د لمانځه سنتونه

د لمانځه سنتونه کوم دي؟

۱– دتکبير تحريمه لپاره لاسونه پورته کول.
۲- دلاسونو پورته کولو په وخت کې ګوتی پرانيستې او قبلی ته مخامخ کول.
۳- دامام لپاره دهر رکن اداکولو په وخ
ت کې تکبير ويل .
۴- په اول رکعت کې ثنا سبحان اللهم  ويل .
۵- لومړی رکعت کښی تعوذ يعنی اغوذ بالله ويل .
۶- دهر رکعت په شروع کې بسم الله ويل .
۷- دسورة فاتحه نه ورسته آمين ويل .
۸- سړو لره ښی لاس په ګين لاس ايښودل تر نامه لاندې ،اوښځو لره په سينه باندی ايښودل .
۹- رکوع ته دتلو په وخت کې الله اکبر ويل .
۱۰- د رکوع په حالت کې سر دشا سره برابر ول اوپه دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول .
۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .
۱۲- قومه يعنی درکوع  نه پورته کيدو په وخت کې دامام دپاره سمع لمن حمده  او دمقتدی لپاره ربنا لک الحمد دتنها ګزار لپاره د دواړو ويل.
۱۳- سجدی ته دتلو په وخت کې اوبيا سجدی نه دپورته کيدو په وخت کې الله اکبر ويل.
۱۴- سجدی ته دتلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې  بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.
۱۵- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی  ويل.
۱۶- دسجدی په وخت کې دلاسونو دواړه پنځی دپوزی څنګو ته ورنونه دګيډی نه جلا اود ځمکې  نه لری ساتل او څنګلی له ورنو نه لری ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .
۱۷- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.
۱۸- په تشهد کې د اشهدان لااله الا الله ويلو دشهادت ګوته پورته کول .
۱۹- په قعده اخيره کې دتشهد نه ورسته درود شريف ويل.
۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل الهم ربنا .

۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.


ضروري يادونه :

قومه او جلسه په ځنو حنفي فقهی کتابونو کې لکه شرح القدوري ،کنزالدقايق ،نورالايضاء او نورو کې سنت ښودل شوي دي .

مګر د مجیپ الله ندوي اسلامې فقه ،معلم الدين قاري شريف احمد او آسانه فقه محمديوسف اصلاحی بحرالرايق او نورو حنفی کتابنو کې واجب ليکل شوي دي .

د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الل ندوي پدی جلسه او قومه باندې ډير ټينګار ليکلی دی

your ads

چې ځنی کسان د چرګ د تونګی په شان لمونځ کوي چې جلسه او قومه نه اداکوي پدې سره يې لمونځ فاسيږي .

مګر د نورو مذاهبو امامانو د دو سجدو تر منځه کيناستل يا جلسه د لمانځه رکن بولي

د شافعی شرح روض الطالب فقه

او ابن باز صاحب ليکل شوي کتاب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب