دغه شپږ خواړه مو د معدې تیزابیت ختموي

د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي.

د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی.

بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.

خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!

۱ـ شومړه:

شومړه، چې ځینې خلک يې لسي او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي.

یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.

۲ـ زیره:

زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.

۳ـ د نعناع پاڼې:

د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي.

له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

۴ـ ادرک:

ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي.

د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

۵ـ لاچي:

لاچې هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي.

لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.

۶ـ د مڼې جوس:

د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.

ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

د معدې تیزابیت سره د مبارزې نورې لارې دا هم کیدالای شي، چې د خورک اندازه، وخت او د خوړو ډول منظم کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب