دغه عادتونه مو ځیګر له منځه وړي

دغه عادتونه مو ځیګر له منځه وړي

ځیګر د انسان په ټول بدن کې یوه مهمه برخه ده. هر څه چې خوړل کیږي لومړۍ باید ځیګر ته انتقالیږي چې له هغې وروسته په ځیګر کې له ځینې عملیو وروسته د بدن نورو برخو ته انتقالیږي. ځیګر په بدن کې ډیرې روغتیايي فعالیتونه په غاړه لري نو په همدې اساس ویلی شو چې د انسان روغتیا د هغه ځیګر په روغتیا پورې تړلی.

داسې عادتونه شتون لري چې کولی شي د انسان ځیګر ته صدمه ورسوي او یا يي هم له منځه یوسي. د ځیګر ناروغۍ مهلک او وژونکی ثابتیدی شي. د ځیګر له خرابوالي څخه مخنیوی لپاره باید هغه عادتونه وپیژندل شي کوم چې کولی شي د انسان ځیګر په ناروغۍ اخته کړي.

دلته مو له هغو عادتونو سره اشنا کوو کوم چې کولی شي د انسان ځیګر تخریب او یا يي هم له منځه یوسي:

۱- الکول لرونکي مشروبات:

هر هغه څیز چې د اسلام له نظره حرام ګڼل شوی د انسان روغتیا ته زیان رسوي او کولی شي انسان په مختلفو ناروغیو اخته کړي نو په همدې اساس الکول لرونکي مشروبات څښل د ځیګر فعالیت زیانمنوي او کولی شي د انسان ځیګر تخریب کړي. الکول لرونکي مشروبات په ځیګر کې د فلتر کولو وړتیا له منځه وړي.

۲- زیات درمل استعمالول:

زیات درمل استعمالول د انسان ځیګر زیانمنوي. دغه عمل کولی شي د ځیګر یوه برخه او یا هم ټول ځیګر له منځه یوسي نو په همدې اساس د درمل په استعمالولو کې باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

۳- سګریټ څښل:

سګریټ څښل یو له هغو عملونو څخه چې کولی شي انسان په ډیرو مختلفو او وژونکو ناروغیو اخته کړي. سګریټ سربیره پر دې چې ځیګر زیانمنوي انسان د سږو په مختلفو ناروغیو هم اخته کولی شي. په سګریټ کې شته کیمیاوي مواد په ځیګر فشار واردوي کوم چې په نتیجه کې د ځیګر حجرات له منځه وړي.

۴- د خوب کموالی:

د خوب کموالی هم د ځینې ناروغیو لامل ګرځي. څیړنو ثابته کړې چې کمه اندازه خوب په ځیګر فشار واردوي. منځ ته راغلی فشار په ځیګر کې ځینې راډیکالونه تولیدوي کوم چې د ځیګر حجراتو له منځه وړلو سره ځیګر زیانمنوي او یا يي هم له منځه وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب