د قربانۍ د غوښې خوراك او تقسيم

(1) مسئله : مستحب داده چه دقربانى دغوښے نه پخپله اوخورى اونورو ته هم وركوى اګركه غنى مالداروى اوځنى ترى ځان له اوساتى.

دليل : ويستحب له ان ياكل من اضحية( البدائع،ج ۵،ص ۸۰( الرد ج۶، ص۳۲۸) وياكل من لحم الاضحية ويؤكل غنيا ويدخر

( ردالمحتار،ج۶،ص۳۲۸)

(2) مسئله : كچرى يوسړى ډيرعيال داروى يعنے كوړمه ئى ډيره وى نوټوله غوښه ځان له ساتلے شى.

دليل : وندب تركه     لذى عيال توسعة عليهم (الردج۶،ص ۳۲۸)

your ads

(3) مسئله : مستحب داده چه غوښه ددے حصے درےكړى يوځان له اوبله دخپلوانواوبله دغربيانودپاره.

دليل :والافضل ان يتصدق بالثلث ويتخذالثلث ضيافة لاقارب واصدقا ئه ويدخر الثلث ( البدائع،ج۵، ص ۸۱، الهندية ج۵،ص ۳۰۰) ( الرد،ج۶،ص ۳۲۸)

(4) مسئله : شپږقسمه قربانى غوښه خوړل جائزنه دے ،يوه هغه چه دهغے نذرشوى وى دويمه هغه چه دقربانى دورځوتيريدولونه وروستوذبحه كړيشى، دريمه هغه چه دمړى دطرف نه دهغه په حكم اووصيت سره ذبحه كړيشى، څلورمه چه په فقيرغريب سړى باندې په اخستوسره واجب شوى وى داپه نزدبعض علماؤ،پنځمه هغه چه دقربانى څاروى لنګ شى اوربچى نه ئى آئنده كال قربانى اوكړيشى، شپږمه چه بعض شركاء پكښے دتيرشوى كال قضااوكړى داټولے واجب التصدق دي په غريبا نوباندې.

دليل :والحاصل ان التي لايؤكل منهاهي المنذورة ابتداء والتي و جب التصدق بعينهابعدايام النحروالتي ضحي بهاعن الميت بامره علي المختاركماقدمناه عن البزازية والواجبة علي الفقيربالشرآء علي احدالقولين المارين ، والتي ولدته الاضحية كماقدمناعن الخانية، والمشتركة بين سبعة نوي بعضهم بحصة القضاء عن الماضي كماقدمناه انفا عن الخانية ايضـ فهذه كلها سبيلها التصدق علي الفقير (ردالمحتار،ج۶، ۳۲۷)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب