د لمانځه فرضيت

د لمانځه فرضيت

په قرآنکريم کښې ډير آيتونه د لمانځه په باره کې نازل شوي چه په هغه آيتونو کې الله (ج) مسلمانانو ته د دې ستر عبادت حکم فرمائی. الله (ج) فرمايي :
«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)».
((قائموئ تاسې (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو اوقاتو کښې)).
«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)».
((رجوع کوونکې دي دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی (سم اداکوي  سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو)).
«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)».
 ((حکم شوی دی مونږ ته دالله  له طرفه) په دي  چه قائموی (سم اداکوي  سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي  تاسې له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دی چه ده ته به ورټول کړشی تاسې (په قيامت کې)).
وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : (( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .
له ابن عمر (رض نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :ماته حکم شوی چه ترهغه له خلکو سره جنګ كوم ترڅو چه هغوي گواهي ونه کړي چه بغير له الله بل معبود نشته
اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغویداسې اعمال شروع کړي نودهغوی وينه ،دهغوی مال محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلامنه (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي .
«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ
في المَضَاجِعِ» (بخاری) 

((کله موچه اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ اوکله چه لس کلنۍ تهورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدی سن کې د دوی بستری ورجلاکړي))

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب