دغه خواړه مو له شکر څخه ژغوري

نوی څیړنه چې په یوې امریکايي جریده کې خپره شوې ښيي چې د ماسته استعمال په انسان کې د دوهم ډول شکر ناروغۍ خطر ۱۸٪ کموي.

دیابیت یو ډول میکروب دی چې د انسان په بدن کې د قندي موادو اندازه زیاتوي او انسان په شکر اخته کوي. په نړۍ کې ۹۰ سلنه خلک د دیابیت په دوهم ډول اخته دي.

انسان هغه مهال د دیابیت په دوهم ډول اخته کیږي چې بدن يي انسولین (Insulin) تولید نکړي. هغه کسان چې په دغه ډول دیابیت اخته وي په هغوي کې د زړه حمله او نور ناروغیو خطر زیاتیږي.

دغه څیړنه کې څیړونکو ۲۰۰۰۰۰ نارینه او ښځې وڅیړل د کوم عمر چې د ۲۵ او ۷۵ کلونو تر منځ وو. څیړونکو د ۳۰ کلونو په موده کې له دغو خلکو سره خبرې وکړې او د هغوي روغتیا او د هغوي پرهیز په اړه پوښتنې وکړې.

د انسان نور عادتونه لکه بدني روغتیا، سګریټ او ذهني فشار په نظر کې نیولو سره د ماسته ورځنۍ استعمال سره د انسان په دیابیت دوه ډول اخته کیدو خطر ۱۸ سلنه کمیږي.

دغه څیړنه ښيي چې ۲۸ ګرامه ماسته له ورځنۍ استعمال سره په انسان کې د دیابیت دوهم ډول ناروغۍ خطر ۱۸ سلنه کمیږي.

له دې مخکې څیړنې ښودلې وه چې د کلسیم، مګنیزیم او ځینې نور غذایي مواد له استعمال سره د دوهم ډول دیابیت خطر کمیږي. دغه څیړنه ښيي چې په ماسته کې یو ډول باکتریا وجود لري کوم چې د دیابیت خطر کموي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب