چاکلیټ: دغه خواړه فلیوانول انټي اکسیډنټ (flavanol antioxidant) غوره منبع دي چې اعصابو ته د وینې جریان زیاتوي او عصبي حجراتو په ساتنه کې مرسته کوي. خو په چاکلیټ کې د کوکاو چاکلیټ خاصه اندازه استعمال اړین دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب