دغه عادتونه مو د خیټې اضافي وزن کموي

دغه عادتونه مو د خیټې اضافي وزن کموي

د ژوند کولو خرابه طریقه او د خوړو ځینې ډولونو د خوړلو په پایله کې خیټه له خپلې نورمالې اندازې څخه زیاته غټیږي کوم چې د انسان په ښکلا ډیره ناوړه اغیز کوي. د خیټې غټوالی د زړه د ناروغیو، د وینې لوړ فشار او ځینو نورو ناروغیو لامل هم ګرځیدی شي.

ډیرې داسې لارې شتون لري چې د خیټې اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي خو په دغو لارو عمل کول ډیر زیات وخت، صبر او لګښت ته اړتیا لري. دلته مو له هغو لارو سره اشنا کوو چې د خیټې اضافي وزن په کمولو کې پیاوړی او چټک اثر کوي.

ورځ مو د لیمو له اوبو سره پیل کړئ

خپل ورځ مو د لیمو له ابو سره پیل کړئ. په نیم ګیلاس تړمو اوبو کې د لیمو اوبه زیاته کړئ او تر لږې اندازې مالګې زیاتولو وروسته يي وڅښئ. د دغې مشروب ورځنۍ استعمال نه یوازې دا چه د بدن جسماني فعالیتونه بهتره کوي بلکه د خیټې اضافي وزن په کمولو کې هم ځانګړی اثر لري.

د سپینو وریجو څخه ځان وساتئ

your ads

د سپینو وریجو استعمال لږ کړئ. د سپینو وریجو پر ځای د وریجو نورو ډولونو، سبوس لروونکی ډوډۍ او ځینې نورو خوړو څخه د دې لپاره چې په بدن کې د اړتیا وړ فایبر له لږوالی څخه مخینوی وشي باید استعمال شي. دغه خواړه د خیټې اضافي وزن کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

له خوږو موادو سره مخه ښه وکړئ

بوره او له بورې څخه جوړې شوې نورې توکي بندول که څه هم ستونزمن کار دی خو له دغو خوړو څخه ځان ساتل هم ډیر زیات اړین دی. هیره دې نه وي چې ساړه مشروبات هم دخو خوړو او مشروباتو کې شامل دي. ساړه مشروبات خپل ترکیب کې له اندازې زیاته بوره لري. همداراز ساړه مشروبات خپل ترکیب کې یوه اندازه غوړ هم لري کوم چې د خیټې او د بدن د ځینو نورو برخو وزن په زیاتولو کې مرسته کوي.

اوبه زیات استعمال کړئ

که غواړئ خپل ملا او د خیټې وزن کم کړئ نو د اوبو استعمال زیات کړئ. اوبه په وینې کې له جذبیدو سره په وینه کې شته غوړ او نور مضر مواد له منځه وړي له دې سربیره اوبه له بدن څخه زهري مواد له منځه وړي او په دې ډول انسان له خطرناکو او مهلکو ناروغیو څخه ژغوري.

په تشه ګیډه هوګه استعمال کړئ

هر ورځ په تشه ګیډه یوه یا دوه پلۍ هوګه خوړل له اندازې زیاتې ګټې لري. که چیرې د هوګې پلۍ د یوې کاچوغې په وسیله له ښه میده کولو وروسته د لیمو اوبو ورسره زیاته شي او وخوړل شي نو دغه خواړه د وینې جریان بهتره کوي او همداراز د خیټې په اضافي وزن کمولو کې له اندازې زیاته او پیاوړی اثر کوي.
د غوښې استعمال زیات کړئ

د خیټې اضافي وزن کمولو لپاره یوازې سبزیجات خوړل اړین نه دی. ځینې ګټور مواد داسې دي چې له غوښې پرته بل هیڅ ډول خواړه کې شتون نه لري. د چرګې او کبانو د غوښې استعمال به ډیر زیات مناسب وي.
تازه میوې او سبزیجات استعمال کړئ

د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن ټولو برخو ته ډیره زیاته ګټه لري نو له همدې امله د هر فصل سابه او میوې خپل د خوراک اړینه برخه وګرځوئ. په دغو خوړو کې شته معدنیات او انټي اکسیډنټ انسان تل تازه ساتلو سره د بدن د غذايي مواد کمی پوره کوي او انسان له اضافي وزن څخه لرې ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب