دفتر څنګه منظم کړم؟

په اداري ژوند کې د بریالیتوب لوی مهارتونه یوازې په دریو ټکیو کې رانغښتل کیږي.

1.    د لمړیتوبونو ټاکل

2.    ښه نظم او اداره

3.    پلان جوړول

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

your ads

۱- د لمړیتوبونو د مشخص کولو مهارت

د کارونو طبقه بندي او په ترڅ کې یې لمړیتوبونه مشخص کول د بریالیتوب اساسي ټکی دی. دا څنګه:

•    هغه کارونه مشخص کړه کوم چې ته یې باید وکړې.

•    خپلې لوړې موخې پکې مالومې کړه .

•    بیا وروسته له دې د لمړي کتار کارونه نښه کړه.

•    په کار پیل وکړه، او غوره پایلې لاس ته راوړه.

۲- د نظم او ادارې مهارت

آیا ته یوه ښه مدیر یې؟ بیا کوم شئ کولی شي ستا کارونه غوره او زیات کړي؟؟ نو ټولنیزې ناستې، ټلیفوني خبرې، سفرکول، د پاڼولاندې باندې کول او نور… کولی شي ستا د بریالیتوب لامل شي. همدارنګه کولی شي ستا د ناکامۍ انګیزه وي.

۳- د کارونو د پلانولو مهارت

پلان یو ډیر اسانه او ساده کاردی چې، ترډیره بریده زموږ وخت زیاتوي، ځکه د پلان سره سم ډیرکار په کم وخت کې ترسره کیږي.

له دې څخه په کلکه وډارشه چې ووایې:

(دې کار ته به بیا وروسته را وګرځم)

خاوره او طلا سره جلاکړه

د پورتنیو دریو واړو  موادو لپاره  لاندې ټکي ضرور ولوله.

•    پاڼې د ضرورت او اهمیت سره سمې طبقه بندي کړه

•    ډیرې مهمې پاڼې په یوه ځانګړې دوسیه کې د یو څه وخت لپاره کیږده

•    کومې پاڼې چې ستاسره تړاو نلري اړوند کسانو ته یې وسپاره

•    هغه پاڼې چې کاریې دې پای ته رسولی له ځانه لرې کړه

•    هغه پاڼې چې ته یې اهمیت نشې څرګندولی په یوه ځانګړې دوسیه کې کیږده ، او يوځل بیا یې کتنه وکړه کیدای شي کوم درک یې په دوهم ځل درته څرګندشي.

•    خپل میز له ټولو پاڼو پاک ستره کړه

•    یو ځل بیا هغو پاڼو ته وګوره چې لږ مخکې دې طبقه بندي کړي

•    د اهمیت او ضرورت سره سم لمړیتوب ورکړه

•    اوس چې په دفتر کې دې ټولې ضروري پاڼې سره جلاکړې ، وګوره چې د کوټې په کونجونو کې کومې اضافي پاڼې شته کنه، که وي په همدې ترتیب سره یې منظمې کیږده او د اهمیت له مخې یې طبقه بندي کړه.

•    د پاڼو په تنظیم او ترتیب کې ځان په نورو کارونو سره مه بندوه

•    کله چې کوم کار درته یادشو او یا هم ضروري تلیفون وو، په یوه ځانګړې پاڼه کې یې ولیکه تر څو پدې کار پسې ورته ځان ورسوې او ترسره یې کړې.

•    خپل دفتر مخکې له دې چې د دې ورځې لپاره یې پریږدې ښه منظم کړه.

•     د ورځې په آخرني ساعت کې د راتلونکې ورځې کارونه پلان کړه.

•     په خپل میز شته پاڼې د ورځې په آخر کې په منظمه توګه په خپلو ځایو کې فایل کړه .

•    د راتلونکې ورځې ټول کارونه لیست کړه تر څو د سبا لپاره په خالي ذهن سره په کار پیل وکړې.

•    د دفتر له پرویښودو مخکې د نن ورځې د کارونو لیست یو ځل بیا وګوره چې آیا تا خپل پلان کړي کارونه نن سرته رسولې او که نه.

•     دا د ځان عادت وګرځوه، تر څو کوم ضروري کار درڅخه پاتې نشي.

•    د ورځې د کار لمړۍ ساعت په سخت کار سره پیل کړه،ځکه د ورځې په لمړي سر کې د کار وړتیا زیاته وي او کوښښ کیږي ترڅو غوره کار وشي.

پام چې دا تیروتنه ونکړې

دا ستره تیروتنه د نظام ماتول دی. تل باید د هغه نظام  او پلان ساتنه وکړو چې موږ په خپله د ځان لپاره ټاکلۍ، هیڅکله هم باید ځانته د قانون او نظام د ماتولو اجازه ورنکړو.

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب