دفقهي مذاهبو حقیقت او سم دریځ

حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی په عقد الجید کې لیکي:

باب تاکید الاخذ بمذاهب الاربعة والتشدید فی ترکها والخروج عنها:- اعلم انن فی الاخذ بهذه المذاهب الاربعة مصلحةّ عظیمةّ وفی الاعراض عنها کلها مفسدة کبیرة.
باب په تاکید کې د اتباع د څلورو مذاهبو او منع په پرېښودلو او ترک د هغو باندې.

پوه شه چې په تقلید د دې څلورو مذاهبو کې لوی حکمت ده او په ترک یا پرېښودلو د دې کې ستر فساد ده. (عقد الجید مع سلک مروارید ص ۳۱) .

په همدغه کتاب کې لیکي: و ثانیآ قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اتبعوا السواد الاعظم ولما اندرست المذاهب الحقة الا هذه الاربعة کان اتباعها اتباعاً للسواد الاعظم. د مذاهبو د اتباع دویم دلیل دا ده چې حضور علیه السلام فرمایلي چې تاسو باید سواد اعظم چې د امت ډېر خلک په کې راټول شوي او اوس وخت کې امت په همدې څلورو مذاهبو کې راغونډ شوی نو د همدوی اتباع لازمه ده (عقد الجید مع سلک مروارید ص ۳۳).

د حضور علیه السلام فرمان ده چې؛ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « (اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ» ) رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ مِنْ حَدِيثِ أَنَسٍ. مشكاة المصابيح ص ۳۰ باب الاعتصام با الکتاب والسنة) باب مجمع بهار الانوار ص ۱۴۳ ج ۳).

your ads

بل حدیث کې حضور علیه السلام فرمایي: علیکم با الجماعة فرمایي: چې تاسو باندې لازمي ده چې د مسلمانانو له ستر جماعت سره واوسئ. مشکوة شریف ص ۳۱.

بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي: ان الله لا یجمع امتی علی الضلالة فرمایي چې زما د امت (علماء او صالحین) به هېڅکله په بېلارو باندې راغونډ یا متفق نشي.
بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي:: ید الله علی الجماعة ومن شذ شذ فی النار فرمایي چې (کومې مسئلې باندې زما د امت اختلاف راشي نو تاسو باید هغې خواته ودریږئ کومه خوا کې چې علماء او صلحاء په اکثریت کې وي) په ډلې یا جماعت د الله تعالی لاس یا د هغه مرسته ور سره وي او څوک چې له هغوی بېل یا جلا شو (خپل ځان ته یې بل مسجد جوړ کړ) هغه به جهنم ته یوازې اچول کیږي (مشکوة شریف ص ۳۰ ایضا).

حضور علیه السلام فرمایي: من فارق الحماعة شبراً فقد خلع ربقة الاسلام عن عنقه. چا چې یوه لوېشت د مسلمانانو له جماعت څخه لرېوالی غوره کړ (یعنې څو مسایلو کې د لږ وخت لپاره هم لرېوالی غوره کړ) نو بیشکه دغه کس له خپلې غاړې د اسلام پړۍ یا رسۍ لرې کړه. (مشکوة شریف ص ۱۳۱ ایضا) .

فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم) .
د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چې غداب يې ډېر سخت او دردونکی دی) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي، او هغه مينځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتېدلې وي او په همدې حالت کې مړه شي، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي) خو دېته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې د دې کسانو عذاب دردناک او سخت دی.

حضور علیه السلام فرمایي: اثنان خیر من واحد وثلاثة خیر من اثنین واربعة خیر من ثلاثة فعلیکم بالجماعة یعنې دوه له یوه، درې له دوه او څلور له دریو ښه دي (کله چې دافضیلت وي) نو تاسو جماعت سره ضرور پاتې شئ (یعنې جماعت سره ووسئ) د دې لپاره الله تعالی زما امت په هدایت باندې متفق یا متحد کوي. (موائد العوائد ص ص ۱۲۲).

حضور علیه السلام فرمایي: من خرج من الطاعة وفارق الجماعة مات میتةَ جاهلیة (نسائی حدیث له ابوهریرة روایت ده).
الله تعالی فرمایي: يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا أَطيعُوا اللَّهَ وَ أَطيعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ دلته و اولی الامر منکم څخه ټول کبار مفسرین په دې آند دي چې د دې حدیث مصداق مجتهدین کرام دي.

نواب صدیق حسن خان د اهل حدیثو ستر عالم او مجدد د حضرت شاه ولی الله محدث دهلوي په اړه وايي: چې که شاه صاحب په خیر القرون کې وای نو دی به د مجتهدینو سردار یا رئیس المجتهدین به وو هغه پخپل کتاب کې لیکي: لان الناس لم یزالوا من زمن الصحابة الی ان ظهرت المذاهب الاربعة یقلدون من اتفق من العلماء من غیر نکیر من احد یعتبر انکاره، ولو کان ذالک با طلآّ لانکره. د څلورو مذاهبو د ظهور پورې د خلکو همدا دستور وو چې کوم عالم مجتهد به یې وموند نو د هغه تقلید به یې کولو او هېڅ متعمد علیه شخص یا کس پر چا نکیر یا ګوت نیوکه نه ده کړې که دا تقلید باطل وای نو حضراتو (صحابه او تابعینو) به هرو مرو پرې تنقید یا نیوکه کړې وه. (عقد الجید مع سلک مروارید ص ۲)

د شیخ حسن جان شهید وینا ده چې که موږ احادیث د بخاری، مسلم، ترمذي، مؤطا امام مالک، مؤطا امام محمد، طحاوی، مسانید امام اعظم، وغیره منو او دا مو عقیده ده چې امامانو یا محدثینو موږ ته احادیث له تابعینو، صحابه و، او هغوی له حضور صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي نو دا ډول عقیده صحیح او هغه کس مسلمان ده او همدارنګه کومه فقه چې امامانو موږ ته انتقال کړې دا هم همغه فقه ده کومه چې تابعنیو له صحابه و او هغوی له حضور صلی الله علیه څخه را انتقال کړې اوس که څوک د دغو دوو سترو دیني اصلو څخه انکار کوي نو یوه څخه انکار له دویم قول څخه انکار دی ـ ځکه حدیث بغیر د فقهې او فقهه بغیر حدیث څخه ناشونی کار ده. هره مسئله د فقهې له قرآن او حدیث څخه استنباط شوې.
امام بغوی رح فرمایي: ویجب علی من لم یجمع هذه الشرائط تقلیده، فیما یعن له، من الحوادث.
یعنې هغه کس چې د اجتهاد جامع نه وي یا د اجتهاد پوړۍ ته نه وي رسېدلی نو پر هغه باندې اړین یا لازم دي چې د یوه مجتهد تقلید وکړي، په هغو (مسایلو) کې چې ده ته مخې ته راغلي دي. (عقد الجید ص ۹).

هغه وایي: وفی ذالک (ای التقلید) من المصالح مالا یخفی لا سیما فی هذه الایام التی قصرت فیها الهمم جداً واشربت النفوس الهوا واعجب کل ذی رأی برأیه. له دغو څلورو مذاهبو په تقلید کې ډېر مصلحتونه پراته دي چې هېڅ پټ نه دي با الخصوص په دې زمانه کې چې همتونه ډېر ناوړه شوي، او په تن کې نفساني غوښتنې ننوتي او هر رأیې والا پخپله رأیې باندې ناز کوي (حجة الله البالغة مترجم ص ۳۶۱ ج ۱).

امام بغوی رح فرمایي: وبعد المأتین ظهرت فیهم التمذهب للمجتهدین باعیانهم وقل من کان لا یعتمد علی مذهب مجتهد بعینه وکان هذا هو الواجب فی ذالک الزمان. له دویمې سلیزې څخه د خلکو ترمنځ د تقلید شخصي رواج عمل خپل کړ او ډېر کم داسې خلک ول چې د یوه خاص مجتهد په مذهب یې اعتماد نه وو، (یعنې عموماً د تقلید شخصي رواج شو) او همدا طریقه هغه وخت رایج یا عملی وه. (انصاف مع ترجمه کشاف ص ۵۹).

او لیکي: وهذه المذاهب الاربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الامة او من یعتد بها منها علی جواز تقلید ها الی یومنا هذا. او همدا مذاهب اربعه چې مدون او مرتب شول ټول امت یا د امت معتمد حضراتو په همدغو څلورو مذاهبو د اجماع پر جواز پرېکړه وکړه (دا اجماع) تر نن ورځې پورې پاتې ده (د دې مخالفت جایز نه ده بلکه سبب د بېلاري کیږي). حجة الله البالغة ج ۱ ص ۳۶۱ فصل فی مسائل ضلت فیها الاقدام.
امام بغوی رح فرمایي: وبالجملة فا لتمذهب للمجتهدین سراً الهمه الله تعالی العلماء جمعهم علیه من حیث یشعرون اولایشعرون . الحاصل مجتهدین (امام ابوحنفیه رح، امام مالک رح، امام شافعي رح او امام احمدبن حنبل رح د مذاهبو پابندي (یعنې تقلید شخصي) یو راز ده چې الله سبحانه وتعالی د علماوو په زړونو کې الهام اچولی او پر هغوی يې هغه خلک متفق کړي چې د تقلید کولو په مصلحت او راز پوهېږي او یا نه پوهېږي (یعنې د تقلید حکمت یا ښه والی هغوی ته معلوم وي یانه وي) انصاف عربي ص ۴۷، انصاف مع کشاف ص ۶۳).

امام بغوی رح فرمایي: انسان جاهل فی بلاد الهند ولا ما وراء النهر ولیس هناک عالم شافعي ولا مالکی ولا حنبلی ولا کتاب من کتب هذه المذاهب وجب علیه ان یقلد لمذهب ابی حنیفة ویحرم علیم ان یخرج من مذهبه لانه حینئذ یخلع من عنقه ربقة الشریعة ویبقی سدیَ مهملا. کچیرې یو جاهل عام انسان دهند یا ماوراء النهر په ښارونو کې (چې هلته په حنفي مذهب ډېر عمل وو) او هلته کوم شافعي، مالکي یا حنبلي عالم نه وو او نه د هغوی د مذاهبو کوم کتاب وو نو دغه وخت کې پر ده واجب دي چې د امام اعظم رح د مذهب تقلید وکړي او پر هغه حرام دي چې د بل مذهب تقلید خپل کړي ـ په داسې کولو سره دغه کس د شریعت رسۍ یا پړۍ له خپلې غاړې وباسي او دی مهمل او بیکاره پاته کیږي. (انصاف عربي ص ۵۳، انصاف مع کشاف ص ۷۰ او ۷۱).

حضرت شاه صاحب چې خپله یو مجتهد وو آنحضرت صلی الله علیه وسلم لخوا په تقلید مامور کړی او د تقلید له دائرې څخه د خروج یا وتو ممانعت یې کړی. لکه چې فیوض الحرمین کې فرمایي: واستفدت منه صلی الله علیم وسلم ثلهة امور خلاف ماکان عندی وما کانت طبعی تمیل الیه اشد میل فصارت هذه الاستفادة من براهین الحق تعالی علی الی قوله وثانیهما الوصاة بالتقلید بهذه المذاهب الاربعهة ال اخرج منه الخ. وايي چې ما ته د حضور صلی الله علیم وسلم لخوا درې داسې خبرې حاصلې شوي چې زما خیال د هغو موافق نه وو او دارنګه د زړه میلان مې هم هغې خواته نه وو د دې ګټه یا لاسته راوړنه په ما باندې د حق برهان جوړ شو. پدغو دریو امورو کې دویمه خبره داوه چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم ما ته وصیت وکړ یا وفرمایل چې زه باید د مذاهبو اربعه وو تقلید وکړم او له هغو نه باهر نشم (فیوض الحرمین ص ۶۴ او ۶۵) (مطبوعه کتب خانه رحیمیه د یوبند).
او فرمایي: وعرفنی رسول الله صلی الله علیه وسلم ان فی المذاهب الحنفی طریقة انیقة هی اوفق الطرق بالسنة المعروفة التی جمعت ونقحت فی زمان البخاری واصحابه.
وايي چې حضور صلی الله علیه وسلم ما ته وفرمایل ، مذهب حنفي کې داسې عمده طریقه ده چې د نورو طریقو په وړاندې له سنت مشهورسره موافقه ده او د دې تدوین او تنقیح امام بخاري رحمه الله او د هغه د ملګرو په وخت کې شوی (فیوض الحرمین ص ۴۸).

ټول محدثین کرام مقلدین ول، امام بخاري رحمه الله د امام شافعي مقلد وو، د غیر مقلدینو امام نواب صدیق حسن خان پخپل کتاب الحطة فی ذکر صحاح الستة کې لیکي چې حضرت امام ابو عاصم رحمه الله د امام بخاري رحمه الله نوم په شافعیه کې ذکر کړی. وقد ذکره ابو عاصم رح فی طبقات اصحابنا الشافعیة نقلآّ عن السبکی او دهمدی کتاب په ص ۱۲۷ فصل نمبر ۶ کې د امام نسائي په اړه کاږي، کان احدا علام الدین وارکان الحدیث امام اهل عصره ومقدمهم بین اصحاب الحدیث وجرحه وتعدیله معتبر بین العلماء وکان شافعي المذهب. یعنې امام نسائی د دین له غرو څخه یو غر وو د حدیثو له ارکانو یو رکن او د خپلې زمانې د محدثینو امام او د هغه جرح و تعدیل په علماوو کې معتبر ده او هغه شافعي المذهب وو. (حطه ص ۱۲۷).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب